لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ کې د امن غوښتو دپاره احتجاجي پرلت شوی


باجوړ کې د امن دپاره احتجاجي پرلت پېل شوی
باجوړ کې د امن دپاره احتجاجي پرلت پېل شوی

د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په باجوړ ضلع کې سیاسي فعالانو په سیمه کې امن دپاره احتجاجي پرلت پېل کړی دی.

امن دپاره دغه ناسته په داسې حال کې پېل کړی شوې چې د جمعې په ورځ په باجوړ کې په یوه چاودنه کې دوه پوليس وژل شوي او داعش بيا د دغه چاودنې زمه واري منلې ده.

باجوړ کې هم د پرون جمعې د ورځې [19 اګست] نه احتجاجي پرلت پېل کړی شوی دی.

د پرلت يو ګډونوال د عوامي نيشنل ګوند مولانا خانزېب وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، "د تېرې يوې مودې نه د خېبرپښتونخوا د نورو برخو په څېر په باجوړ کې هم هدفي وژنې کيږي او بدامنۍ روانه ده ځکه پرون د باجوړ د سياسي ګوندونو د مشرانو په مشوره یو ولسي پرلت پېل کړی شوی او دوی يواځينۍ غوښتنه لري چې مونږ په خپله خاوره امن غواړو".

هغه وويل، دوی د حکومت نه د ايين او قانون لاندې د سر او مال د حفاظت غوښتنه کړې ده.

مولانا خانزېب زیاته کړه، "په باجوړ او قبايلي ضلعو کې د تيرې يوې مودې نه د بدامنۍ پېښې روانې دي خو په وروستيو کې په باجوړ کې دا پېښې زياتې شوي په خلکو کې يې اندېښنه خوره کړې او دوی بیا پوليس او ضلعې انتظاميې ته د امنيت مسله وړاندې کړې خو په علاقه کې امن په ځای نه کړی شوی پېښې په دوامداره توګه روانې دي".

هغه وويل "څو پورې چې دوی ته د حکومت لخوا د امنيت قوي ضمانت نه وي ورکړی شوی پرلت به يې شپه او ورځ روان وي".

د باجوړ مرستیال کمشنیر [ډي سي] فهد وزیر وايي، "په ټول پاکستان کې پېښې روانې دي په ټانک کې د پوليو په ساتونکي ټيم برید کې دوه پوليس ووژل شو، په بلوچستان کې په وزیرستان کې او پېښور کې پېښې کيږي د سوات حال ستاسو په وړاندې دی ټول حالات داسې دي نو د هغې په مقابله کې په باجوړ کې ډېر امن دی".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "يوه نيمه پېښه کيږي هغه پټ دښمن کوي د باجوړ د افغانستان سره 52 کلوميټره پوله ده افغانستان ته لوري ته په کونړ کې حکومتي عملداري نشته هلته بهرني ايجنټان ناست او د پاکستان پرضد هلي ځلې کوي خو څوک دې په ښکاره راشي ځواب به يې وکړی شي".

پاکستان وخت په وخت داسې تورونه لګوي چې د افغانستان د لوري نه په پاکستان کې بدامني او ترهګري کيږي خو افغانستان او امریکې بيا وخت په وخت په پاکستان داسې تورونه لګولي چې د پاکستان نه به په افغانستان کې ترهګري کېده خو د دواړو خواو نه تل دغه تورونه رد کړي شوي دي.

په افغانستان کې اوس د طالبانو حکومت وايي چاته هم اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ګاونډيانو يا بل چا پرضد وکاروي.

د باجوړ ډي سي وايي په علاقاه کې امن دی او "زه په خپله امن غواړم په ټول پاکستان، خېبرپښتونخوا او باجوړ کې امن وي، پوليس، پوځ او استخباراتي ادارې ټول امن غواړي"، نوموړي زياته کړه احتجاج کوونکو ته باور ورکوي چې امن به په ځای کولی شي او که دوی داسې کسان وښودل شي چې بدامني کوي پرضد به یې کارروايي کولی شي".

د باجوړ ضلعې د پوليسو مشر [ډي پي او] عبدالصمد وايي، "باجوړ د کال 2006/07 نه تر 2020 پورې د ترهګرۍ مرکز پاتې شوی غټې وسلې کارول شوي د تحریک طالبان پاکستان او داعش مقابلې شوي ځايي خلک پرې خبر دي او که د هغې مودې سره مقابله وشي نو 98 فيصده امن قايم شوی خو د هغه اوور بسرکي اوس هم شته".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "پوځ او پوليس او نورې ادارې خپل کار اوس هم کوي خو خلکو له هم پکار ده چې د لښکرو، مشکوک کسانو په اړه امنيتي ادارو ته خبر ورکړي".

هغه زیاته کړه، "پکار ده چې زمه وار خلک د امن په لړ کې خپل کردار ادا کړي دوی هم امن غواړي او د دغه پرامن پرلت هم د پوهاوي تمه لري. هغه وويل کومو خلکو ته چې ګواښونه دي دوی ورته امنيت ورکړی او د کال 2010 چې کوم علما داعش په هدف کړي د 2018 کال نه وروسته چې قبايلي علاقې په صوبه کې شامل شوي مقدمې درج شوي او ډېر ترهګر وژل شوي هم دي او اوس هم عمليات دوام لري".

په باجوړ کې دا پرلت په داسې حال کې پېل کړی شوی چې په وروستيو کې د باجوړ سره په پوله دير کې او په سوات سيمو کې هم د امنيت دپاره احتجاجي مظاهرې شوي دي.

دغه مظاهرې په داسې حال کې شوي چې ويل شوي د سوات او دير په غرونو کې وسله وال ليدل شوي، پوليس او پوځ د وسله والو طالبانو د موجودګۍ خبره منلې وه.

خو پوځ ویلي وو چې په سوات کې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان د وسله والو په غټه کچه د موجودګۍ خبرونه مبالغه او ګمراه کوونکي دي.

او په 13م اګست پوځ منلې وه چې "د سوات او دير په غرونو کې د ابادۍ نه لرې د لږو وسله والو شتون ليدل شوی خو دغه کسان د افغانستان نه خپلو پلارنو علاقو ته د اوسېدو دپاره راغلي وو، د سيمې د خونديتوب دپاره قانون نافذونکو ادارو تدابير نيولي او تندلاري به په يو ځای کې نه زغمل کيږي".

په شمالي وزيرستان کې هم د 14 جولايۍ وروسته د اتمانزو قومي جرګې احتجاجي پرلت پېل کړی او سړکونه یې بند کړي وو، خو په 12م اګست د دغه قومي جرګې سره حکومتي جرګې ليدلي او دوی ته یې ويلي غوښتنې به يې د حکومت سره شريکوي، خو د اتمانزو جرګې پرون د جمعې په ورځ وي او اې ډیوه ته ویلي که حکومت يې د امنيت باور ور نه کړو دوی به بيا احتجاج تر ټولو وزيرستانه غځوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG