لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې پخوانی نایب صدر به په اینده صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ دپاره ډانلډ ټرمپ سره مقابله کوي


مایک پېنس د ټرمپ د صدارت په مهال نایب صدر و او  وایټ هاوس ته د تګ په مقابله کې د شریکېدو سره سم يې د خپل پخواني مشر په تګلاره تنقید کړی دی
مایک پېنس د ټرمپ د صدارت په مهال نایب صدر و او  وایټ هاوس ته د تګ په مقابله کې د شریکېدو سره سم يې د خپل پخواني مشر په تګلاره تنقید کړی دی

د امریکي په صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ نامزدګي یا ټېکټ ترلاسه کولو دپاره د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په مقابله کې د صدارت ګڼ شمېر خواهشمند امیدواران دا هفته مېدان ته راوتلي دي چې په کې د ټرمپ پخوانی نایب مایک پېنس هم شامل دی.

مایک پېنس د ټرمپ د صدارت په مهال نایب صدر و او وایټ هاوس ته د تګ په مقابله کې د شریکېدو سره سم يې د خپل پخواني مشر په تګلاره تنقید کړی دی.

د وی او ای خبریال سټیو هرمن د امریکې په تازه سیاسي صورتحال خپل رپورټ کې وايي چې د نایب صدر په حېث مایک پېنس څلور کاله د ډانلډ ټرمپ د صدارت په سيوري کې تېر کړي دي او د پېدایش یا زېږون په څلور شپېتمه کلیزه پېنس په خپل پخواني مشر نېِغ په نیغه تنقید وکړو.

پېنس وویل "زه ګڼم هرڅوک چې ځان د ایین نه بالا ساتي باید چې هېڅ کله د امریکې صدر نه شي. او هرڅوک چې د نورو نه غوښتنه کوي چې د ایین نه يې بالا کړي باید چې هېڅ کله بیا د امریکې صدر نه وي."

د کال ۲۰۲۱ د جنورۍ په شپږمه نېټه چې د ټرمپ پلویانو په کانګرس یرغل وکړو نو دا نعرې هم پورته کېدلې چې پېنس تېزندي کړئ ځکه چې د ټرمپ دا غوښتنه يې نه وه منلې چې د صدارتي انتخاب نتیجه په رسمي ډول د منظورۍ عمل دې ګډوډ کړي.

د یرغل په وخت په کانګرس کې خصوصي غوڼده کېدله چې د ۲۰۲۰ د صدارتي انتخاب نتیجه په رسمي ډول منظوره کړي.

د اړي ګړي له امله د کانګرس خصوصي غونډه د څه وخت دپاره وځنډېده خو ورووسته بیا شروع شوه او په صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ امیدوار او د هغه وخت صدر ډانلډ ټرمپ په مقابله کې يې د ډیموکرېټېک پارټۍ امیدوار او موجوده صدر جوبایډن کامیابي په رسمي توګه اعلان کړه.

د اقتصاد او خارجه تګلارې په مسلو پېنس د ريپبلېکن پارټۍ روایتي خیالات لري.

د ريپبلېکن پارټۍ د بنیادي پلویانو په شان پېنس ايوېنجېلېکل عیسايي او سپين پوستی دی. د نورو امیداوارانو برعکس پېنس د حمل ضایع کولو او په نورو سماجي موضوماتو ځان تر ټولو زیات کنزوېټیو یا د زاړه پاله امیدوار په شان پېش کوي.

پېنس د امریکې په تاریخ کې تر ټولو د ژوند په حق کې او د ابورشن یا د حمل د ضایع کولو مخالف حکومت د مشرۍ وروسته ډانلډ ټرمپ او د ریپبلېکن پارټۍ د ټېکټ نور خواهشمند د ناپېدا شوي انسان د حق نه په شا کېږي

د جورج مېسن یونیورسټۍ د سیاسیاتو پروفېسر جرمي مایر دا خبره واضحه کوي چې د ريپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ ترلاسه کولو په مقابله کې پېنس ولې د ټرمپ او د فلورېډا ریاست د ګورنر ران ډي سېنټس نه وروسته دی.

مایر وویل د نورو نایب صدارانو په مقابل کې نایب صدارت په سیاسي کچه د پېنس حېث کم کړی دی.

صرف دوه پخواني نایب صدران په انتخاباتو کې بیا وایټ هاوس ته رسېدلي دي.

په کال۱۹۶۸کې د ريپبلېکن پارټۍ رېچرډ نېکسن وایټ هاوس ته بېرته رسېدلی و او جوبایډن چې د براک اوباما په صدرات کې نایب صدر و او د کال ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې يې ډانلډ ټرمپ ته ماتی ورکړه.

که اینده کال د ريپبلېکن پارټۍ په پرایمېري یا ابتدايي انتخاب چې د صدارتي انتخاب دپاره به یو امیدوار غوره کوي، کې څه هم کېږي خو مایک پېنس تاریخ جوړ کړی دی. هغه وړمبی نایب صدر دی چې د خپل پخواني انتخابي ملګري سره اوس نېغ په نېغه مقابلې ته راوتلی دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال سټیوهرمن د ټېلې وژن رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG