د جمعې په ورځ د مسلمانانو د مقدسې میاشتې رمضان د پای په مناسبت پخپل یوه پیغام کې د عیسایانو د کېتولیکې کلیسا مشر پوپ فرانسس ویلي چې هغه د اسراییل او حماس ترمنځ د روانې جګړې له امله "ډير زیات خواشینی" دی.
87 کلن پوپ د جمعې په ورځ العربیه شبکې ته لیږلي خپل یو پیغم کې ویلي" زه د فلسطین اؤ اسرایل د شخړې له امله ډیر زیات پرېشانه یم"
فرانسس ویلي "خدای دې وکړي چې د غزې په پټۍ کې جګړه په سمدستي ډول ودریږي چرته چې یوه انساني المیه دوامداره ده".
هغه پخپل دې پېغام کې غوښتنه کړې ده چې په فلسطیني ولس ته د مرستو رسولو اجازه دي ورکړل شي ځکه چې هغوي په ډیرو زیاتو مصیبتونو کې ښکېل دي اؤ هم یې په اکتوبر کې د ترغمال کړل شوؤ کسانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
د ویټیکن له لوري جاري کړل شوي پېغام کې هغه د جګړې ځپلې سوریې ، لبنان اؤ ټول منځني ختیځ" حواله هم ورکړې ده.
پوپ ویلي "بس ډيره شوه، قلار شئ". هغه ویلي" دوي کورونو، پارکونو اؤ اسکولونو ته اړتیا لري، مقبرو اؤ اجتماعي قبرونو ته نه ".
د هغه پېغام کې ویل شوي، "مهرباني وکړئ د وسلو تصور ختم کړئ اؤ د ماشومانو په اړوند د ټولو ماشومانو په اړه فکر وکړئ ،څنګه چې تاسو د خپلو بچو لپاره کوئ"
همهاله اسرایلي حکومت د جمعې په ورځ یوه ویډيو خپره کړې ده چې پکې د انساني خواخوږۍ په اساس خوراکي توکي وړونکي ټرکونه د یوې نوې امدادي لارې شمالي غزې ته د ننوتلو په حال کې لیدل کیږي.
رایټرز اؤ ای ایف پي خبري شبکو دواړو ویلي چې هغوي د دې ویډیو د ریښتیاوالي اؤ یا د امداد رسولو د نوې لارې د پرانستل کېدو د درست مقام پخلی نه شي کولی.
په غزې کې تر دې دمه تر ټولو ستره خونړۍ جګړه په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس له برید راپدیخوا پېل شوې چې په دغه برید کې لږ تر لږه 1,170 کسان وژل شوي وؤ چې زیاتره پکې عام وګړي وؤ.
د حماس د واک لاندې په غزې کې د صحت وزارت ویلي د اسرایل په ځوابي بریدونو کې لږ تر لږه 33,634 کسان وژل شوي چې دې کې زیاتره ښځې اؤ ماشومان دي.
په اسرایل د حماس د برید په مهال دغه وسله والې ډلې خواوشا 250 کسان یرعمال کړي هم وؤ چې په هغې کې 129 کسان اوس هم د حماس سره بندي دي.
حماس پخلی کړی دی چې دغه کسان تر اوسه ژوندي دي.
(د دې رپورټ څه معلومات د ای ایف پي نه اخستل شوي دي)
Forum