لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

پرویز خټک: د پښتونخوا په نوې برخه فاټا کې دې هم د صوبايي اسمبلۍ انتخابات په ٢٥مه جولايي وشي

د خېبرپښتونخوا پخواني اعلا وزیر پرویز خټک وي او ای ډیوه ته ویلي دي چې د پښتونخوا په نوې برخه فاټا کې دې هم د صوبايي اسمبلۍ انتخابات په ٢٥مه جولايي وشي.

پرویز خټک د اعلا وزير د څوکۍ پرېښودلو ورستو په خپله وړومبۍ مرکه کې وویل چې په صوبه کې نوو شاملو قبایلي سیمو فاټا کې دې د پاکستان د نورو برخو سره یوځای انتخابات وشي. هغه په دې لړکې د پاکستان د انتخاباتو کمیشن ته یو خط هم ليکلی دی.

ښاغلي خټک وویل چې د انتخاباتو کمیسون ته یې یو خط کې لیکلي دي چې د پښتونخوا د فاټا په څوکو دې هم د نور پاکستان سره یو ځای په ٢٥ مه جولاي انتخابات وشي:

"دا به ان فیر (نامناسبه وي) چې ورستو کوم حکومت ناست وي او هلته انتخابات کیږي نو په هغې به دحکومت اثرات راځي"

خو ښاغلی خټک وايي کې دغه وړانديز ونه منل شو نو د انتخاباتو نه به بایکاټ (ډه ډه) نه کوي.

ښاغلي خټک وویل چې هغه د راتلونکو انتخاباتو په حقله خوشبینه دی چې بې د درغلیو به وشي.

هغه په راتلونکو انتخاباتو کې د خپل گوند د بري دعوا وکړه او ویې ویل چې یو داسې پاکستان به جوړه وي چې د غریب د پاره یو او د مالداره د پاره بل نه وي:
" دټولو د پاره یو شان پاکستان غواړو"

د پي ټي اي حکومت په تیرو انتخاباتو کې د بدلون نعره پورته کړې وه، خو په صوبه کې مخالفه ډلې وايي د پي ټي ايي حکومت په خپلو لوظونو پوره کولو کې په مکمله توگه ناکامه شوی دی. پرویزخټک د خپل پنځه کلن حکومت د کار دفاع وکړه هغه وویل:

"که څوک راسره حساب کوي نو ودې کړي، مونږ د ډیولپمینټ ( پرمختگ) کار د ټولو نه زیات کړی دی"

په پښتونخوا صوبه کې پاکستان تحريک انصاف پي ټي ايي په واک کې د راتلو څخه د مخه لوظ کړې وو چې په ٩٠ ورځو کې به بدلون راولي. خو پرویز خټک وویل مونږ داسې ويلي وو چې په ٩٠ ورځو کې به د بدلون منصوبه ورکوي:

"گوره دا جادو نه دی د اله دين چراغ نه دی، یوه پارټي چې راشي په ٩٠ ورځو کې صرف پروگرام ورکولی شي"

ښاغلي خټک وویل فخر کوي چې د خپل پینځه کلن واک په موده کې یې یو شمېر مهم قوانین جوړ کړل او خلق ورباندې وس هم اعتماد لري.

د ښاغلي خټک په حکومت کې یو شمېر وزيران د بډو رشوتونو په سر د خپلو څوکو څخه لر کړې شوي وو. د پي ټي ايي مشرعمران خان ويلي وو چې د سینېټ په انتخاباتو کې د دويي د گوند غړو په کروړونو روپوخپل ووټونه خرص کړي وو ښاغلي خټک وویل " دا خو ډېره ښه خبره وشوه چې غله معلوم شول.

د ښاغلي پرویز خټک سره د وي اوای ډیوه خبربال رحمان بونيري مرکه کړې ده تاسو یې په لاندينی لینک اوریدی شئ

پرویز خټک: دوه نه یو پاکستان غواړو
please wait

No media source currently available

0:00 0:12:52 0:00

See all News Updates of the Day

څېړونکي: د ايراني صدر د دورې له سببه په پاکستان د لوېدیځ فشار سېوا کېدی شي

د ايران صدر ابراهيم ريسي په داسې وخت کې د پاکستان په سفر دی چې په اسرايل د ايران نېغ په نېغه حملې وروسته په منځني ‏ختيځ کې حالات کړکېچن ‏دي او د امريکا د خارجه چارو وزارت يو ځل بيا خبرداری ورکړی چې د ايران سره د تجارت خواهش لرونکي هيوادونه که په تجارتي معاهدو غور کوي نو ‏په ممکنه توګه د بنديزونو سره مخ کېدی شي.‏

د نړيوالو چارو کارپوه ډاکټر قمر چيمه وايي، " په دې ورستيو کې چې امريکا د چين او بيلاروس په هغو کمپنيانو بنديزونه لګولي چې د پاکستان ميزايل ‏پروګرام ته يي آلات او پرزې ورکولې نو زما په خيال دا په پاکستان د فشار اچولو يو ګام دی او د امريکا دا خبره چې په دې لړ کې د رويو بدلولو ضرورت ‏دی نو زه ګڼم چې د دې مطلبونه کېدې شي".‏

څيړونکي وايي د پاکستان دپاره دا مشکل حالات دي چې په يو وخت سعودي عرب او ایران سره خپل تعلقات ښه وساتي خو وایي له ايران سره ښې اړيکې ساتل ‏د پاکستان مجبوري ده.‏

څیړونکی محمد علي وايي، "ايران د پاکستان ګاوانډي هيواد دی او په پاکستان کې د ايران مذهبي عقيده لرونکي هم په لويه شمېره کې دي نو د پاکستان ‏د داخلي سلامتيا هم او امنيت د پاره هم ضروري ده چې مونږ د هغوي سره ښه اړيکې ولرو او د يو بل ملک سره ودرېدو د لارې د بل خلاف استعمال نه شو".‏

پاکستان او ايران د تجارت زياتولو ترڅنګ په يو شمير نورو برخو کې همکارۍ ته د ودې ورکولو لوظنامې او ياداښتونه لاسليک کړي خو په دې کې د ‏پاکستان ايران ګيس پايپ لاين منصوبې يادونه نه ده شوې.‏

د ايران پاکستان ګېس پايپ لاين منصوبه د لسو کلونو راهسې د ځنډ ښکار ده، امریکې پاکستان ته په ډاګه ‏ویلي، دغه منصوبه مخ په وړاندې نه بوځي کنه ‏د بنديزونو سره مخ کېدی شي.‏

د اقتصادي چارو کار پوهان وايي دا وخت د پاکستان او ايران ترمنځ دوه اړخیزه تجارت د ايران په حق کې دی معنا د ايران درامدات پاکستان ته زيات دي ‏او د پاکستان درامدات ايران ته کم دي.‏

اقتصاد پوه او استاد ډاکټر جاوېد اقبال وايي، "مونږ سره د ټېکسټاېل څانګه کې هم ډېر زيات ګنجايش شته چې خپل مصنوعات ايران ته درامد کړو او ‏ددې نه علاوه مونږ لکه د افغانستان په څېر ايران ته د ډېري مصنوعات هم لېږلي شو".‏

د مالي چارو کارپوهان وایي پاکستان چې د کوم اقتصادي ستونزو سره مخ دی، د دې حل په برامداتو زياتولو کې پروت دی خو د توانايۍ د کمي لکبله د ‏پاکستان د ګاونډي هېوادونو برامدت کم دي. ‏

اقتصاد پوه او استاد ډاکټر انور شاه وايي، "د پاکستان د توانايۍ مسله د ګاوندي هېوادونو څخه د تېلو او ګېس په درامد کولو حل کېدې شي، چين دا نه ‏لري خو ايران د تېلو او ګېس لویې ذخیرې لري او څنګه چې د پاکستان سياسي حکومت او اسټبلشمنټ په يوه پاڼه ښکاري نو زما په اند د ايران پاکستان ‏ګېس پاېپ لاين منصوبې په اړه به د امریکا سره پټ پناه څه خبرې شوي وي".‏

د توانايې په ترلاسه کولو کې پاکستان زياتره په ګېس انحصار کوي او دا وخت په ملک کې خواوشا 48 فيصدي توانايي د ګېس څخه ترلاسه کول کیږي.‏

د پاکستان انسټيټيوټ اف ډوېلپمنټ اکنامکس د يو رپورټ ترمخه ګېس په ټوله نړۍ کې د استمالېدونکې توانايۍ دريمه لويه سرچینه ده او په دې کې د ‏پاکستان استمال د يو فيصدى نه هم کم دی، دا مهال پاکستان د خپل ضرورت 44 فيصدي ګېس درامد کوي او 56 فيصدي د مقامي وسيلو څخه ترلاسه ‏کوي. ‏

‏(د دې ځينې معلومات د ډيوې خبريالانو وقار احمد او ارشد حسېن شريک کړي دي)‏

د امریکا کلنی رپوټ: په افغانستان او پاکستان کې تېر کال د بشري حقونو په لسګونو سرغړونې شوې

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د بشري حقونو د حالت په هکله تازه کلنی رپوټ کړی چې پکې یې د نړۍ د نورو لسګونو هېوادونو په ګډون د افغانستان او پاکستان حالت ته هم کتنه کړې او وایي تېر کال په دغو هېوادونو کې د بشري حقونو حالت نه دی بدل شوی.

دا رپوټ د اپریل پر 22مه خپور شوی او پکې په اوکراین کې روسي "یرغل"، په سوډان کې کورنۍ شخړه او د اسرایل او حماس جګړه په نړۍ کې د بشري حقونو د ځینو مهمو اندېښنو په توګه یادې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د دوشنبې- ګل په ورځ په یوه آنلاین بیان کې وویل، "د دغو [رپوټونو] په را غونډولو کې موږ له مختلفو معتبرو او پر حقیقت ولاړو سرچینو څخه [معلومات] اخیستي، چې په هغه کې د حکومتي ادارو، غیرسرکاري تنظیمونو او رسنیو رپوټونه شامل دي".

پاکستان:

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په کلني رپوټ کې تر ډېره د بشري حقونو هغه سرغړونې یادې شوې دي‌ چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې ذکر کړې دي او ویلي یې دي په پاکستان کې تېر کال د بشري حقونو حالت چندانې نه دی بدل شوی.

په رپوټ کې ویل شوي چې په پاکستان کې یې تېر کال د ژوند په بېلابېلو څانګو کې د بشري حقونو د سرغړونو باوري رپوټونه تر لاسه کړي دي، خو وایي حکومت د هغو چارواکو د پېژندلو او سزا ورکولو لپاره ډېر کم ګامونه اخیستي چې کېدای شي په دغو سرغړونو کې لاس ولري.

په رپوټ کې د تېر کال په مهال په پاکستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په لړ کې ګڼ شمېر مسایلو ته اشاره شوې ده، چې په هغوی کې له عدالت پرته وژنې، د جبري لادرکۍ پېښې، د حکومت یا د هغه د ایجنټانو له خوا ظالمانه، غیرانساني او له سپکاوي ډک چلند، خپلسره ګرفتارۍ، سیاسي قید، د ازادۍ او مېډیا په ازادۍ شدید بندیزونه پکې شامل دي.

له دې پرته په رپوټ کې پر خبریالانو د تشدد، له جواز پرته د هغوی د نیولو او لادرکه کولو، سنسرشپ، د مذهب د سپکاوي خلاف قوانینو، د مذهبي اقلیتونو خلاف پېښې، د انټرنیټ پر ازادۍ شدیدې پابندۍ، د سوله ییزو غونډو په ازادۍ کې لاسوهنه، له ښځو سره توپیري چلند، جنسي تېري، د کم عمرۍ او جبري ودونو، پر همجنس پرستانو او نرښځیانو د تشدد پېښې شاملې دي.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې په هېواد کې د خلکو د تښتونو او جبري لادرکۍ پېښې شوې دي، د استخباراتي ادارو، پولیسو او امنیتي ځواکونو ځینو چارواکو په ممکنه توګه خلک نیولي او د هغوی د ځای له ښکاره کولو یې انکار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په رپوټ کې د پاکستان د بشري حقونو د تنظیمونو د رپوټونو په بنیاد ویل شوي، چارواکو له کومې وجې یا وارنټ پرته د بشري حقونو پښتانه، سیندي او بلوڅ فعالان نیولي او لادرکه کړي دي.

رپوټ وایي د حقونو تنظیم پښتون تحفظ موومنټ تېر کال د انصاف لپاره او د امنیتي ادارو د ناوړه چلند خلاف سترې سوله ییزې احتجاجي مظاهرې او لاریونونه وکړل، خو وایي امنیتي ادارو د دوی په لسګونو کسان ونیول او د دوی خلاف یې مقدمې جوړې کړې.

په حکومتي کچه د دغو سرغړونو د مخنیوي د هڅو په اړه په رپوټ کې ویل شوي، د تېر کال په نومبر کې نګران مرکزي حکومت د لادرکه خلکو د مقدمو د حل کولو لپاره د کورنیو چارو وزارت په مشرۍ درې کسیزه کمېټۍ جوړه کړې وه.

وایي د لادرکه خلکو لپاره په اګست کې د حکومتي کمیشن د رپوټ له مخې له 2011م کال څخه تر اوسه کمیشن ته د رپوټ شویو 9,967 لادرکه کسانو په مقدمو کې د 7,714 کسانو مقدمې حل شوې او د 2,253 کسانو مقدمې لا روانې دي.

د امریکې په دې تازه رپوټ کې ویل شوي په پاکستان کې د وسلوالو تنظیمونو او نورو غیرریاستي عناصر له خوا د تشدد، ناوړه چلند، ټولنیز او مذهبي زغم د نشتوالي او لاقانونیت کلچر وده کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لا تر اوسه په دې تازه رپوټ کې د بشري حقونو، د بیان د ازادۍ او نورو شدید سرغړونو دعوو ته څه جواب نه دی ویلی، خو پخوا یې دا ډول رپوټ رد کړي او دعوه یې کړې چې په هېواد کې د ټولو خلکو حقونه خوندي دي.

افغانستان:

په رپوټ کې راغلي چې د طالبانو د فرمانونو له کبله د تعلیم او کار لپاره د افغان مېرمنو او نجونو لاسرسی لا پسې محدود شوی او هغوی یواځې د کورنیو کارونو لپاره محدودې شوې دي:

"د ښځو او نجونو د تعلیم او کار په برخه کې فرمانونه او حکمونه نه دي بدل کړای شوي او نه پکې نرمښت راوستل شوی دی".

د بهرنیو چارو وزارت ویلي طالبانو داسې فرمانونه خپاره کړي چې هم د تېر جمهوري حکومت په دورې کې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره له جوړو قوانینو سره په ټکر کې دي او هم په نړیوالو کنونشنونو کې د افغانستان له ذمه واریو سره په تضاد کې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په رپوټ کې ویل شوي، تېر کال یې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په هکله د "اعتبار وړ" رپوټونه تر لاسه کړي چې وایي وژنې، شدید بدني اذیتونه، په زندانونو کې سخت او ژوند ته خطر لرونکي حالات پکې شامل دي:

"غیرمنصفانه قید او تښتونې، لادرکه کول، د عدلیې په ازادۍ کې سنجیده ستونځې، سیاسي بندیان، د خلکو په شخصي ژوند کې خپلسره او غیرقانوني مداخلې، د خپلوانو په ممکنه جرمونو د هغوی خپلوانو ته سزاګانې پکې شاملې دي".

په رپوټ کې همدارنګه ویل شوي چې طالبانو تېر کال په افغانستان کې د بیان او مطبوعاتو پر آزادۍ شدید محدودیتونه لګولي وو چې وایي په هغوی کې د خبریالانو بندي کول او له هغوی سره تشدد کول هم پکې شامل دي.

د بهرنیو چارو وزارت په کلني رپوټ کې دا هم ویل شوي چې تېر کال په افغانستان کې په سوله ییزه توګه د خلکو د راټولېدو په آزادۍ کې د پام وړ لاسوهنه شوې، په مذهبي آزادۍ، د خلکو په ګرځېدو راګرځیدو او د هیواد پرېښودو په حقونو هم سخت محدودیتونه لګول شوي وو.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت په اړه د امریکې د بهرنیو چارو وزارت رپوټ ته په خپل بیړني غبرګون کې ویلي، لوېدیځ هیوادونه دې پر افغانانو خپل کلتور نه تپي، وایي د افغانستان خلک مسلمانان دي او د هغوی حقوق د شریعت په بنیاد تعریف کیږي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اپریل پر 23مه د افغانستان سرکاري رېډیو آر ټي‌ اې سره په مرکه کې ویلي، هغه څه چې په امریکا او لوېدیځو هیوادونو کې د بشري حقونو د ارزښتونو په توګه تعریف کیږي شاید په افغانستان کې هغه ډول تعریف نه شي:

"دا چې امریکا او یا کوم بل لوېدیځ هیواد د بشري حقونو په تړاو خبرې کوي، هغوی دې لوېدیځ کلتور پر نورو هیوادونو نه تحمیل کوي. کوم څه چې په امریکا کې بشري حقونو په نوم تعریف کيږي شاید په افغانستان کې هغسې نه اوسي".

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په کلني رپوټ کې راغلي چې تېر کال په افغانستان کې په پراخه توګه د قانون واکمني له پامه غورځول شوې وه او هغو کسانو ته رسمي معافیت ورکړل شوی وو او په خلاف یې کوم اقدام نه دی شوی چې بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي وو.

د پاکستان د خزانې وزیر د ملک د اقتصاد ښه کېدو تمه څرګنده کړې ‏

د پاکستان د خزانې وزير محمد اورنګزېب تمه څرګنده کړې، چې د روان مالي کال ‏‎2023/24‎‏ اخره پورې به د پاکستان غېر ملکي زر مبادله ذخيره لس اربه ‏ډالرو ته ورسيږي.‏

نوموړي په اسلام اباد کې يوې غونډې ته په وينا کې دا خبره په داسې وخت کې کړې چې د پاکستان حکومت نړیوالې مالياتي ادارې (آی اېم اېف) ته د نورې ‏قرضې يا پور خواست کړی دی.‏

اورنګزېب په اسلام اباد کې د [پرمختيا دپاره مرستو] د سرخط لاندې جوړې غونډې ته په وينا کې ویلي، د نړيوالې مالياتي ادارې نه به درېم قسط زر ‏ترلاسه شي.

هغه ويلي د پاکستان د ونډو بازار په ريکارډ کچه په بره تللی، او په غېر ملکي زر مبادله ذخيره کې د مارکیټ د فعاليتونو له امله اضافه شوې ‏ده.‏

نوموړي زياته کړې، د کرکيلې په برخه کې پينځه فيصده اضافه کيږي، او روان کال د فصلونو پيداوار هم سېوا شوی دی.‏

د خزانې د وزير په خبره، که غواړو چې اقتصاد پياوړی شي، نو په ټېکس يا ماليه کې به اضافه کول وي. هغه ويلي، په ملک دننه د علاقايي هيوادونو په ‏مقابله کې د ماليې شرحه تر ټولو کمه نخښه فيصده ده. او د توانايۍ د تاوان کمولو په برخه کې اصلاحاتو ته اړتیا ده.‏

محمد اورنګزېب ويلي، حکومت د ګرانۍ قابو کولو دپاره او د ټولنې کمزورې طبقې سره د ښېکړې دپاره اقدامات کوي. ‏

هغه زياته کړې، نړيوالې مالياتي ادارې ته یې د اوږدې مودې پور دپاره خواست کړی دی، حکومت غواړي چې غټ اقتصاد ته ثبات ترلاسه شي، بله دا چې ‏د ملک دننه اصلاحات عملي کړل شي.‏

هغه تمه څرګنده کړې، روان مالي کال به د ګرانۍ شرحه ‏‎24‎‏ فيصده وي او مالياتي خساره به په خپل حد کې پاتې شي.‏

د پاکستان مرکزي بېنک [سټېټ بېنک] ويلي، روان مالي کال د پاکستان کرنټ اکاونټ خساره ‏‎50‎کروړه او ‏‎80‎‏ لکه ډالرو ته راټيټه شوې ده، تېر مالي کال ‏هم په دې موده کرنټ اکاونټ خساره څلور اربه او ‏‎50‎‏ کروړ ډالره وه.‏

د سټېټ بېنک د شمېرو ترمخه، د روان کال ‏‎2024‎‏ د مارچ په میاشت کې کرنټ اکاونټ خساره ‏‎61 ‎کروړه ‏‎90‎‏ لکه ډالره ريکارډ کړل شوې وه.‏

د بېنک ترمخه، د تېر کال ‏‎2023‎‏ په مارچ کې کرنټ اکاونټ خساره ‏‎53‎‏ کروړه او ‏‎70‎لکه ډالره ریکارډ کړل شوې وه.‏

د ایراني صدر د سفر په مهال کراچۍ او لاهور کې عامې رخصتياني اعلان شوي

د ايراني صدر ابراهيم رييسي د سفر په مهال د پاکستان په دوو غټو ښارونو کې نن د نهې- سه شنبې په ورځ عامې رخصتيانې اعلان شوې دي.‏

د ايران صدر ابراهيم رييسي د ‏‎22‎م نه تر ‏‎24‎م اپرېل پورې د لوړ پوړي پلاوي سره د پاکستان په سفر دی.‏

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د ایران صدر به د پاکستان په سفر کې لاهور او کراچۍ ته ورځي او د صوبې د مشرانو سره به ويني.‏

د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه، د پنجاب حکومت په يوه اعلاميه کې اعلان کړی نن د نهې- سه شنبې په ورځ به په لاهور کې عامه رخصتي وي.‏

له دې وړاندې د کراچۍ کمشنر سيد حسن نقوي هم د ايران د صدر د سفر په مهال په کراچۍ کې په ټولو تعليمي ادارو کې په ‏‎23‎م اپرېل د عامې رخصتۍ ‏اعلان کړی وو.‏

ويل شوي په کراچۍ کې د یوې اوونۍ دپاره په ډرون الوځولو هم بنديز لګول شوی دی.‏

دا بنديزونه په داسې وخت کې لګول شوي چې په ‏‎19‎م اپرېل کراچۍ کې د جاپاني وګړو په يو ګاډي ځانمرګی بريد شوی وو.‏

پوليس چارواکو ویلي وو، په دغه برید کې بهرني وګړي خوندي وتلي، دوه نور کسان پکې وژل شوي او دوه ژوبل شوي وو.‏

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په کراچۍ کې دغه ترهګر بريد غندلی او ويلي يې وو، پاکستان د بهرنيانو وګړو د ساتنې يقيني کولو دپاره ژمن دی.‏

ویل شوي وو، پاکستان به د خپلو نړيوالو همکارانو سره په ګډه د هر ډول ترهګرۍ د مخنيوي دپاره کار ته دوام ورکوي.‏

تر دې وړاندې په 26م مارچ د خېبر پښتونخوا بشام سیمه کې د چینایي اينجنیرانو په یوه قافله هم ځانمرګي برید شوی وو، پینځه چینایي انجنیران او د ‏هغوي یو پاکستانی ډرایور پکې وژل شوي وو.‏

جنوبي وزيرستان: د ماين په چاودنه کې دوه ماشوم وروڼه ژوبل شوي

‎د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعې بر جنوبي وزيرستان کې د ځمکني ماين چاودنه شوې، دوه ماشومان وروڼه يې ژوبل کړي ‏دي.‏

‎انتظامیه دا پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي، پېښه د تیارزه تحصیل په کنډې غر سیمه کې شوې ده. ‏
‎د تیارزه پولیس تاڼې چارواکي وایي چاودنه کې دوه وروڼه موسا خان او یارک خان ژوبل شوي، تنکي ماشومان دي.‏

‎د پولیسو په وینا د چاودنې وروسته سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي دي په دې پېښه کې ژوبل ماشومان مولې خان سرای سیمه کې روغتون ته وړل ‏شوي او پولیسو دې پېښې پلتنې پېل کړې دي. ‏

د روغتون چارواکي وايي د يارک د زخمونو حالت معمولي دی او موسا خان یوه پښه پرې شوې او عملیاتو دپاره ډیره اسماعیل خان کې پوځي روغتون ته ‏وړل شوی دی. ‏

د روغتون چارواکو ويلي، هغه ټول عمر د پاره په یوه پښه معزوره شوی دی.‏

د علاقې نه منتخب د صوبايي پارلیمان غړي محمد اصف خان مسید په دې پېښه اندېښنه کړې او وي او اې ډیوه ته یې ويلي، د متاثره کورنۍ سره د ‏مرستو د پاره یې د صوبې وزیر اعلا علي امین ګنډاپور ته سپارښتنه کړې ده.‏

د علاقې خلک وايي ځمکني ماین چاودونو یې ژوند ستونزمن کړی او د پاکۍ غوښتنه کوي. ‏

د تیارزه تحصیل چیرمېن شاه فیصل غازي وویل علاقه یې د وړاندې نه ورستې پاتې ده او ځمکني چاودنو خلک ذهني خراب کړي دي او ژوند پکې په ټپه ‏ودرېدلی دی.‏

هغه وویل دغلته غټ غټ مارکیټونه او بازارونه نشته خلک د خرڅ خوراک د پاره څاروي ساتي خو ماين چاودنو په خلکو کې سخته ويره خوره کړې ده.‏

په ورستيو کلونو کې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف عملیات کړي او يلي يې دي چې سیمه یې ‏د وسله والو نه خالي کړې ده خو د سیمې اوسيدونکي وايي د علاقې امنیت د تسلۍ وړ نه دی. ‏

‎د اپریل په 13مه قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې د ځمکني ماین چاودنې درې تنکي ماشومان وژلي او یو یې ژوبل کړی وو.‏

نور کتل

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG