لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په جنوبي وزیرستان کې امن دپاره احتجاجي ناسته حکومت سره د مظاهره کونکو د کامیابو خبرو وروسته ختمه شوه


ډېره اسماعيل خان کې د کوز جنوبي وزیرستان د احتجاجي ناستې په ملاتړ احتجاج
ډېره اسماعيل خان کې د کوز جنوبي وزیرستان د احتجاجي ناستې په ملاتړ احتجاج

د خېبرپښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې امن دپاره ‌د ناسته کونکو او د حکومتي چارواکو مذاکرات د کامیابېدو نه پس احتجاجي ناسته د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ختمه کړی شوه.

د جنوبي وزيرستان ډپټي کمشنر محمد ناصر مطبوعاتو سره خبرو کې د مذاکراتو د کامیابۍ او په واڼه کې د احتجاج د ختمېدو تصدیق وکړو.

ناصر وویل د احتجا ج کونکو ځینې غوښتنې لکه د بازار سېکیورټي او د لارې مسلې دا به حل کړی شي او هغه "ډاډګېرنه" ورکوي چې "پرمختګ" به کېږي. هغه دا خبره رد کړه چې حکومت په سیمه کې د پخوانۍ د امن کمېټۍ بیا بحالوي.

په کوز جنوبي وزیرستان واڼه کې د ناامنۍ پرضد او د امن د پاره ولسي پاڅون د تېرې اوونۍ د جمعې د ورځې نه پېل شوی، د ګاډو د تګ راتګ لارې يې تړلې او د انتظامیه دفترو ته تلو بایکاټ کړی دی.

د مظاهره ګډون وال وايي په خېبر پښتونخوا کې د بدامنۍ پېښې يو ځل بيا سېوا شوي دي او رياست دې په سیمه کې د امن پرځايې کولو دپاره ګامونه پورته کړي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ډېره اسماعیل خان کې د جنوبی وزیرستان د ناستې په ملاتړ کې لاریون او احتجاجي مظاهره شوې او مومندو کې هم تېره ورځ سياسي ګوندونو او ځايې مشرانو د امن جرګې په عنوان غونډه کړې ده.

د کوز جنوبي وزیرستان په ملاتړ د ډېر اسماعيل خان احتجاج کونکو د حق نواز پارک نه تر ډېره اسماعیل خان پریس کلب پوري د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر او د تاوان د پاره تښتول شوي جمشید وزیر د راخوشې کېدو ترڅنګ د ناامنۍ ضد نعرې وهلې او احتجاج يې کولو.

په دغه احتجاجي مظاهره کې هرې سیاسي او غېر سیاسي ډلو برخه اخستې مدني فعال عزیز وزیر وویل تر اوسه دا سیمه د هر قسمه ترقۍ نه محرومه ساتل شوې ده. هغه وویل د امن یوه غوښتنه يې ده چې داسیمه دې د هر قسمه ناامني نه پاکه کړل شي خو دغه غوښتنه يې نه منل کيږي.

د عوامي نیشنل ګوند د جنوبي وزیرستان عمومي سیکتر نیاز وزیر وویل په واڼه کې د تېرې یوې اونۍ راهسې د روانې احتجاجي ناستې غوښتنې دې ومنل شي، ځکه چې د هغوی غوښتنې قانوني او آييني دي او باید حل شي.

د ډېره اسماعیل خان بار وکیل سعید اختر وویل د خپلو حقونو د پاره احتجاج کول اییني، قانوني او جمهوري حق دی. خو هغه زیاته کړه دغلته عدلیه، پارلیمنټ، میډیا او نورې ادارې تر فشار لاندې دي.

پرون د مومندو په غلنۍ بازار کې هم د سياسي ګوندونو کارکونکي او ځايې مشران د امن جرګې په نوم راټول شوي او غوښتنه يې کوله په خېبر پښتونخوا کې د بدامنۍ پېښې يو ځل بيا سېوا شوي دي، او دوي د رياست نه امن پرځايې کول غواړي.

د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو ضلعو کې د تير کال اګست د میاشتې راهسې د سوات نه پېل شوي امن پاڅونونه او مظاهرې دوام لري.

دې امن احتجاجونو ته د خېبرپښتونخوا حکومت کوم دريځ مخې ته نه دی راغلی خو د امن په اړه د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف ويلي "د پاکستان رياست به د خپلې عملدارۍ چېلنج کوونکو ترهګرو دپاره د هيڅ زغم نه لرلو پالیسي خپلوي او په امن به هيڅ سودا نه کيږي "

احتجاج کونکي وايي که رياست امن پرځايې نه کړي دوي به احتجاجونو لړۍ ټولې صوبې ته وغځوي.

د جنوبي وزیرستان احتجاج کونکو څو غوښتنې وړاندې کړي دي،

1: امنیت ټینګښت د ملکي امنیتي ادارو دنده ده او که پولیس د مطلوبو کسانو او یا په کوم ځای کې د لټون عملیات او یا د عملیاتو ترسره کولو ته اړتیا وي، نو د قانون له مخې باید اقدام وکړي. له پولیسو پرته نور امنیتي ځواکونه دې د عملیاتو پرمهال عام خلک نه ځوروي او په دې لړ کې چې کله پولیس ته د ایف سي یا پوځ اړتیا وي، بیا د 2002 د آرټیکل 126 لاندې پولیس مرسته وکړي. خو په خپله دې بل کوم وسله وال ځواک نه رامینځ ته کیږي.

2: پخوانۍ فاټا په خېبرپښتونخوا کې ګډه شوې چې تر مخه يې د 1973 د اساسي قانون ټول شقونه د پخوانۍ فاټا په سیمو کې عملي کیږي نو له اساسي قانون له مخې د امن کمیټۍ، قامي لښکر او د وسله والو سره شوې 2007 کال تړون په هېڅ صورت کې د منلو نه دی.

3: په جنوبي وزیرستان کې امن د حکومت د واکمنۍ سره اړه لري. د حکومت واکمني لپاره دې ضلعې ته خپل پولیسو افسر ډي پي او او قاضیانو په ګډون د ټولو لاین ډیپارټمنټونو دفترې د ټانک نه د ضلعې مرکز واڼه ته منتقل کړل شي.

4: د نامالومه کسانو څخه دې د علاقې یو ځوان جمشید وزیر زر تر زره خوشی کړل شي.

5: د امنیت د ټینګښت دپاره دې په سپین، اعظم ورسک، شکۍ، انګور اډه، زرمېلان او رغزۍ سيمو کې، د ضلعو په نورو وړو او لویو بازارونو کې دې د پولیسو پوستې جوړې کړل شي.

6: د ګزمې پر مهال د پولیسو د تاڼو، پوستو او پولیسو د ګزمې پرمهال د هغوی د ساتنې لپاره دې په بیړني ډول ایف سي ځواک ځای کړل شي.

7: د تورو شیشو ګاډي که هغه دولتي وي او که غیر دولتي پر ضد دې بې توپیره بندیز ولګول شي، سرغړونکي دې نیول کیږي او د قانوني چلند لپاره دې عدالتونو ته وړاندې کیږي.

8: د نشه یي توکو پر وړاندې باید بې توپیره اقدامات واخستل شي.

9: په هر ډول وسله وال تنظیمونو دې بندیز ولګول شي.

10: د افغانستان او پاکستان ترمینځ د جنوبي وزیرستان په انګور اډه پوله د سوداګرۍ پر وړاندې ټول خنډونو دې لرې کړل شي او پاکستاني شناختي کارډ لرونکو ته دې د انګور اډې په دروازه د تلو راتلو اجازه ورکړل شي.

احتجاج کونکو په ورستیو کې انتظامیه سره د خبرو څو پړاوونه شوي او د حکومتي چارواکو سره يې لس غوښتنې شریکې کړي خو وایی دا غوښتنې تر مهال نه دي منل شوې.

د افغانستان سره په پوله جنوبي او شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ عملیات کړي او دا سیمه یې پاکه ګرځولې خو تیره ورځ د جنوبي وزیرستان د ضلعې انتظامیه مشر محمد ناصر خان وي او ای ډیوه ته د احتجاج کوونکو د غوښتنو او خبرو په اړه ویلي وو چې د ترهګرو په ضد د امنیتي ادارو کارکردګي ډېره ښه ده او انتظاميه د امنیتي ادارو سره په ګډه د امن په ساتلو بوخته ده.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG