لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مالي ادارې وايي سياسي اړي ګړي د پاکستان د ديواليه کېدو امکان زيات کړی



نړیواله مالي ادارې FitchRtaing په خپلو تازه څرګندونو کې وېلي دي، "په پاکستان کې روان د نزدې مودې سياسي بې ارامي د نړيوالې ادارې اېي اېم اېف سره د مارچ په مياشت کې د قرضو تړون ترلاسه کولو لپاره د دې هیواد هڅې پیچلې کولې شي"
نړیواله مالي ادارې FitchRtaing په خپلو تازه څرګندونو کې وېلي دي، "په پاکستان کې روان د نزدې مودې سياسي بې ارامي د نړيوالې ادارې اېي اېم اېف سره د مارچ په مياشت کې د قرضو تړون ترلاسه کولو لپاره د دې هیواد هڅې پیچلې کولې شي"

اټومي هېواد پاکستان کې د اتمې فرورۍ ټاکنو وروسته رامنځته شوي سياسي اړي ګړي په مهال دوو مالي ادارو د پاکستان د اقتصاد ، په ځانګړې توګه د پورونو د وضعیت په اړه، منفي اټکلونه کړې دي او وېلي دي چې دا د دغه هېواد د ديواليه کېدو امکانات زياتوي.

نړیواله مالي ادارې FitchRtaing په خپلو تازه څرګندونو کې وېلي دي، "په پاکستان کې روان د نزدې مودې سياسي بې ارامي د نړيوالې ادارې اېي اېم اېف سره د مارچ په مياشت کې د قرضو تړون ترلاسه کولو لپاره د دې هیواد هڅې پیچلې کولې شي".

اداره واېي چې دغه حالات "د پاکستان د ديواليه کېدو امکان زياتوي".

د نړیوال مالي درجه بندې دغه اداره زياتوي "د IMF سره نوې معاهده د پاکستان د کریډیټ پروفایل يا د قرضو په اخستو کې په نړۍ کې د باوري پاتې کېدو لپاره بنيادي خبره ده، او مونږ فکر کوو چې دا به په څو میاشتو کې ترلاسه شي".

د رپو ټونو ترمخه د اېي ايم ايف سره د درې بلينه ډالرو پاکستانې تړون راتلونکې مياشت ختمېږي او پاکستان د نوو پورونو لپاره بايد سمدستي خبرې اترې پېل کړي چې د مالي بحران د نور زياتېدو نه ځان بچ کړي.

د FitchRating اداره زياتوي چې دوامداره سیاسي بې ثباتي به IMF سره هر ډول خبرې اترې اوږدې کړي، د نورو قرضو ترلاس کول به مشکل کړي او د اصلاحاتو عملي کولو مخه به ونیسي.

اداره واېي چې ورستيوانتخاباتو وښودل چې په پاکستان کې د قوي اقتصادي فيصلو لپاره د خلکو قوي ملاتړ بايد دوام لري.

په اسلام اباد کې د پاکستان د اقتصاد د څارنې یو ادارې TabadLab په يو وروستي راپوټ کې ویلي چې د پاکستان پورونه په مثال "د بل اور " دې چې د زيانه ډک دې او دا قرضې او ددې واپس کول په اوس ددې هېواد لپاره دوامداره پاتې نه شي.

د ټولو قرضونو او واجباتو په اړه د تفصيلاتو څخه ډک دغه رپورټ وايي، "که مونږ په دې حساب کې د پاکستان ټول پورونه او واجبات شامل کړو، نو د GDP-د پور تناسب به د GDP 91.7٪ وي کوم چې خطرناکه دې".

رپورټ وايي پاکستان ۱۲۴ اربه ډالره بهرنۍ قرضې او نور واجبات لري. د پاکستان اسټیټ بینک د IMF پورونه په څو اړخیزو بهرنيو قرضونو کې نه شماري او دا بيل ګنړي.

رپوټ کې وېلي شوي دي چې پاکستان د د ډیفالټ ديواليه کېدو لور اړخ ته روان دې.

رويټرز خبري اېجنسۍ د مالي ادارو د څېړنو په اساس په خپل پو ورستي رپوټ کې ليکلي دي چې سږکال د پاکستان حکومت به د خپل امدن 50 نه تر 60 فيصده ماليه خالي د پور د سود په مد کې ورکوي. د ادارې ترمخه دا په نړۍ کې د هر لوی اقتصاد ترټولو خراب تناسب دی.

د مالي چارو د څېړنې اداره ټیلیمر وايي چې د پاکستان تر ټولو غټه مسله کورني پورونه دي چې شاوخوا 85 فيصده برخه یې د سود بار جوړوي.

پاکستان کې تېر کال د ګرانۍ کچه دېرش فيصده ته رسېدلې وه. د کارپوهانو ترمخه پاکستان کې به ګراني نوره هم زياتېږي او د روانو بد اقتصادي حالاتو به د عامو پاکستاني وګړو په ژوند ډېرې بدې اغېزې وي.

د رويټرز خبري اداې لخوا د ا تفصيل خپور کړې شوې دې چې چې تمه کیږي چې پاکستانې روپۍ ارزښت به په راتلونکې کې نور هم راټیټ شي. او د اېي ايم اېف د اټکل ترمخه د پاکستاني روپۍ د تبادلې نرخ به روان مالي کال کې د ډالر په مقابله کې 305 ته او په 24/25 مالي کال کې به 331 ورسېږي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG