لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې د پولیو ټيم په تحفظ مامور پوليس وژل شوی


د عیني شاهدینو په قول په موټر سایکلونو سورو حمله کونکو د پولیو ډلې په تحفظ مامور پولیس ډزې وکړې او ويې وژلو
د عیني شاهدینو په قول په موټر سایکلونو سورو حمله کونکو د پولیو ډلې په تحفظ مامور پولیس ډزې وکړې او ويې وژلو

په بلوچستان کې ماشومانو ته د پولیو ضد وېکسین ورکونکي ډلې په تحفظ مامور یو پولیس د نهې، سه شنبې، په ورځ په ډزو ووژل شو. په صوبه کې د پولیو ټیم په پولیس محافظينو دا دریمه حمله وه.

د نهې، سه شنبې، د ورځ حمله د پشین ضلعې په تراټه کلې کې وشوه. د ضلعې ډپټي کمشنر یاسر بازي د حملې تصدیق وکړو.

د عیني شاهدینو په قول په موټر سایکلونو سورو حمله کونکو د پولیو ډلې په تحفظ مامور پولیس ډزې وکړې او ويې وژلو.

د حملې ذمه واري لا چا په غاړه نه ده اخیستي.

په بلوچستان کې د پولیو ضد ورستی کېمپېن دوه ورځې مخکې ختم شوی دی. د نهې، سه شنبې، په ورځ فالواپ یا هغه کېمپېن دوام درلود چې پکې د رسمي کېمپین نه پاتې ماشومانو ته وېکسین ورکول کېږي.

په نژدې ورځو کې په بلوچستان کې د پولیو ټیم په حفاظت مامورو امنیتي عسکرو دا دریمه حمله وه.

تېره هفته تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې

د افغانستان سره نژدې د پاکستان په سرحدي ضلع چمن کې د پوليو د ټیم په حفاظت مامور د لیویز عسکر د وژلو ذمه واري ومنله.

د چمن د حملې نه مخکې هم د پشين په کلي تراټه کي د پولیو ډلې په تحفظ مامور يو پوليس په حمله کې وژل شوی دی.

د رپورټونو ترمخه په بلوچستان صوبه کې د کال 2012 راهسې د پوليو ضد څاڅکو په ټیمونو باندې بريدونو کې 23 امنیتي عسکر او 10 د پوليو کار کوونکي وژل شوي دي.

پاکستان کې وخت په وخت د پوليو په ټیمونو بريدونه کېږي.

پاکستان کې د پوليو پروګرام د خاتمې د پروګرام ترمخه سږ کال تراوسه پورې په ملک کې د پوليو ټولې 20 پېښې مخې ته راغلي دي.

په دغه 20 کېسونو کې 17 په شمالي وزيرستان، دوه په لکي مروت او يوه په جنوبي وزيرستان کې رپورټ شوې ده.

د پولیو د مخنيوي د نړيوال پروګرام ترمخه سږ کال تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې د پوليو 29 نوې کېسونه ثبت شوي چې تر ټولو زيات ، 20 پکې په پاکسان کې دي، دوه په افغانستان کې، او باقي پاتې نور په سويلي ختیځه افریقا کې دي چې د پاکستان نه خواره شوي دي.

په داسې حال کې چې د پولیو ضد نړیوالې هڅې ګړندۍ کیږي، افغانستان او پاکستان د پولیو وايرس وروستی مرکز پاتې شوی دی.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د پښتنوپه سیمو کې د پوليو ضد د تبلیغاتو، ناامنۍ، لرې پرتو ځایونو ته په رسايۍ کې مشکلات، د خلکو بې ځايه کېدل او د واکسینو پر ضد مزاحمت د پوليو د خاتمې دپاره کوښښونه د خنډانو سره مخامخ کوي.

په پاکستان کې د پولیو د مخنيوي د پروګرام چارواکي دا هم وايي چې د پوليو د خاتمې په لړ کې یوه ستونزه دا هم ده چې ځینې مياندې او پلرونه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو ورکولو څخه انکار کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG