لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن: افغانانو ولیدل چې حکومت یې نسکور شو او صدر یې ملک دښمنانو ته وسپارلو


د نهې، سه شنبې، په ورځ افغانستان نه د امریکايي ځواکونو انخلا د مکمل کېدو او په افغانستان کې د امریکې ۲۰ کلن جنګ د ختمیدو په مناسبت صدر بایډن د وایټ هاوس نه قام ته وېنا کې افغانستان نه د ځواکونو د ستنولو د خپلې فېصلې په کلکه دفاع وکړه
د نهې، سه شنبې، په ورځ افغانستان نه د امریکايي ځواکونو انخلا د مکمل کېدو او په افغانستان کې د امریکې ۲۰ کلن جنګ د ختمیدو په مناسبت صدر بایډن د وایټ هاوس نه قام ته وېنا کې افغانستان نه د ځواکونو د ستنولو د خپلې فېصلې په کلکه دفاع وکړه

د امریکې صدر جوبایډن ویلي د توقع برعکس افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو مقابله ونکړی شوه او افغانانو ولیدل چې حکومت یې نسکور شو او صدر اشرف غني وتښتېدلو او ملک یې د افغانانو دښمنانو ته وسپارلو.

د نهې، سه شنبې، په ورځ افغانستان نه د امریکايي ځواکونو انخلا د مکمل کېدو او په افغانستان کې د امریکې ۲۰ کلن جنګ د ختمیدو په مناسبت صدر بایډن د وایټ هاوس نه قام ته وېنا کې افغانستان نه د ځواکونو د ستنولو د خپلې فېصلې په کلکه دفاع وکړه او ویې وېل پکار ده چې امریکايي ځواکونه د دې نه مخکې د افغانستان څخه ستانه شوی وی.

صدر بایډن وویل "مونږ یو داسې جنګ ته نور ضرورت نلروو باید چې ډیر وړاندې ختم شوی وی."

هغه زیاته کړه " زه په افغانستان کې د بلې لسېزي دپاره د جنګ شروع کولو نه انکار کوم."

صدر بایډن وویل د اګست د ۳۱ پورې افغانستان نه د امریکاي ځواکونو د راوېتسلو فېصله یې د اپرېل په میاشت کې کړې وه.

امریکايي صدر وویل "تمه دا وه چې د ۳۰۰۰۰۰ نه زیات افغان امنیتي ځواکونه چې مونږ په تېرو دوو لسیزو کې تربیه کړي وو او ساز او سامان مو ورکړی و د طالبانو سره په خانه جنګۍ کې به سخت مخالفین وي، افغان حکومت به د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته هم د څه وخت دپاره د طالبان مقابله وکړي، دا تمه صحیح و نه ختله."

صدر بایډن وايي افغان صدر ملک د افغانانو دښمنانو ته وسپارلو
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:25 0:00

صدر بایډن وویل امریکايي مامورینو ته یې د هر ډول صورتحال دپاره د تیارۍ امر کړی و او افغان ځواکونو "د هر چا د توقع سره سمه یې مقابله ونکړی شوه."

"مونږ تیار وو په داسې حال کې چې د افغانستان ولس ولیدل چې خپل حکومت یې وغورځېدلو او د اداري فساد او د ناوړه چلند په مهال یې صدر وتښتېدلو او ملک یې د دوی (افغانانو) دښمنانانو، طالبانو، ته وسپارلو او امریکايي پرسونل او اتحادیانو دپاره یې خطر نور ډیر زیات کړو," صدر بایډن وویل.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د ریپبلېکن پارټۍ دوو سېنټرانو د افغانستان په اړه د صدر بایډن په کارکردګۍ تنقید کړی.

سېنټر بېن سېس وویل د صدر بایډن د "فتح په لوري تګ" د حقیقت نه لرې دی او هغه امریکایان یې د "دښمن د صفونو په شا پرېښودي دي چې د شرم خبره ده."

سېنټر کېون کرېمر وویل افغانستان نه د صدر بایډن انخلا "په مکمله توګه ناکامه وه."

سېنېټر کرېمر وویل د صدر بایډن "ګامونه د هغه منصب سره سمون نه خوري او د دنیا په سټېج زمونږ د ملک دپاره د شرمندګۍ سبب دي."

خو قام ته خپله وېنا کې صدر بایډن وویل هغه د انخلا په مکمله توګه مسولیت مني که څه هم دا د ګډوډۍ ښکار شوي هم وه.

د افغانستان پخوانی صدر اشرف غني
د افغانستان پخوانی صدر اشرف غني

ملک نه د وتلو ورسته اشرف غني د متحده عرب اماراتو نه د اګست په ۱۸ نېټه خپله لومړۍ وېنا کې وویل که چېرې په افغانستان کې پاتې شوی وی نو لکه د ملک د نورو صدرانو په شان به وژل شوی وی. هغه وویل د افغانستان د پرېښودو مخکې یې تیاری کولو چې د طالبانو سره د ټولشموله او نماینده حکومت د جوړېدو په سر مذاکرات وکړي او په سوله ییزه توګه د واک د منتقلۍ موقع برابره شي‌ او کابل خوندي وساتل شي.

هغه وویل د تېښتې او جلاوطنۍ اراده نه لري او په مشورو بوخت دی چې بیرته افغانستان ته ستون شي او د خپل ولس د انصاف او واکمنۍ دپاره کوښښونه وکړي.

ښاغلی غني وویل افغان ځواکونو د طالبانو په وړاندې ماتې نه ده خوړلی بلکې د افغان حکومت په ګډون د طالبانو د رهبرۍ او نړیوالو همکارانو سیاسي ناکامي وه. وایي دا ناکامي د سولې بهیر وو چې په جګړه بدل شو.

قام ته وېنا کې صدر بایډن په افغان جنګ کې د امریکې د جاني زیان ذکر هم وکړو او ویې وېل ۲۴۶۱ امریکايي عسکر په افغانستان کې وژل شوي دي، د ۲۰۰۰۰ نه زیات زخمیان شوي او شل کاله امریکې په افغانستان کې هره ورخ ۳۰۰ مېلین ډالر مصرف کول.

د اګست د میاشت د ۱۵ نېټې په دې تصویر کې طالب وسله وال په ارګ کې ناست لیدل کېږي
د اګست د میاشت د ۱۵ نېټې په دې تصویر کې طالب وسله وال په ارګ کې ناست لیدل کېږي

په کابل د واک ترلاسه کولو وروسته طالبانو د نړیوالې ټولنې نه غوښتي چې د دوی حکومت دې په رسمیت وپیژني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG