لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور:ځانمرگي بريد کې دصوبې مشر وزيربشير احمدبلور وژل شوى دى


 ځانمرگي بريد کې بشير احمدبلور په خيټه او سينه کې سخت ژوبل شوى او هغه دعلاج لپاره دپيښور دليډي ريډنگ هسپتال اپريشن تيهټر ته رسول شوى ؤ
ځانمرگي بريد کې بشير احمدبلور په خيټه او سينه کې سخت ژوبل شوى او هغه دعلاج لپاره دپيښور دليډي ريډنگ هسپتال اپريشن تيهټر ته رسول شوى ؤ
دخالي په ماسخوتن دپاکستان دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې دعوامي نيشنل پارټۍ ديوې غونډې دختميدو سمدستي وروستو ترسره شوي يو ځانمرگي بريد کې دخيبرپښتونخوا دسينئر صوبائي وزير بشير احمدبلور او دکابلۍ تاڼې دايس ايچ او عبدالستار پشمول لږ ترلږه 8 کسان وژل شوي خواؤشا 18 نور ژوبل شوي دي.
ددغه بريد ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحريک په غاړه اخستې ده.
دپوليسو ترمخه دپيښور دقصه خوانۍ په ډهکي نعلبندي سيمه کې دعوامي نيشنل پارټۍ ديو مقامي مشر په کور دغونډې ترسره کيدو وروستو چې کله دخيبرپښتونخوا سينئر صوبائي وزير بشير احمدبلور دکابلۍ دتاڼې دايس ايچ او عبدالستار سره دغونډې څخه راووتلو نو په دغه مهال يو ځانمرگي دبشير بلور سره نزدې پخپل ځان پسي تړلي بارود والوځول.
پوليس وائي په دغه ځانمرگي بريد کې بشير احمدبلور په خيټه او سينه کې سخت ژوبل شوى او هغه دعلاج لپاره دپيښور دليډي ريډنگ هسپتال اپريشن تيهټر ته رسول شوى ؤ ، خو دغلته هغه دزخمونو تاب رانۀ وړو او ساه يې ورکړه.
دليډي ريډنگ هسپتال ديو ډاکټر ارشد جاويد ترمخه داسې ښکاري چې چاؤدنه دبشير بلور سره ډيره نزدې شوې ده.
ځانمرگي بريد کې دخيبرپښتونخوا دسينئر صوبائي وزير بشير احمدبلور ،دکابلۍ تاڼې دايس ايچ او عبدالستار او دسينئر صوبائي وزير بشير احمدبلور دپرسنل سيکرټري پشمول 8 کسان وژل شوي او دعوامي نيشنل پارټۍ دکارکوونکو په گډون د15ؤ څخه تر 18ؤ پورې کسان ژوبل شوي دي چې دعلاج لپاره دپيښور ليډي ريډنگ روغتون ته رسول شوي.
په بشير احمدبلور ترسره شوې دغه چاؤدنه دومره زورداره وه چې غږ يې تر لرې لرې واوريدل شو او گڼ شمير دوکانونو او ودانو ته هم زيان رسيدلى دى.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG