لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې په هدفي وژنه کې يوه ښځه وژل شوې، بله ټپي


د پرله پسې هدفي وژنو پرضد د شمالي وزیرستان د خلکو احتجاجي پرلت نن په 71مه ورځ دوام لري چې پکې دوی د حکومت نه په علاقه کې په پشپړ ډول د امنیت د ټینګښت غوښته کوي
د پرله پسې هدفي وژنو پرضد د شمالي وزیرستان د خلکو احتجاجي پرلت نن په 71مه ورځ دوام لري چې پکې دوی د حکومت نه په علاقه کې په پشپړ ډول د امنیت د ټینګښت غوښته کوي

د شمالي وزیرستان په میر علي سیمه کې د هدفي وژنې پېښه شوې چې پکې يوه زنانه وژل شوې او بله ژوبل شوې چې درملنې د پاره بنو سیمې روغتون ته وړل شوي دي.

د شمالي وزیرستان پولیس دا پیښه تاید ي او وایي دا هدفي پیښه وه چې تیره ورځ میر علي بازار کې شوې وه.

د میر علي تاڼې چارواکو وویل پیښه کې یو زنانه وژل شوې او بله ژوبل شوې ده.

د دوی په وینا د وژل شوې زنانه پیژندګلو د زېنب او د ژوبلې پیژندګلو د لیلا په نومونو شوې چې خانه بدوش (کټاڼۍ) دي او په میر علي بازار کې يې خېر غوښتو.

د سیمې نه ځایي خلکو وویل دا زنانه بازار کې په خېر غوښتلو بوښتې وې په موټر سایکل نامالومه په پټ مخ کسان راغلل په دوی یې ډزې وکړې او بیا وتښتیدل.

د میر علي روغتون چارواکي وایي تیر ورځ دوه زنانه چې یوه مړه او بله ژوبل حالت کې روغتون ته راوړول شوې چې په ګولیو ویشتل شوې وې.

د میر علي تانې پولیسو په خبره د دغه پیښې مقدمه يې د نامالومه کسانو پرضد درج کړې او پلټنې پیل کړې دي.

په سمدستي توګه د دې پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنې وروستۍ پېښه د ستمبر په 20 د میر علي په حېدر خېل سیمه کې شوې وه.

د پرله پسې هدفي وژنو پرضد د شمالي وزیرستان د خلکو احتجاجي پرلت نن په 71مه ورځ دوام لري چې پکې دوی د حکومت نه په علاقه کې په پشپړ ډول د امنیت د ټینګښت غوښته کوي.

په شمالي وزیرستان کې دا پرلت په داسې حال کې روان دی چې دوه ورځې وړاندې په 27 ستمبر میر علي سیمه کې د امنیتي ځواکونو په کاروان ځانمرګی برید شوی وو. چې پکې 21 د ملیشه ځواک عسکر ژوبل شوي وو.

د دې احتجاجي پرلت پرمهال د اتمانزو مشران وایي د ضرب عضب عملیاتو نه را پدیخوا د 500 نه زیات د علاقې کسان چې پکې زنانه شاملې دي په دې هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

د هدفي وژنو دا شمېرې په حکومتي کچه نه دي تايید شوي خو د جولایۍ په میاشت کې د شمالي وزیرستان د انتظامیې مشر شاهد علي خبري غونډې ته ویلي وو سږ کال تر دې دمه 63 کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي چې زیاتره دا پېښې په میرعلي سب ډویژن کې شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ په کال 2014م کې د وسله والو پرضد ضرب عضب نومي عملیات کړي او عملیاتو په پایله کې دا سیمې د وسله والو نه د پاکولو دعوې کړې خو د علاقې خلک وایي تر عملیاتو وروسته د علاقې وضیعت د تسلۍ وړ نه دي او هره ورځ پکې د ناامنۍ د نورو پېښو ترڅنګ په هدفي پېښو کې ځایي خلک وژل کیږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG