لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه : د پوليو څاڅکي ورکونکي ټيم باندې ډزو کې پوليس محافظ وژل شوی


ډيټي کمشنر وئيلي د پېښې وروستو په علاقه کې د پوليو کمپائن نه دی ودورول شوی .
ډيټي کمشنر وئيلي د پېښې وروستو په علاقه کې د پوليو کمپائن نه دی ودورول شوی .
د بلوچستان صوبې په لورالائي ضلع کې د پوليو څاڅکي ورکوؤنکي ټيم باندې د نامالومه وسله والو په ډزو کې د ټيم په حفاظت مامور پوليس وژل شوی دی .
د چارواکو په وينا د لورالائي ضلعې په ناصر اباد سيمه کې دغه پېښه نن د زيارت په ورځ په داسې حال کې رامنځته شوې چې په سيمه کې د پوليو ټيمونو ماشومانو ته د پوليو د مخ نيوي څاڅکي ورکول .
د لورالائي ډپټي کمشنر عبدالواحد کاکړ وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، د پوليو ټيم دننه په کوڅه کې موجود ؤ ، او پوليس يې د کوڅي په سرکې په حفاظت ولاړ ، چې نامالومه کسانو په پوليس حمله وکړه او د هغه نه يې د ټوپک د اخستو هڅه کوله .
په دغه مهال حمله کوؤنکو په پوليس ډزې وکړې چې له امله يې هغه ووژل شو ، او حمله کوؤنکو د پوليس کلاشنکوف ځان سره وړی او په تېښته کې بريالي شوي دي .
ولې ډيټي کمشنر زياته کړې د پېښې وروستو په علاقه کې د پوليو کمپائن نه دی ودورول شوی .
د چارواکو په وينا د پېښې وروستو پوليس او ليويز موقعې ته رسېدلي او د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي .
د پېښې پړه تراوسه چا په غاړه نه ده اخستې .
د بلوچستان صوبې په مرکز کوئټه ، پشين او نورو برخو کې له دې وړاندې هم په پوليس او ليويز دغه ډول بريدونه شوي دي .
د راپورونو ترمخه په کال ۲۰۱۲م کې بلوچستان صوبه کې د پوليو ۷۳ کېسونه مخې ته راغلي وو ، ولې په روان کال کې په صوبه کې د پوليو کوم کېس نه دی رپورټ شوی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG