لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان عام انتخابات سر ته رسېدلي او د ووټونو شمارل شروع شوي


د پاکستان د الېکشن کمېشن ترمخه د رایې یا ووټ ورکولو عمل د زیارت، پنحشنبې، په سهار اته بجې پېل شوی و او د مازيګر پينځه بجو پورې بې د کومې دمې روان وو
د پاکستان د الېکشن کمېشن ترمخه د رایې یا ووټ ورکولو عمل د زیارت، پنحشنبې، په سهار اته بجې پېل شوی و او د مازيګر پينځه بجو پورې بې د کومې دمې روان وو

د پاکستان د کال 2024م عام انتخابات د زیارت، پنجشنبې، په ماښام سر ته ورسېدل او د ووټونو د شمارلو عمل شروع شو.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، څېړونکي وايي که څوک هم دا انتخابات ګټي نو د یو داسې ولس خدمت به ور په غاړه وي چې د سیاسي نظام نه انتهايي مایوسه شوی، په انتخابي عمل اعتماد نه لري او د ملک د اقتصاد په اړه انتهايي تشویش لري.

د رپورټ ترمخه د درې ځله وزیراعظم پاتې شوي نوازشریف پاکستان مسلم لیګ (ن) پارټي د پوځ د خوښې ګوند ګڼل کېږي او ورستی وزیراعظم عمران خان په زندان کې دی. د وي او ای رپورټ وايي د پوځ په ملاتړ د عمران خان پاکستان تحریک انصاف پارټۍ خلاف د حکومتي اقداماتو دلاسه ګڼ شمېر خلکو د انتخاباتو په دې جمهوري عمل د عدم اعتماد اظهار وکړو.

د څېړونکو په خیال په انتخاباتو کې د خلکو دلچسپي کمه لیدل کېده او ښکاري چې د ووټونو شرح به کمه وي.

خبریال عثمان خان په اسلام اباد کې د وي او ای ډیوه خبریال وقار احمد ته وویل چې هغه د اسلام اباد اېف سېکس نومې رهایشي علاقه کې یو پولېنګ سټېشن ته ورغلی و چېرته چې د رجسټر شویو ووټرانو تعداد قریباً ۱۵۰۰ و خو قریباً ۴۰۰ پورې خلکو رای ورکړې وې. اېف سېکس د اسلام اباد مرکزي علاقه ده چې د پارلېمنټ د ودانۍ سره هم نږدې ده.

د پاکستان د الېکشن کمېشن ترمخه د رایې یا ووټ ورکولو عمل د زیارت، پنحشنبې، په سهار اته بجې پېل شوی و او د مازيګر پينځه بجو پورې بې د کومې دمې روان وو.

د پاکستان الېکشن کمېشن ویلي، په پینځه بجې د رایو اچولو د وخت سر ته رسېدو وروسته به د پولينګ سټېشنو دروازې بندول کيږي خو هغه خلک چې په پولينګ سټېشن کې دننه وي هغه به د ټاکلي وخت پينځه بجو وروسته هم رایې اچولی شي.

په مجموعي ډول د ملک په غټو ښارونو کې خلکو څومره رایې اچولي دي.

پېښور

د پېښور نه د ډیوه خبريال سعديه قاسم شاه خبر راکوي، د پېښور په پولينګ سټېشنو کې د 12 بجو خواوشا د ښځو په پولينګ سټېشنو د ټول عمر ښځې ليدل کېدې چې پولينګ سټېشنو ته روانې وې.

هغې زياته کړه، ځينې ښځو ورته ویلي چې دوی د خپلې خوښې ووټ کارولی دی.

د سعدیه قاسم شاه په خبره، په پولينګ سټېشنو کې د ښځو په مقابله کې د سړو شمېره زياته وه، خو ښځو بيا هم په رايو اچولو کې پوره برخه اخستې، عام سړکونه خالي وو او په پولينګ سټېشنو ګڼه ګوڼه ليدل کېده.

کوټه

د کوټې نه د ډیوه خبریال حفيظ الله ستوری شېرانی وايي، سهار وختي په پولينګ سټېشنو خلک په قطارونو کې ولاړ وو، په ځينو ځايونو کې یې داسې رپورټونه ترلاسه کړي چې په ټاکلي وخت د رايو اچولو عمل نه وو پېل شوی.

هغه وويل، غرمه د 12 بجو وروسته په پولينګ سټېشنو ګڼه سېوا شوې خو د ښځو په پولينګ سټېشنو بیا هم ګنه ګوڼه نه ليدل کېده.

اسلام اباد

د اسلام اباد نه د ډيوه خبریال وقار احمد وايي، د سهار راهسې په پولينګ سټېشنو د خلکو ګڼه کمه وه خو د ماسپښين وروسته بيا د خلکو ګڼه يو څه سېوا وه.

هغه وويل، د الېکشن کمېشن چارواکو ورته ویلي، داسې څرګنديږي چې ټرن اوټ يا خلکو به 50 فيصده رای اچولي وي خو کره شمېره نه ده ښودل شوې.

د وقار احمد په خبره، د سړو په نسبت د ښځو په پولينګ سټېشنو ګڼه سېوا وه.

کراچۍ

د پاکستان غټ ښار کراچۍ کې هم په سهار سهار کې په عمومي پولينګ سټېشنو د خلکو ګڼو نه وه د ماسپښين وروسته ګڼه سېوا شوې خو په عمومي توګه د نورو انتخاباتو په څېر ډېره ګڼه ګوڼه نه تر سترګو کېده.
په کراچۍ کې ځای په ځای د نښتو خبرونه مخې ته راغلي خو د کومې مرګ ژوبلې خبر نه دی رپورټ شوی.


مجموعي د ناامنۍ پېښې

د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان او ټانک کې په پوليسو او امنيتي ځواکونو د چاودنې او وسله والو بريدونو خبرونه مخې ته راغلي لږ تر لږه پينځه پوليس پکې وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي.
د بلوچستان صوبې په خاران کې په ليويز ځواک د چاودنې خبر ورکړل شوی چې يو اهلکار یې وژل شوی او څو نور ژوبل شوي دي.


موبايل او انټرنېټ بند

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت نن د انتخاباتو په ورځ په ملک کې موبايل ټيلیفون سروس او انټرنېټ بند کړي او ويلي یې وو دغه ګام د امنيت دپاره پورته کړل شوی وو.

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن او زياتره سياسي ګوندونو په موبايل ټيليفون او انټرنېټ بندولو نيوکې کړي او د بحالولو غوښتنه یې کړې ده.

الېکشن کمېشن ويلي انټرنېټ دوی نه دی بند کړی او د الېکشن نظام یې د انټرنېټ سره تعلق نه لري

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG