لاس رسیدونکی لینک

 
د بلوچستان په اتلسو ضلعو کې د پوليو يا ګوزڼ ضد کېمپېن پېل شو
تازه خبر

د بلوچستان په اتلسو ضلعو کې د پوليو يا ګوزڼ ضد کېمپېن پېل شو


د پاکستان په اته اوويا ضلعو کې د پوليو ضد اوسنی کيمپېن ترسره کېږي. دا کيمپېن ځکه هم مهم دی، چې د پاکستان او ګاونډي افغانستان چارواکو په يو وخت د پوليو کيمپېن ترسره کولو پرېکړه کړې ده
د پاکستان په اته اوويا ضلعو کې د پوليو ضد اوسنی کيمپېن ترسره کېږي. دا کيمپېن ځکه هم مهم دی، چې د پاکستان او ګاونډي افغانستان چارواکو په يو وخت د پوليو کيمپېن ترسره کولو پرېکړه کړې ده

په بلوچستان کې له دوو مياشتو د ځنډ وروسته د ګوزڼ يا پوليو ضد کيمپېن د ګل، دوشنبې، په ورځ پېل شو، چې پرانيسته يې د صوبې په مرکز کوټه کې د روغتيا صوبايي سېکرټري وقاص علي محمود وکړه.

ښاغلي وقاص ماشومانو ته له څاڅکو ورکولو او د کېمپېن له پرانيستې وروسته خبري کانفرنس ته وويل، که څه هم په بلوچستان کې په تېرو دوو کلونو کې د پوليو مثبت کېس نه دی رپوټ شوی خو البته په نورو صوبو کې د پوليو مثبت کېسونه رپورټ کېدل د بلوچستان لپاره يو چېلنج دی.

په بلوچستان کې د پولیو ضد اوسنی کيمپېن په اتلسو ضلعو کې ترسره کېږي، چې په کې شاوخوا پنځه زره ګرځنده ټيمونه برخه اخلي.

روغتيايي ټيمونه به د صوبې په ښاري یا شهري او کليوالو سيمو کې دولس لکه دوه شپېته زره ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکوي.

له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې د بلوچستان د روغتيا د بېړنيو عملياتو د دفتر يا اي او سي مشر سيد زاهد شاه وايي، چې په بلوچستان کې اوسنی کيمپېن په دوو برخو وېشل شوی، په کوټه کې کېمپېن د لوبو د سيالیو له امله ځنډول شوی، خو د جون له لومړۍ نېټې به پيل کېږي.

هغه وویل"اوسنی کيمپېن تېره مياشت ځنډول شوی وو، که څه هم د ځنډېدلو منفي اغېز پرېوزي، خو البته ډېر وخت نه دی تېر شوی. دا کيمپېن په اتلس ضلعو کې دی، په کوټه کې کيمپېن د نېشنل ساليو له امله نه ترسره کېږي، چې راتلونکې مياشت کې ترسره شي."

د پاکستان په اته اوويا ضلعو کې د پوليو ضد اوسنی کيمپېن ترسره کېږي. دا کيمپېن ځکه هم مهم دی، چې د پاکستان او ګاونډي افغانستان چارواکو په يو وخت د پوليو کيمپېن ترسره کولو پرېکړه کړې ده.

په نړيواله کچه پاکستان او افغانستان د پوليو وايرس له پلوه په يو بلاک کې شامل هيوادونه دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG