لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ټانک او بنو کې د امن دپاره مظاهرې شوي


ټانک امن مارچ
ټانک امن مارچ

په خېبرپښتونخوا کې د تيرو څو ورځو راهسې د بدامنۍ ضد او امن دپاره د احتجاجونو په روانه لړۍ کې په ټانک او بنو کې هم لاريونونه او مظاهرې شوي دي.

په دغو احتجاجي مظاهرو کې د بیلابیلو سیاسي ګوندونو،ولسي تحریکونو،مدني ټولنې او ځایي مشرانو سره عام خلک راټول شوي وو.

په ټانک ضلعه کې احتجاجي مظاهرې ته د ملي جمهوري ګوند فعال ننګیال بیټني ویلي دوي به په خپله سیمه کې چاته د ناامني جوړولو اجازه ور نه کړي.

دا احتجاجي مظاهرې په داسې حال کې شوي چې په دې وروستیو کې په دغه سیمه د بدامنۍ څو پېښې شوي دي.

او په بنو سيمه کې د عوامي نیشنل ګوند د ضلعې د زدکونکو څانګې مشر عبدالصمد ویلي يو ځل بيا بدامنۍ سر راپورته کړی او په خلکو کې يې ويره ترخه خوره کړې ده.

د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې د اګست د مياشتې راهسې د بدامنۍ ضد او امن دپاره له سوات نه تر وزیرستانه احتجاجي مظاهرې پېل شوي دي. چې پکې د امن پرځایې کولو یواځينۍ غوښتنه کیږي.

دا په داسې حال چې د پاکستاني امنیتي ځواکونه د تیرو دوو لسیزو نه د ناامنۍ پرضد د افغان پولې ته په څېرمه پرتو قبایلي ضلعو او ملاکنډ ډویژن کې په عملیاتو بوخت دي او د ردالفساد په نوم دا عملیات اوس ټول ملک ته غځول شوي او دې عملیاتو کې د غټو برياو ترلاسه کېدو دعوې کيږي. خو خلک وایي تر عملیاتو ورسته حالات اوس هم د تسلۍ وړ نه دي.

په بنو کې د پي ټي ایم فعال اسد قرار ویلي دوی د امن غوښتنه کوي خو د دوی دا غوښتنه نه منل کیږي او دوی ته ویلي کیږي چې دا ریاست خلاف دي. هغه ویلي امن د دوی اییني او بنیادي غوښتنه ده.

په احتجاجونو کې د خېبرپښتونخوا په صوبايي او مرکزي حکومتونو نيوکې کيږي چې په صوبه کې د بدامنۍ په پېښو غلي پاتې دي. خو د خېبرپښتونخوا حکومت وايي په صوبه کې امنیت قابو دی او مرکزي حکومت ویلي د امنيت دپاره به د صوبې مرسته کوي.

په اتم اکتوبر د پاکستان د پوځ سر لښکرجنرال باجوه کاکول کې یوې دستورې ته د وینا پرمهال ویلي چې پوځ پاکستان نه د منظمې ترهګرۍ نوغی ویستی او ویلي یې وو دا داسې کامیابي ده چې ګڼ شمېر هېوادونه یا پوځونه یې دعوه نه شي کولی.

د پاکستان پوځ تر دې وړاندې هم وخت په وخت دعوې کړي چې په هیواد کې يې ترهګري ختمه کړي خو د دې باوجود په نژدې ورځو کې په پاکستان په امنیتي ځواکونو حملې شوي چې د ځینو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان هم منلې.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG