لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پیښور نه تښتول شوؤ لیویزعسکرو کې 21 وژل شوي


د پیښور په هوایي ډګر د طالبانو په برید کې څلور کسان او د خیبر پښتونخوا په مشر صوباېي وزیر بشیر احمد بلور باندې ځان وژونکې بریدکې صوباېي وزیر په شمول اته کسان وژل شوي وو.
د پیښور په هوایي ډګر د طالبانو په برید کې څلور کسان او د خیبر پښتونخوا په مشر صوباېي وزیر بشیر احمد بلور باندې ځان وژونکې بریدکې صوباېي وزیر په شمول اته کسان وژل شوي وو.

پاکستاني چارواکو ویلی د زیارت په ورځ د ایف آر پیښور کوېي حسن خیل او جاني خوَړ نه تښتول شوي 22و لیویز کارکونکو کې د 21و مړي موندلی شوي دي.
یو حکومتي ویاند نوید اکبر خان ویلي چارواکو د خالي او اتوار شپي تر مینځه د دغو وژل شوو کسانو مړي د ایف آر پیښور سره نژدې په جبه سیمه کې د لوبو په یو میدان کې موندلي دي. د پاکستاني مطبوعاتو تر مخه د دره آدم خیل طالبانو د دغو کسانو د وژلو پړه په سر اغستې ده.
د زیارت په ورځ سحر وختي د ایف آر پیښور سره نژدې په کوېي حسن خيل او جاني خوړ کې په ځنو چیک پوستو وسله والو طالبانو برید کړی وو. د طالبانو او لیویز تر مینځه جهګړه کې دوه لیویزعسکر وژل شوي وو او د دغه پوستو نه 23 نور تښتول شوي وو. د تحریک طالبان پاکستان دره آدم خیل ویاند د دغو لیویز عسکرو د تښتولو ذمه واري قبوله کړې وه .
د تښتول شوو لیویز اهلکارانو د راخلاصولو لپاره تیره ورځ د پولټیکل انتظامي او ځاېي قبایلي مشرانو تر مینځه جرګه هم شوي وو او ځاېي مشرانود انتظامي نه د څو ورځو مهلت غوښتې وو. ددغو عسکرو دراخوشې کولو لپاره امنيتي ځواکونو يوه کارروائي هم پيل کړې وه.
په روانه میاشت کې د پیښور په خوا و شا کې د دریمه لويه پیښه ده .وړاندې ددي نه د پیښور په هوایي ډګر د طالبانو په برید کې څلور کسان او د خیبر پښتونخوا په مشر صوباېي وزیر بشیر احمد بلور باندې ځان وژونکې بریدکې صوباېي وزیر په شمول اته کسان وژل شوي وو.
دلیویز عسکرو دا وژني په داسي وخت کې شوي چې د طالبانو لخوا حکومت ته په لنډو ورځو کې دوه وارې د خبرو اترو وړاندیزونه شوي . څیړونکي واېي ددي تازه وژنو ورستو به حکومت ته ډیره ګرانه شي چې د طالبانو سره خبرې اترې اوکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG