د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر سيد خورشيد شاه د شورو په ورځ خبريالانو ته وئيلي دي د وزيراعظم ټاکلو لپاره د قامي اسمبلۍ غونډه دجمعې په ورځ ماښام پينځه نيمې بجې راغوښتل شوې.
هغه وويل دزيارت په ورځ به دوزيراعظمۍ لپاره دنامزدگۍ کاغذونه وړاندې کولى شي.
داوبو او بجلۍ وزير احمدمختار او دصنعتونو وزير مخدوم شهاب الدين دوزيراعظمۍ لپاره دلمړي صف کانديدان دي.
دپيپلز پارټۍ يو هاغه مشر چې تيره ورځ داسلام اباد په ايوان صدر کې ترسره شوې غونډه کې يې گډون کړى ؤ دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان ته وويل تر دې مهاله دراتلونکي وزيراعظم په نوم بحث نۀ دى شوى.
په واکمن ائتلاف کې شاملو ټولو گوندونو دنوي وزيراعظم دټاکلو اختيار صدر اصف علي زرداري ته ورکړى.
دائتلافي گوندونو غونډه دنهې په شپه دصدر اصف علي زرداري په مشرۍ کې شوې چې پکې ديوسف رضا گيلاني دنااهلۍ څخه وروستو دنوي وزيراعظم په حواله صلاح مشورې شوي.
1