لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په ۳۶ ضلعو کې د پوليو ضد اووه ورځنی کېمپېن پيل شو


د بلوچستان د صحت محکمې ايالتي سيکرټري عبدالله خان په  کوټه کې د کيمپېن پرانيسته ماشومانو ته په څاڅکو ورکولو وکړه
د بلوچستان د صحت محکمې ايالتي سيکرټري عبدالله خان په  کوټه کې د کيمپېن پرانيسته ماشومانو ته په څاڅکو ورکولو وکړه

په بلوچستان کې د پوليو ضد اووه ورځنی کيمپېن د ګل، دوشنبې، په ورځ پيل شو، چې له مخې به يې په ټول ايالت کې پينځه ويشت لکه شپږ نوي زره ماشومانو ته به د پوليو ضد قطرې ورکول کېږي. په کيمپېن کې شاوخوا يولس زره ګرځنده ټيمونه برخه اخلي.

د بلوچستان د صحت محکمې ايالتي سيکرټري عبدالله خان په کوټه کې د کيمپېن پرانيسته ماشومانو ته په څاڅکو ورکولو وکړه.

د صحت محکمې سيکرټري عبدالله خان د کيمپېن د پرانستې پر مهال خبري غونډې ته وويل، چې کيمپېن به د صوبې په شپږدېرش ضلعو او اته سوه يونين کونسلونو کې ترسره کېږي.

د کيمپېن په مهال به شاوخوا شپږويشت لکه ماشومان چې عمرونه يې ترپينځو کلونو پوري دی، د پوليو ضد قطرې ورکول کېږي.

عبدالله خان "موږ دا هوډ کړی، چې ترڅو په صوبه کې د پوليو وايرس به بشپړه توګه له منځه نه وي تللی" د وايرس ضد کوښښونه به دوام لري.

هغه وویل د پولیو خلاف تازه کېمپېن لپاره مکمل تیارۍ نیول شوي او د ګرځنده ټيمونو امنيت ساتل شوی دی.

عبدالله خان غوښتنه وکړه چې ميندې او پلرونه بايد ماشومانو ته د قطرو ترڅنګ د هغو د حفاظتي ټيکو ويکسين هم ارومرو ورکړي.

د بلوچستان د روغتيا د بېړنيوعملياتو دفتر اي او سي وايي، په بلوچستان کې په تېرو درېو کلونو کې د پوليو مثبت کېس نه دی رپوټ شوی، خو په تېرو مياشتو کې د صوبې په پينځو ضلعو کې له چاپيريال په اخيستل شوو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس موندل شوی وو.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG