د پاکستان د پنجاب صوبې د لاهور پوليسو ويلي، تېره شپه يې د لاهور په ماډل ټاون کې په يو کور چهاپه وهله، په دغه مهال پرې د کوره ډزې شوي او يو پولیس سپاهي/ کانسټېبل پکې وژل شوی دی.
د ځايي ميډيا ترمخه د لاهور د پوليسو يو لوړ پوړي افسر (ډي ايي جي) سهېل چودهري د سياسي ګوند د نوم اخستی او ويلي يې دي، "د يو فعال په کور يې چاپه وهله"، وروسته ويل شوي چې چاپه د ساجد حسېن نومې تن په کور وهل شوې او په دغه مهال په پوليسو د کوره ډزې شوي، یو پوليس پکې لګېدلی او بيا يې په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند يو غړي او د اطلاعاتو مخکني وزیر فواد چودهري په یو ويډیو بيان کې دعوه کړې،
"تيره شپه په پوره پنجاب کې پوليسو د 1100 نه په زیاتو کوورنو چاپې وهلي/ عملیات يې کړي او د تحريک انصاف د 400 نه غړي يې نيولي دي، چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي".
فواد چودري په خپلو خبرو کې زياته کړې،" چې د شپې په مهال پوليسو د يو پخواني پوځي کور ته د ننوتلو هڅه کوله، د کوره پرې ډزې شوي يو پوليس پکې وژل شوی دی، او د هغې زمه واري د کورنيو چارو په وزیر رانا ثناالله راوړي".
بل لور ته پوليسو ویلي، "ډزې کوونکي دوه تنه يې نيولي او مقدمه پرې درج کړی شوې ده".
د کورنیو چارو وزير رانا ثناالله په ټویټر ويلي،
"کنځلې کوونکو ګولۍ ورول پېل کړي دي، د بې ګناه پولیس وژنه ثابتوي چې عمران خان ترهګر دی، او ثابته شوه چې دا سياسي عمل نه دی پرامنه لاريون/ غواړي نه دوی، د خوني/ وينې تويونکي مارچ د اعلان کوونکو سره به حساب کيږي".
دا عملیات په داسې حال کې شوي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان دوه ورځې وړاندې په پېښور کې اعلان کړی، په 25 مې سبا د نهې/ سه شنبې په ورځ به اسلام اباد ته لاريون کوي، هغه ويلي وو ترهغې به په اسلام اباد کې کښېني چې د نوو انتخاباتو اعلان نه وي شوی.
او عمران خان بيا ويلي،
"پرامنه احتجاج زمونږ حق دی، په پنجاب او اسلام اباد کې د پي ټي ايي د غړو او مشرانو پرضد ظالمانه چاپې وهل کيږي او دې کار يو ځل بيا ثابته کړه د کوم سره چې مونږ اشنا يو، چې کله ن ليګ په واک کې راځي په فسطاطيت لاس پورې کوي، دا کوم عملیات چې کيږي د دې په شا چې څوک دي دا په هغو هم پوښتنې راپورته کوي".
خو عمران خان دا نه دي ویلي چې د دې عملیاتو په شا د چا لاس دي.
د ځايي میډيا ترمخه په لاهور کې ځای په ځای لارې بندې کړی شوي او په اسلام اباد کې 144 ماده هم لګول په ځای کړی شوې ده.
د مسلم ليګ ن مشر او پخواني وزیراعظم نوازشريف ويلي،
"ولس د دغو فتنه جوړونکو شرخوښو په رحم و کرم نه شي پرېښودی کېدی، په چا چې د وړاندې نه د غربت، ګرانۍ او بې روزګارۍ غر راپرېوتی دی، د داسې شرخوښو د ختمولو بغېر پاکستان خپل حقيقي منزل ته نه شي رسېدی، د قوم په حېث به مونږ له د دې شرخوښو لاره نيول وي".