لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې پخوانی خارجه وزیر وايي په ۲۰۱۹ کې واشنګټن د هند او پاکستان ترمنځ د اېټمي جنګ مخه نيولي وه


پامپېیو وویل فکر نه کوي چې دنیا ته په سمه کچه معلومه ده چې د کال ۲۰۱۹ د فېبرورۍ په میاشت کې د پاکستان او هندوستان رقابت اېټمي جنګ ته څومره نژدې شوی و
پامپېیو وویل فکر نه کوي چې دنیا ته په سمه کچه معلومه ده چې د کال ۲۰۱۹ د فېبرورۍ په میاشت کې د پاکستان او هندوستان رقابت اېټمي جنګ ته څومره نژدې شوی و

د امريکي پخواني خارجه وزیر مایک پامپېیو ویلي په ۲۰۱۹ کې امریکې د پاکستان او هندوستان ترمنځ د اېټمي جنګ د خطر مخه نيوی کړی و.

د خارجه وزیر او د امريکې استخباراتي ادارې سي ايي ای د پخواني مشر په حېث د هغه په یاداشتونو مشتمل کتاب "نېور ګېو اېن اېنچ" چې د نهې، سه شنبې، په ورځ شایع شو، پامپېیو وویل فکر نه کوي چې دنیا ته په مناسبه کچه دا معلومه ده چې د کال ۲۰۱۹ د فېبرورۍ په میاشت کې د پاکستان او هندوستان رقابت اېټمي جنګ ته څومره نژدې شوی و.

د ۲۰۱۹ په د فېبرورۍ په میاشت کې هندوستان د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې هوايي بمباري وکړه او وېل يې چې د وسله والو مرکز يې په هدف کړی و.

هندوستان په بالاکوټ کې حمله د هند د انتظام لاندې کشمیر کې په هندي ځواکونو د ځانمرګي حملې وروسته کړې وه. په دغه حمله کې ۴۱ هندي امنیتي عسکر وژل شوي وو.

پاکستان په بالاکوټ کې د هند د حملې غندنه کړې وه او د هندوستان د هوايي پوځ د یو جهاز د غورځولو او د الوتکي پایلټ د نیولو دعوه يې کړې وه.

پامپېیو په دغه مهال خارجه وزیر او د شمالی کوریا مشر سره د هغه وخت د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د ملاقات په لړ کې په وېت نام کې و، په خپل کتاب کې وايي چې د يو هندي چارواکي په بېړني ټېلې فون کال راويښ کړی شو.

پامپېیو وايي هندي چارواکي ورته وویل چې داسې ښکاري چې پاکستانیان اېټمي وسلې تیاروي او هندوستان هم داسې ډول تیاری کوي.

پامپېيو لیکي چې هندي چارواکي نه وخت وغوښتلو او ورته يې وویل چې هندوستان دې هېڅ ګام نه اخلي.

هغه وايي امریکايي سفارتکارانو هندوستان او پاکستان قانع کړل چې تاوتریخوالي ته دې اېټي شکل نه ورکوي. څه چې مونږ دغه شپه وکړل بل یو قوم به هم نه وو کړي چې د یوې بوږنونکي نتېجي مخه ونیول شي.

په کشمیر کې په هندي ځواکونو د ځانمرګي حملې په اړه پامپېیو په خپل کتاب کې لیکلي چې ممکنه ده چې پاکستان په دغه برید کې مرسته کړې وه او دهغه وخت د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه يې خبرې کړې وې.

ای اېف پي خبري اداره وايي پامپېیو د هندوستان د خپلې دفاع د حق ملاتړ کړی و.

ای اېف پي وايي خپل کتاب کې پامپېيو د هندوستان تعریف کوي او چین د جارحیت مخه نیولو دپاره هندوستان سره د ملګرتیا خپله اراده نه پټوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG