د اسرایل او د حماس ترمنځ عارضي ډز بندي او د قېدیانو او د یرغمل کسانو تبادله د جمعې په ورځ د شروع کېدو وروسته د امریکې صدر جوبایډن وویل دغه پرمختګ د امریکې په پراخه کچه د سفارتکارۍ نتیجه ده.
بايډن وویل هغه او د هغه ټیم د تېرو څو هفتو راهسې کوښښونه کول چې په جګړه کې وقفه وشي، غزه ته بشري امداد پرېښودل شي او حماس هغه کسان ازاد کړي چې په اووم اکتوبر يې په اسرایل د حملې په مهال یرغمال کړي وو.
د یرغمال کسانو او د اسرایل په قېد کې د فلسطیني زاندانیانو د ازادۍ په اړه د معاهدې ته په رسېدو کې د مرستې دپاره صدر بایډن د قطر، مصر او د اسرایل شکریه ادا کړه.
امریکايي صدر وویل دا شروعات دي خو هر څه سم ترسره شول.
د بایډن د خبرو نه څو ګڼتې مخکې د اسرایل او حماس د اووه هفتو په جګړه کې د څلورو ورځو وقفه شروع شوه.
د ډزبندۍ ترڅنګ د جمعې د ماښام پورې 24 یرغمالان د حماس د ولکې نه ازاد شوي وو. اسرایل 39 فلسطیني ښځې، کم عمره کسان او سړي قېدیان ازاد کړل.
د طبي امداد نړیوالې ادارې انټرنېشنل کميټي اف دي رېډ کراس د قېدیانو په تبادله کې مرسته کوله. د دې عملیاتو په لړ کې په رېډکراس غزه ته انساني امداد هم رسوي.
د څلورو ورځو په ډز بندۍ کې به اسرایل په غزه کې د حماس په ضد حملې هم ودروي.
حماس د ټېلېګرام دلارې ویلي چې وسله وال به حملې ودروي.
اسرایل ویلي د هر لسو یرغمالانو د ازادۍ سره به په ډزبندۍ کې د وي ورځې اضافه کوي. قطر ویلي کوښښ به کوي چې څلور ورځې ډز بندي د ختمېدو نه مخکې د نورو یرغمالانو د ازادۍ دپاره هم معاهده وشي.
بایډن وویل د ډزبندۍ غځېدل حقیقي امکان لري. هغه وویل دوه امریکايي ښځې او څلور کلن امریکايي ماشوم په بې درکه کسانو کې شامل دي.
د اسرایل د صحت څانګې چارواکې ډاکټر هېګايي لوین وویل د زیات عمر ځیني یرغمالان د شوګر په شان رنځونو کې مبتلا وو او ماشومانو په قریباً اووه هفتو کې د لمر رڼا نه وه لېدلې.
امکان دی د یرغمالانو دویمه ډله د خالي، شنبې، په ورځ ازاده کړی شي.
صدر بایډن د جمعې په ورځ دا لوظ تکرار کړو چې د اسرایل او فلسطینیانو شخړه د هوارولو دپاره به د دوو ریاستونو د قیام دپاره تکل په دوامداره ساتي چې اسرایل او فلسطینیان د یو بل سره څنګ په څنګ ژوند وکړی شي.
هغه وویل د دې خبرې اهمیت د مخکې په مقابل کې دا مهال نور زیات شوی دی.
Forum