لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شهباز شريف: د وخت ضرورت دی چې سیاسي او مذهبي مشرتابه رایو ځای شي د ترهګرۍ مقابله وکړي


په پېښور کې د جمعې په ورځ د اېپکس کمېټۍ غونډې ته په وينا کې شهبازشریف وويل د پېښور په پوليس لاين کې په جومات کې نمونځ کوونکي وژل شوي دا افسوسناکه پېښه وه ترهګر د چيک پوستې نه تېر شوی او جومات ته رسېدلی، ټول قام غمجن دی او پوښتنه کوي چې د ترهګرۍ د ختمېدو وروسته دا پېښه څنګه وشوه؟

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف وايي، "د وخت ضرورت دی چې مرکز او صوبې او سياسي، مذهبي مشرتابه را يوځای شي، چې خپل اختلافات شاته کړي او د ترهګرۍ د ناسور مقابله وکړي".

په پېښور کې د جمعې پهه ورځ د اېپکس کمېټۍ غونډې ته په وينا کې شهبازشریف وويل، په 30 جنورۍ چې د پېښور په پوليس لاين کې په جومات کې نمونځ کوونکي وژل شوي وو، دا افسوسناکه پېښه وه ترهګر د چيک پوستې نه تېر شوی او جومات ته رسېدلی، ټول قام غمجن دی او پوښتنه کوي چې د ترهګرۍ د ختمېدو وروسته دا پېښه څنګه وشوه؟

هغه وويل، "افسوسناکه خبره دا ده چې د دغه پېښې په نتيجه کې په ټولنيزو رسنيو او نور لارو نه بې ځايه تورونه او ناجايزه نيوکې پېل شوې هغه يقينا د غندنې وړ دي. د پېښې کېدل او امنیتي نيمګړتياوو پلټنې پکار دي او کيږي به، چې چرته کمزوري شوې ده، خو دا ويل چې دا ډرون حمله وه يا بل بې ځايه تور لګي نو دا نامناسبه خبره ده".

هغه زیاته کړه ټول قوم په دې سوچ کې دی چې څنګه به په راتلونکې دا ناسور قابو کړی شي او کوم اقدامات دي چې وکړی شي او د ترهګرۍ دا څپه ختمه کړی شي.

شهباز شريف وويل "دا د وخت ضرورت دی چې حکومتونه، د سياسي ګوندونو او مذهبي مشران خپل اختلافات شاته کړي يو ځای شي او د دې مقابله وکړو دا هغه مرحله ده چې په دې کې قامونه ماتيږي او جوړيږي او په ټوله به د دې مخنيوی کولی شي او تر هغې پورې په قلاره نه کښېنو څو پورې چې مو د دې ترهګرۍ خاتمه نه وي کړی".

نوموړي زياته کړه، "که دا پېښه د سازش برخه وه نو تېرې کومې پېښې چې شوي هغه د کوم سازش برخې وې، دا د ترهګرۍ پېښه وه".

شهباز شريف د مخکني وزيراعظم عمران خان د نوم اخستو پرته وويل، د نهې/ سه شنبې په ورځ یې هغه هم ټول ګونديز ته بللی دی. هغه دا هم وويل چې د خېبرپښتونخوا صوبې یوه انچه ځای هم د ترهګرو په ولقه کې نشته خو دا پوښتنه راپورته کيږي چې ترهګر څنګه بيرته راغلي دي.

هغه زياته کړه څو مياشتې وړاندې ورته د صوبې ځينو کسانو ويلي چې په صوبه کې حالات خرابيږي خلک قلنګ ورکوي، خو وخت لا تېر نه دی د ترهګرۍ نوغی به ويستل کيږي.

په 30 جنورۍ پېښور کې په پوليس لاين کې دننه په جومات کې ځانمرګی بريد شوی 101 کسان پکې وژل شوي او د 200 زيات پکې ژوبل شوي وو.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ویلي، د تحریک طالبان پاکستان خراساني ډلې د دې زمه واري منلې ده.

د پېښور له برید نه وروسته په ټولنیزو رسنیو د پولیسو په حواله داسې ګڼ ناتايیده پوسټونه شوي چې ګنې پولیس شک لري د پېښور پولیس لاین دننه شوې چاودنه ځانمرګی برید نه وه بلکې د بارودي موادو په انفجار شوې چاودنه وه.

او د عوامي نیشنل ګوند د خېبر پښتونخوا صوبې عمومي سکتر سردار حسین بابک هم د چاودنې په ځای میډیا سره خبرو کې ویلي وو هغه فکر نه کوي چې دا دومره تباهي په یوه خودکش حمله کې کیدی شي.

خو د خېبرپښتونخوا د پوليسو مشر معظم جاه انصاري پرون د زيارت/پنجشنبې په ورځ ويلي، په پوليس لاین کې دننه په جومات کې ځانمرګی بريد شوی، " خودکش مو معلوم کړی دی په کېمره کې مې ليدلی دی هغه په پولیس جامه کې دی د پوليسو جېکټ او هېلمټ یې اغوستي دي په موټر سايکل راغلی دی موټر سايکل مو معلوم کړی دی".

نوموړي هم د سازشي نظريو څخه د ډډې کولو ويلي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG