لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور، کوټې او کراچۍ په شمول د پاکستان د ۳۰ ضلعو په ماحولیاتي نمونو کې د پولیو وایرس موندل شوی


د پېښور نه اخیستل شویو ۲۴ نمونو کې، د کوټې څخه اخیستل شویو ۱۲ او د کراچۍ په ۳۴ نمونو کې د پولیو وایرس موندل شوی دی
د پېښور نه اخیستل شویو ۲۴ نمونو کې، د کوټې څخه اخیستل شویو ۱۲ او د کراچۍ په ۳۴ نمونو کې د پولیو وایرس موندل شوی دی

د پاکستان په ۳۰ ضلعو کې د خیچنو اوبو نه اخیستل شویو نمونو کې د پولیو وایرس موندل شوی چې دا تشویش یې زیات کړی چې د پولیو په کېسونو کې اضافه کېدلی شي.

د صحت ماهرین وايي د پولیو وایرس په ماحول یا چاپېریال کې موجود وي خو اهمه خبره دا ده چې دا وایرس لا په پاکستان کې موجود دی.

پېښور، کوټه او کراچۍ د پاکستان د هغه ښارونو په فهرست کې دي چې د چاپېریال نه اخیستل شویو نمونو کې یې پولیو وایرس موجود دی.

د پېښور نه اخیستل شویو ۲۴ نمونو کې، د کوټې څخه اخیستل شویو ۱۲ او د کراچۍ په ۳۴ نمونو کې د پولیو وایرس موندل شوی دی.

په چاپېریال کې د پولیو وایرس د موجودګۍ خبر مصل خان هم په تشویش کې مبتلا کړی دی. هغه د پولیو د لاسه خپل ژوند په ویل چېیر یا د پایو په کرسۍ تېروي.

مصل خان په نړیواله کچه د کرکټ په ويل چېیر ټیم کې د پاکستان نمایندګي کړې، د دوو کلونو و چې د پولیو ښکار شو، وايي نه غواړي چې بل څوک هم د دې اذیت ښکار شي.

د وي او ای اردو څانګې سره خبرو کې مصل خان وویل پلار ورته د پولیو څاڅکي نه وو ورکړي او اوس ژوند په ویل چېیر تېروي.

مصل خان په نړیواله کچه د کرکټ په ويل چېیر ټیم کې د پاکستان نمایندګي کړې، د دوو کلونو و چې د پولیو ښکار شو، وايي نه غواړي چې بل څوک هم د دې اذیت ښکار شي
مصل خان په نړیواله کچه د کرکټ په ويل چېیر ټیم کې د پاکستان نمایندګي کړې، د دوو کلونو و چې د پولیو ښکار شو، وايي نه غواړي چې بل څوک هم د دې اذیت ښکار شي

هغه د مېندو او پلرونو نه غوښتنه کوي چې خپلو بچو ته دې د پولیو ضد څاڅکي ورکړي او دا ډول یې د ټول عمر د معذورۍ نه بچ کړي.

د مصل خان پلار اول خان وايي ځان د زوي د ناروغۍ ذمه واري ګڼي او د نورو مېندو او پلرونو نه غوښتنه کوي چې بچو ته د پولیو څاڅکو ورکولو نه دې ډډه نه کوي.

پولیو په چټکتیا خورېدونکی وایرس دی چې تر پینځو کلونو پورې ماشومان متاثر کولی شي. پولیو وایرس د یو نه بل تن ته منتقلېدی شي او د انسان د خځلې او یا د خولې دلارې بل تن ته لګېدلی شي.

د پولیو وایرس د خیچنو اوبو او یا د خوراک په زریعه هم د انسان بدن ته داخلېږي. د انسان جسم ته د داخلېدو وروسته د پولیو وایرس په کولمو په زیاتېدو شي او بیا په اعصابو حمله وکړي او د انسان بدن فلج یا معذوره کړي.

په انسان د پولیو وایرس د حملې په علاماتو کې تبه، سخته ستړیا، د سردرد، باقۍ یا کانګې او د سټ سختیدل شامل دي.

ډاکټران وايي یو ځل چې د پولیو وایرس انسان ووهي نو بیا يې علاج نه شي کېدلی خو د احتیاط دلارې دې بچ کېدل ممکن دي نو ځکه ماشومانو ته د پولیو وېکسین څاڅکي ورکول کېږي.

د صحت ماهرین وايي د پولیو وایرس په ماحول یا چاپېریال کې موجود وي خو اهمه خبره دا ده چې دا وایرس لا په پاکستان کې موجود دی.

ډاکټر شهزاد بېګ وايي په پاکستان کې سږ کال د پولیو خلاف اته مهمونه چلول شوي او سږ کال تر اوسه پورې په پاکستان کې د پولیو دوه کېسونه رپورټ شوي دي، یو په چمن او بل به ډیره بګټي کي دی.

د ۳۰ ضلعو نه اخیستل شويو د ۸۳ نه زیاتو نمونو کې د پولیو وایرس موندل شوی دی.

ډاکټر شهزاد بېګ وايي په کومه علاقه کې چې د پولیو نمونه مثبته وموندل شي نو دغه ځای کې وېکسین

اخیستونکي ماشومان او وېکسین نه اخیستونکي ماشومان د یو شان خطر سره مخامخ وي. هغه زیاتوي د خیچنو اوبه د وتل ناقاص انتظام او د صفا اوبو پایپتونو سره د خینچنو اوبو نلونه د شاملېدو په سبب د پولیو وایرس په

خیچنو اوبو کې د انسان بدن ته داخلېېږي.


یادونه: د دې خبر معلومات ارحم خان رپورټ نه اخیستل شوي چې د وي او ای څانګې دپاره یې تیار کړی

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG