د امریکې صدر جوبایډن به په نوي دلي کې د جي سېون تنظیم په سر مشریزه غونډه کې شرکت دپاره اینده میاشت د هندوستان سفر کوي.
وایټ هاوس د نهې، سه شنبې، په ورځ هندوستان ته د بایډن د مجوزه سفر اعلان وکړو.
د وي او ای د رپورټ ترمخه، صدر بایډن به د جي سېون د غونډې نه دوه ورځې وړاندې نوي دلي ته رسېږي چې دا څرګندونه کوي چې امریکا د وزیراعظم نرندره مودي حکومت ته څومره اهمیت ورکوي.
د وایټ هاوس د اعلان ترمخه بایډن به د سېپټمبر په اوومه نېټه نوي دلې ته رسېږي.
د دنیا د شلو لویو اقتصادونو تنظیم جي سېون سرمشریزه غونډه به د سېپټمبر په نهمه او لسمه کېږي.
د وي او ای د رپورټ ترمخه، د جي ۲۰ په غونډه کې به د صفا توانای په لوري تګ، په سماجي او اقتصادي کچه د اوکراین جنګ د اثرانو او د ګڼ اړخیزه ترقیاتي بېنکونو صلاحیت د زیاتولو په شان په نړیوالو مسلو غور کولی شي.
د امریکې د قامي سلامتیا مشیر جېک سولېون د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل په نوي دلي کې به بایډن دا ژمنه تکراروي چې جي ټونټي په اقتصاد کې ترقۍ همکارۍ دپاره اهم تنظیم دی او دا چې په ۲۰۲۲۶ کې به امریکا د جي ۲۰ د غونډې کوربتوب کوي.
بایډن به د جي ټونټي په غونډه کې په داسې حال کې شرکت کوي چې د جنوبي اېشیايي ملکونو تنظیم اسیان او د ایسټ اېشیا په سرمشریزه غونډو کې ګډون دپاره به انډونېشیا ته نایب صدره کاملا هېرېس لېږي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې پېټسي وېدا کستورا د رپورټ نه اخیستل شوي دي
Forum