لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عالم په څه دی او میر عالم (عمران خان) په څه دی


د صحت نړیوالې ادارې پېښورښار د انسانی ژوند دپاره د خطرناکه ناروغۍ پولیو د واېرس تر ټولو لوېې مسکن هم وګرزؤ.
د صحت نړیوالې ادارې پېښورښار د انسانی ژوند دپاره د خطرناکه ناروغۍ پولیو د واېرس تر ټولو لوېې مسکن هم وګرزؤ.

دپښتنو د تهذيب ، کلتور ،اقتصاد او علم مرکز پېښور ښار په خصوصیت سره د تېرې لسيزې راهسې د ځان وژونکو، ټوپک مارو او بارود پلوو د یرغل لاندي دی. د ښار په زرګونو سیاسي مشرانو، سالارانو، محافظانو او د ګلالي بچو سینې د غليم په ګولو د غلبیل کېدلو حشرلا وس هم په جوبن کې دی او د ختمېدو څه آثار یې په نظر نه راځي. پېښور د کاروبار، سیلګرۍ او زده کړو لپاره غیر محفوظه شوی او کلتور یې تباه شوی دی. په ناورین پسي ناورین ته ګوره چې تیره ورځ د صحت نړیوالې ادارې پېښورښار د انسانی ژوند دپاره د خطرناکه ناروغۍ پولیو د واېرس تر ټولو لوېې مسکن هم وګرزؤ.

مشران خبره کوي دبهرغم به کور ته راوړم خو د کور غم چیرته یوسم. په صوبه پښتونخواه کې د واکمن ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان وايي د دې هر څه زموار ډاکټر شکیل اپریدی دی.په شکیل تور دی چې د واکسین ورکولو د هغه ډلې مشري ېی کوله چې نړۍ ته مطلوبه تر ټولو خطرناکه دهشت گرد اسامه بن لادن په لټولو کې یې د سي آی اې مرستې کړې وې -

په صوبه پښتونخواه کې د واکمن ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان وايي د دې هر څه زموار ډاکټر شکیل اپریدی دی
په صوبه پښتونخواه کې د واکمن ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان وايي د دې هر څه زموار ډاکټر شکیل اپریدی دی
د تحریک انصاف مشر عمران خان چې د زرګونو پاکستانیانو په وژلو کې د ککړو طالبانو سره د خبرو اترو طلبګاره دی اود پاکستان په قبایلي سیمو کې د نړۍ د گوټ گوټ نه د غونډ و شوو خطرناکه ترهګرو خلاف د امریکې د سي آی اې د ډرون حملو مخالفت کوي ، تیره ورځ یې په یوه خبري غونډه کې ویلي چې که چیري شکیل اپریدي د اسامه په لټون کې د سي آی اې مرستې نه کولې نو د پولیو د قطرو ورکولو خلاف به حملې نه کېدلې او پېښور به د پولیو د چینجي یا وایرس مسکن نه جوړیدلې.

زه د عمران خان د پولیو ناروغۍ خلاف دکار په انداز او په نیت شک نه کومه خو په پاکستان کې د پولیو د مخالفت تاریخ ته که اوکتل شي نو داسي برېښي لکه عمران خان یا خو د پولیو خلاف د شکونو، فتوو او مخالفتونو نه هډو خبر نه دی او یا د تبې د تاؤنه غږېږي. وتلې څېړونکې پروفیسر خادم حسین واېي په پاکستان او خصوصن پښتونخوا کې د پولیو د څاڅکو پحقله د عمران خان خبره منطقي مغالطه ده-
د پولیو څاڅکو ورکولو نړيواله هسو او د پاکستان کردار ته وکتلی شي نو د عمران د دريز سم ځواب پکی موندل کیدې شي-
په 1988 کې د نړیوال صحت شورا له خوا د پاکستان په شمول په 125 هېوادونو کې د پولیو قطرو ورکولو مهم شروع شو چې مقصد یې په دنیا کې د پولیو وایرس ختمول وو. په اګست 1994 کې د نړۍ د یو شمیر هیوادونو په شمول په امریکا کې په رسمي توګه اعلان وشو چې د پولیو وایرس ختم کړې شو خو دغه وایرس دغه مهال په خطرناکه شکل کې په پاکستان کې

موجود پاتې شو-
پاکستان کې تل د اسلام په نوم د درملنو، ساېنسي اېجادونو او ایزدکړو مخالفت ېو شوې دی
پاکستان کې تل د اسلام په نوم د درملنو، ساېنسي اېجادونو او ایزدکړو مخالفت ېو شوې دی

پاکستان په 1994 کې د پولیو قطرو ورکولو د قامي مهم اعلان وکړو چې د پينځه کالو نه کم عمر ماشومانو ته پکې د پولیو څاڅکي ورکول شورو شو. خو د لومړۍ ورځې نه په دغه مهم شکونه شورو شو او تر دې دمه کله هم د هېواد هر بچي ته دغه څاڅکي نه دي ورکړې شوي.
وجه ېې داده چې په پاکستان کې تل د اسلام په نوم د درملنو، ساېنسي اېجادونو او ایزدکړو مخالفت شوې دی. د پولیو د څاڅکو نه واخله تر د نيستي پاک غنمو دتخم ، د اېوډين گډې مالگې، ډالډه بناسپتي ،د کرکېلې د سرې پورې هر ښه او نوی شی د پېغمبر(ص) د امت دختمولو سازش گڼل شوی.
دخلقود خطا کولو د پروپیگنډو په حقله د ډيوه ریډیو په ېو پروگرام کې همکار نوشېروان قلندر ته د خېبر پښتونخوا د صحت یو چارواکي
ډاکټر محمد رفيق خپله قيصه داسې بیان کړې " د شپېتم په لسیزه کې د سوات په رېاست کې طا لبعلمانو ته وچ پۍ او ډالډه غوړي ورکول کیدل ،خو ځما مور نه خو په ما پۍ څکل او نه ېې راله په دغه سرکاري غوړو کې پخلې کوو"

ډاکټر رفيق واېي چې مور نه به ېی دغه غوړي او پۍ غوښتل نو هغې به ورته نه ورکول واېي چې یو ورځ خپلې مور ته په ژړا شو نو هغې ورته اووې زه تاله دا نه شم درکولې بیا به دی واړه نه کیږی
Polio in Pakistan: Infected Districts
Polio in Pakistan: Infected Districts
هغې ته دغه هر څه ملانو ویلي وو، د پاکستان ابادي د اتلس کروړه نه اوړیدلې خو څوک پکې نه هم د غوړو او پولېو څاڅکوپه وجه نه دي خسيان شوي.
د پولیو د څاڅکو باقاعده مخالفت په کال 2005 کې رېډېو ملا فظل الله په سوات کې شورو کړو چې دا وخت د پاکستان د تندروه ډلې تحریک طالبان مشر دی هغه په کال 2007م کې ېې باقاعده په ریډیو تقریرونه شورو کړه چې پولیو څاڅکي د امریکې لخوا د پېغمبر(ص) د امت د کمولو سازش دی او دا څاڅکي غیر شرعي دي. هم په دغه زمانه کې د پاکستان په قباېلي سیمو شمالي او جنوبي وزیرستان کې د طالبانو مشرانو ، نیک محمد او حافظ گل بهادر د پولېو څاڅکو خلاف د واڼا، شکۍ، میرام شاه، باړې او متنو په بازارونو کې په کاغذ چاپ اعلانونه خواره کړه او دا ېي غیر شرعي وگرځول.

په2007م کې د پولیو څاڅکو ورکولو لپاره د قبایلي مشرانو سره د ليدو کتو نه په واپسۍ کې په باجوړ کې ډاکټر عبدالغني اووژل شو , هم په کال 2007م د فرورۍ په مېاشت کې په پېښور کې د ریډ کريسنټ په وداني کې د پولیو څاڅکو د ورکونکو په کارکونکو حمله وشوه چې څه مرگ ژوبله پکې و نه شو خو د دفتر ودانی او گاډي ېې زیاني شو.


د پاکستان مشرانو ته چې کله دا خبره ښکاره شوه چې که چري دا وایرس وس ختم نه شو نو کیدی شي چې دغه جنگ ځپلي هیواد ته د نورو هېوادونو خلق تگ راتگ پرېږدي نو هم د ملانو نه ېې مدد وغښتو آخر اوسپنه هم په اوسپنه ماتيږى ، خو داېې په داسې وخت کې وکړه چې اوبه د ورښه تیرې معلومیږي-
پاکستان ته ېې دوست هېواد سعودي عرب ویلي که چري پولیو وایرس ېې ختم نه کړه نو په اسلامي اهمه فريضه عمره او حج کې به ورته شرطونه ډیر سخت کړي، گاونډي هند ېې ورته هم د وېزي شرطونه سخت کړي دي ، پروفیسر خادم حسېن واېي که چري پاکستان وس هم دې وایرس ختمولو کې ناکامه شو نو گاونډي او دوست ملک چين په شمول به ورسره ټول هیوادونه کاروبارونه و تړي او ویره ده چې په پاکستانیانو نړيواله سفري بندیذونه و نه لگي-
زه فکر کومه زور به ېې ملا ځپلي بې تعليمه غريب پښتون ته رسي هغه څنگه واېي د غريب غاښ په حلوا کى اوځى، عمران خان خو خپله د انگرېز د لندن په جوړو عالي شا نه تعليمي مرکزونو کې تعليم کړې ځامن ېې هم هلته دي او خپله د اسلام اباد د بني گاله په ماڼۍ کې اوسي د هغه نه پرې څه ځي---
  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG