د بلوچستان صوبې په سر ښار کوټه کې چاودنه شوې، د ابتدايي معلوماتو ترمخه چاودنه د لاسي بم ده او لږ تر لږه درې کسان په کې ژوبل شوي دي.
پوليس وايي د کوټې په پهول بازار کې د ګلونو او پاکستاني بېرغونو په پلورونکي دوکان نامعلومو کسانو لاسي بم غورځولی دی.
د چاوراکو په وينا پېښه کې درې کسان ژوبل شوي او روغتون ته منتقل کړی شوي دي او د چاودنې په نتيجه کې دوکان ته زيان اوښتی دی.
د پوليسو په وينا د لاسي بم ويشتونکو ضد د لټون عمليات پېل کړی شوي دي.
د لاسي بم چاودنې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.
پرون هم د کوټې په جواينټ روډ د لاسي بم بريد شوی، د دوه پوليسو او يوې ښځې په ګډون په کې شپږ کسان ژوبل شوي وو.
ياد بريد د اېف سي د چيک پوستې سره نزدې شوی و او چارواکو ویلي، د لاسي بم دغه بريد کې هم د پاکستان د بېرغونو خرڅونکو لاس ګاډۍ په نخښه شوې وه.
د رپورټونو ترمخه د بلوچستان لبرېشن ارمي په نوم غېر قانونه ګرځول شوې ډلې د پروني بريد زمه واري منلې وه.
د ځايي رسنیو ترمخه د کوټې پوليس چارواکو پرون ویلي، د پاکستان د ازادۍ د ورځې رانزدې کېدو سره په کوټه کې د امنيت کلک ګامونه پورته کړی شوي دي.
Forum