لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هايکورټ د علي وزیر ضمانت منظور  او امر یې کړی چې هغه دې په بله مقدمه کې و نه نیول شي


پاکستانۍ خبریالا عالیه زهره د علي وزیر په اړه په ټوېټر لیکلي چې د قومي اسمبلۍ غړی علي وزیر د تېرو دوو کلونو نه د زیات وخت راهسې د بغاوت په الزاماتو قېد دی او د لویو مطبوعاتو هیڅ یو کوربه (انېکر) "دا جرات نه لري چې د هغه دپاره خبره وکړي"
پاکستانۍ خبریالا عالیه زهره د علي وزیر په اړه په ټوېټر لیکلي چې د قومي اسمبلۍ غړی علي وزیر د تېرو دوو کلونو نه د زیات وخت راهسې د بغاوت په الزاماتو قېد دی او د لویو مطبوعاتو هیڅ یو کوربه (انېکر) "دا جرات نه لري چې د هغه دپاره خبره وکړي"

د پېښور هايکورټ د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزیر د چارسدې په مقدمه کې ضمانت منظور کړی او امر یې کړی چې هغه دې په نورو مقدمو کې و نه نیول شي.

د علي وزير وکیل شېر افضل خان مروت وي او اې ډيوه ته ويلي د پېښور هايکورټ د جمعې په ورځ [27جنورۍ] د چارسدې په مقدمه کې د علي وزير ضمانت منظور کړی او زياته کړې یې ده، دوی عدالت ته خواست کړی وو چې د وزير پرضد د ټولو مقدمو لسټ دې دوی ته ورکړل شي او په ټولو کې دې ضمانت ورکړی شي.

د نوموړي وکیل په وينا عدالت امر کړی چې علي وزیر په بله مقدمه کې نه ګرفتاريږي او په کومو کې چې یې ګرفتاري نه ده شوې په هغو کې یې ضمانت ورکړو.

د مروت په خبره د علي وزير پرضد 11 داسې کېسونه وو چې په هغو کې یې ګرفتاري نه ده شوې او په اتو کېسونو کې یې ضمانت وشو. هغه وویل اوس یې يو کېس په ډېره اسماعيل خان کې پاتې دی ځکه چې هغه د هايکورټ په رجسټرۍ کې روان دی او چې د ډېره اسماعیل خان په قضيه کې یې ضمانت وشي هغه به خوشی شي.

علي وزیر چې د کال 2020م کال د دسمبر په 16مه په پېښور کې نیول شوی او بیا له هغه ځایه کراچۍ ته لېږل شوی وو تراوسه پورې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی.

په هغه تور دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسو کې یې "د ریاستي ادارو خلاف" خبرې کړې دي او "خلک یې "د پاکستان په ضد" پارولي دي خو د هغه وکیل دا تورونه رد کړي دي.

په کراچۍ کې د علي وزير د وکيل قادر خان اېډوکېټ په خبره، په وزير تراوسه پورې شپږ مقدمې شوي، په يوه مقدمه کې په کراچۍ کې بري شوی، په درېو مقدمو کې ورته د کراچۍ عدالتونو ضمانتونه ورکړي دي.

د وزير د وکیلانو په وینا د هغه پرضد دا وخت اوس يواځينۍ مقدمه د ډېره اسماعيل خان پاتې ده په نورو ټولو کې یې ضمانتونه منظور شوي دي.

په 16م دسمبر پښتونخوا ملي عوامي ګوند په ټول ملک کې د علي وزير د خوشي کولو دپاره احتجاجي مظاهرې کړې او هم تير کال پښتون ژغورنې غورځنګ د فرورۍ د 13م نه تر اتم مارچ پورې د سيند اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت کړی وو.

د علي وزیر پلویان د هغه د ګرفتارۍ غندنه او د هغه په قېد د پاکستان د لویو مطبوعاتو په خاموشۍ پوښتنې راپورته کوي.

پاکستانۍ خبریالا عالیه زهره د علي وزیر په اړه په ټوېټر لیکلي چې د قومي اسمبلۍ غړی علي وزیر د تېرو دوو کلونو نه د زیات وخت راهسې د بغاوت په الزاماتو قېد دی او چې کله ورته عدالت ضمانت ورکړي نو نوي مقدمه پې درج شي.

عالیه زهره وايي د لویو مطبوعاتو هیڅ یو کوربه (انېکر) "دا جرات نه لري چې د هغه دپاره خبره وکړي" خو د پي ټي ايي فواد چودهري چې د یو څو ګنټو دپاره نیول شوی و، مطبوعاتو هغه د هیرو یا د اتل په شان پېښ کړو.


  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG