لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ایي اې به خپل دریمه برخه پایلټان د "مشکوکو" لائسنسونه پرسر د الوتکو د الوځولو ته نه پریږدي

د پاکستان د هوابازۍ وزير غلام سرور خان تېره ورځ ویلي وو چې په پاکستان کې د دولتي او شخصي شرکتونو او کلبونو سره ټول 860 فعال پايلټان دي او په دوی کې 266 داسې دي چې هغوی په خپله د پايلټۍ امتحان نه دی ورکړی بل چا ورله امتحان ورکړی دی.

د پاکستان د قامي هوايي کمپنۍ (پي ايي اې) د خپل 434 پايلټانو دریمه برخه د الوتکو د الوځولو نه د منع کولو فیصله کړی چې دوی "مشکوک" لائسنسونه او د الوتنو سندونه لري. دغه خبره د پي ايي اې ویاند د زیارت په ورځ کړی ده.

د پي ايي اې ویاند عبدالله ایچ خان رایټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي: "موږ ته ویل شوي چې د هېواد هوایي چلند ادارې (سېول ایویشن اتهارټي) لخوا ترسره شوې یوې څیړنې نه معلومه شوې چې زموږ خواوشا 150پایلټان مشکوک لائسنسونه لري."

نوموړي وویل چې هغه ټول پایلټان به ګروانډ يا د الوتکو د الوځولو نه منعکړل شي چې د پلټنو لاندې دي. د پاکستان قامي هوايي کمپنۍ پي ايي اې 31 الوتکي لري چې هېواد دننه او بهر الوتنی کوي.

پاکستان کې پرلاپسې حکومتونو د ډیرو کانو نه دمالي زیان سره مخ د دغه هېواد قامي هوايي کمپنۍ سمولو هڅې کړي خو بریالي شوي نه دي.

د پاکستان د هوابازۍ وزير غلام سرور خان تېره ورځ ویلي وو چې په پاکستان کې د دولتي او شخصي شرکتونو او کلبونو سره ټول 860 فعال پايلټان دي او په دوی کې 266 داسې دي چې هغوی په خپله د پايلټۍ امتحان نه دی ورکړی بل چا ورله امتحان ورکړی دی.

سرور خان دغه څرګندونې په قامي اسمبلۍ کې هغه وخت وکړې چې د مې په مياشت کې په کراچۍ کې د پي ايي ای د الوتکې د غورځېدو رپوټ يې وړاندې کولو.

نوموړي وزیر وويل د الوتکې د غورځېدو په لومړي پلټنيز رپوټ کې مالومه شوې چې د يادې الوتکې د غورځېدو ذمه وار پایلټان او د کنټرول عمله ده.

د پي ایي اې د جهاز د غورځیدو وروستۍ پیښه تېره میاشت هغه مهال رامینځته شوه کله چې د ایربس کمپنۍ جوړ ( A320) په هېواد کې دننه د الوتنې په وخت د سویلي ښار کراچۍ کې د د کوزیدو په وخت د حادثې ښکار شو او 95 کسان پکې مړه شول او یوازې دوه کسان پکې ژوندي پاتې شو.

د پاکستان د هوابازۍ وزير غلام سرور خان پارلېمان ته ویلي وو چې د الوتکې پايلټان او د ټریفک کنټرول افسرانو لار ښونه نه دې تعقیب کړی او د الوتکې د غورځیدو نه لږ وړاندې د کرونا وایرس په اړه بحث کې مشغول وو.

په پاکستان کې د پايلټانو د اتحاديې (پالپا) عمومي سېکتر عمران نارېجو په کراچۍ کې د غورځېدلې الوتکې په اړه د سرور خان وړاندې کړی شوی رپوټ رد کړی او ويلي يې دي دا بشپړ رپوټ نه دی او خامۍ لري.

ځايي رسنیو سره په خبرو کې هغه ويلي دوی غوښتنه کوي چې د پلټنو په ډله کې دې نور کسان شامل کړی شي او په پلټنو کې دې د ټولو اړخونو جاج واخستل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG