لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوليس: د سوات مدين د پېښې دوه مقدمې درج کړل شوي


د خېبر پښتونخوا د سوات پوليس وايي، د ‏‎20‎م جون د پېښې دوه مقدمې درج کړل شوي، "يوه د توهين والا مقدمه ده او بله د ګڼې خلاف"، خو پولیسو ‏ويلي، د پېښې پلټنې پيل شوي خو تر اوسه پورې څوک نيول شوي نه دي.‏

په 20مه د پنجاب د سيالکوټه ورغلی تن سلیمان په مدين کې قهرجنو خلکو په دې تور وژلی او سوځولی وو چې وایي هغه د قران سپکاوی کړی وو.‏

د ملاکنډ ډویژن د پولیسو مشر محمد علي ګنډاپور ويلي، "د سليمان په نوم سېلګری چې د پنجاب د سيالکوټ سيمې سره یې تعلق وو، د ‏‎18‎م جون نه په ‏مدين کې په يو هوټل کې پاتې کېدو، په هغه خلکو د قران د سپکاوي تور لګولی، اېس اېچ او بيا تللی هغه تن یې تاڼې ته بوتللی، خو خلک بيا راټول ‏شوی، د ګټو ګوزارونه یې کړي، اور یې اچولی او تاوان یې اړولی، بیا یې په زوره دغه تن بوتللی او وژلی وو".‏

د مدین تاڼې اېس اېچ او اسلام الحق ويلي، دوه مقدمې درج کړل شوي خو د امنیت له امله تړل (سيل کړل) شوي دي.‏

د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه، اېس اېچ او ويلي، "وژل شوي تن ورته خپله پېژندګلو د سني مسلمان په حېث کړې وه، او چې تاڼې ته یې راوستی، تورن تن د ‏قران د سپکاوي تور رد کړی و"و.‏

د سوات پولیس مشر (ډي پي او) زاهدالله ويلي، په مدين کې د يادې پېښې وروسته حالات قابو دي، هیڅ ناامني نشته.‏

هغه ويلي، دا يوه بد قسمته پېښه وه، خو د پېښې په وخت يا وروسته سېلګرو ته چا تاوان نه دی اړولی.‏

نوموړي هم ویلي، د پېښې مقدمې درج کړل شوي او پلټنې پيل کړل شوي دي.‏

پوليس افسر زياته کړه، د جون په ‏‎20‎مه چې خلک په تاڼه ورغلي، په هغه وخت ګډوډي او نښتو کې د ابتدايي معلوماتو ترمخه ‏‎11‎‏ ملکي وګړي او پينځه ‏پوليس اهلکار هم ژوبل شوي وو.‏

د پاکستان علما کونسل ياده پېښه غندلې او ويلي يې دي نه خو اسلام او نه د پاکستان ايين او قانون د چا د وژلو اجازت ورکوي. د علما کونسل مشر ‏محمد طاهر اشرفي او نورو په ګډ بيان کې د دغه ډول پېښو په زياتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.‏

علما کونسل ويلي، د رياست او عدليې زمه واري ده چې د سپکاوي په تورونو کې سزا ورکړي، د خلکو لخوا قانون په لاس کې اخستل، جج او جلا ‏جوړېدل د غندنې او قبلېدو وړ خبره نه ده.‏

سوات، مدین او کالام د پښتونخوا هغه سیمې دي چې هر کال په پسرلي او اوړي کې د پاکستان د نورو ښارونو په ګډون له نورې نړۍ نه هم خلک سیل ته ‏ورځي او د دې سیمې د ښایسته سیمو په ګډون د تاریخي ځایونو ننداره کوي، تاجران وایي داسې پېښې د دې سیمې د سیلګرۍ یا ټوریزم صنعت ته تاوان ‏رسولی شي.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG