لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر اشرف غني د واشنګټن سفر وځنډید


د افغانستان ولسمشر اشرف غني د امریکا او طالبانو تر منځه د سولې په اړه پیدا شوو اندېښنو په سر د واشنګټن خپل سفر ځنډولی.

د رپورټونو تر مخه صدر اشرف غني دغه سفر راروانه اونۍ ټاکل شوی وو. د دغې سفر حدف د امریکا او طالبانو تر منځه د سولې په اړه پیدا شوو اندیښنو باندې د امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ سره خبرې کول وو.

اېسوسي اېټډ خبري ادارې د خبر تر مخه یو افغان چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د صدر اشرف غني د امریکا د سفر ځنډیدو پخلی کړی.

بي بی سي هم د افغان صدارتي ماڼۍ د یوې سرچینې له خوا د دغه سفر د ځنډیدو خبر منلې خو دغه سرچینې يې علت نه دی ښودلی. د بي بي سي د خبر تر مخه ټاکل شوې وه چې صدر غني د امریکا دغه سفر سبا پېل کوو.

د اېسوسي اېټډ پرېس د خبر تر مخه افغان ولسمشر د امریکا او طالبانو تر منځه د سولې په لوظنامه اندېښنې ښودلي او تیره اونۍ يې هم په دغه لوظنامه اندېښنې څرګند کړې وې.

د صدر اشرف غني د امریکا سفر په داسې مهال ځنډیدلی چې د سولې لپاره د امریکا ځآنګړی استازی زلمی خلیل زاد تیره ورځ د کابل نه دوحه ته تللی.

د راپورټونو ترمخه زلمی خلیلزاد به په دې سفر کې طالبانو سره د افغانستان د سولې په تړاو خپلو مذاکراتو ته دوام ورکوي ترڅو یوې بشپړې هوکړې ته ورسیږي.

ښاغلی خلیلزاد یوځل بیا طالبانو سره مذاکراتو ته دوام ورکوي چې نوموړی تیره اوونۍ کابل ته د سفر په وخت د ولسمشر محمد اشرف غني سره دسولې دنهايي شوې موافقې جزیات شریک کړي.

افغان حکومت ویلي وؤ چې دسولې پر مسودې به ارزؤنه کوي او تر دقیقې مطالعې وروسته به یې په اړه نظر څرګند کړي.

دا تر اوسه نه ده معلومه چې خلیلزاد له افغان حکومت څخه دسولې موافقې په تړاو د رضایت په ترلاسه کولو سره دوحې ته ستون شوی او که له مخالفت سره.

دافغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي و دامریکا او طالبانو ترمنځ دسولې هغه سند چې وروستی شوی باید په اړه یې افغان حکومت ته وضاحت ورکړل شي.

دامریکا او طالبانو ترمنځ دسولې مذاکرات چې له نزدې یو کال راهسې دوام لري پکې دسولې موافقه وروستۍ شوې ده.

دسولې مذاکراتو له دوام سره په افغانستان کې جګړو هم زور اخستی او یوازې په کابل ښار په تیره یوه اوونۍ کې دوه خونړي بریدونه چې زیاته مرګ ژوبله پکې عامو ولسي خلکو ته ورسیده ترسره شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG