په پېښور کې د پاکستان قامي اسمبلۍ د یوې څوکۍ لپاره نن د تندې سیالۍ وروسته د ووټونو نتیجو ته د خېبر پښتونخوا لوې ګوندونهاو سیاسي فعالین په نا ارامۍ سره انتظار کوي.
په دغه څوکۍ باندې د واکمن پي ټي ايي د غړي د مړینې وروسته، نن بیا انتخابات تر سره کیدل.
نتیجې به ښايي چې نژدې د څلورو کالو حکومت وروسته واکمن پي ټي ايي اوس څومره په اولس کې خوښي لري.
د پي ټي ايي د کاندید ارباب عامر ایوب مقابله د مسلم لیګ ګوند ناصر خان موسی زۍ، د عوامي نیشنل پارټۍ خوشدل خان او د پیپلز ګوند اسد ګلزار سره ده.
د پاکستان د میډیا رپورټونو تر مخه د ووټ اچونکو شمیره دا ځلې ډیره ښکاري. بله خبره دا هم کیږي چې ښځو او ځوانانو نن په ووټونو اچولو کې زیاته برخه اخستې.
د ووټونو په ټول عمل اعتراضونه هم شوي دي. د عوامي نیشنل پارټۍ کاندید خوشدل خان نیوکه کړی چې پولیس او پوځ په وټونو اچولو کې خنډان دي.
وي او ای ډیوه سره اوسیږي چې څنګه هم د این ای ۴ نتیجې راځي مونږ به مو خبروو.