لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قبايلي ضلعو د فنډونو په سر د صوبې او مرکز ترمنځ لانجه دوام لري


د خېبر پښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جهګړا ويلي مرکزي حکومت د قبايلي ضلعو د جاري خرڅونو او د ترقياتي کارونو د پاره فنډونه کم کړي دي، چې له امله به يې دوي ونه کړی شي چي د قبايلي ضلعو سرکاري نوکرانو ته تنخا ګانې ورکړي.

خو په مرکزي حکومت کې شامل د اتحادي ګوندونو غړي وايي صوبايي حکومت د قبايلي ضلعو د پاره په اېن اېف سي کې برخه ولې نه غوښته کله چې د دوي د خپل ګوند [تحریک انصاف] په مرکز کې حکومت وو.

تيره ورځ د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جهګړا ميډيا سره خبرو کي ويلي وفاقي حکومت د مالي کال 2022 او 2023 د پاره د قبايلي ضلعو ترقياتي بجټ د 54 اربه نه 50 اربه روپو ته راکم کړی او دغسې يې د جاري بجټ د کوم نه چې تنخا ګانې ورکړل کيږي هغه يې د 77 اربه نه 60 اربه روپو ته راکم کړی دی.

هغه ويلي، روان کال د قبايلي ضلعو د تنخا ګانو خرچه د 60 اربه روپو نه سېوا وه او راتلونکي کال کې به دا 80 اربه روپو ته رسيږي، ځکه چې قبايلي ضلعو کې دوي حکومتي ډهانچه جوړوي، نوموړي وويل که د قبايلي ضلعو پوره بجټ نه ورکړل کيږي نو بيا به دوي عدالت ته ځې يا به دغه خلک به احتجاجي مظاهرې کوي.

نوموړي ويل دوي د وړاندې نه په خساره کې دي نو څنګه دوي د قبايلي ضلعو د صحت کارډ پروګرام صوبې په خرچ وچلوي، تېمور سليم جهګړا زیاته کړه د مرکزي حکومت په پي سي ون کې د قبايلي ضلعو صحت کارډ پروګرام پېسې اېښودل شوي دي نو بيا ولې دوي ته نه ورکړل کيږي.

خو د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د ګل په ورځ د بجټ اجلاس په دوران د جنوبي وزيرستان نه د پاکستان تحريک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړي نصير الله وزير ويلي وو دوي خبر شوي دي چې قبايلي ضلعو خلک د صحت کارډ پروګرام نه ويستل شوي دوي د وفاقي حکومت نه ګيله څنګه وکړي چې په کوم وخت کې د وفاق نه خط ليکل شوی چې قبايلي ضلعو صحت کارډ دې صوبايي حکومت ته وسپارل شي په هغه وخت کې په وفاق کې د پاکستان تحريک انصاف حکومت وو، او چې کله خېبر پښتونخوا حکومت ته اوس وويل شو چې د صحت کارډ پروګرام په خپل بجټ کې واچوئ نو صوبايي حکومت دوي ته وويل چې وفاقي حکومت تاسو د دې پروګرام نه ويستلي يئ.

نوموړي وويل د دوي په انتخابي حلقو کې ترقياتي کار نه دی شوی.

نوموړي ويل د دوی په انتخابي حلقو کې پرمختيايي کار نه دی شوی او د قبايلي ضلعو 5000 په کنټريکټ ګومارل شوو کسانو نوکرۍ پخې نه کړی شوې، د نورې صوبې د کالجونو استازانو نوکرۍ پخې کړی شوې خو د قبايلي ضلعو هغه بيا داسې پاتې کړی شوي دي.

د قبايلي ضلعونه د مخالفه او د واکمن ګوند د اسمبلۍ غړو د اجلاس نه بايکاټ هم کړی وو.

خو بيا د نهې په ورځ ناوخته نصيرالله وزير ډيوه ته وويل د دوي د وزير اعلا سره ملاقات شوی د دوي ګېلې يې ختمې کړي او د فنډونو نه ترلاسه کېدو زمه وار وفاقي حکومت دی.

خو په مرکزي حکومت کې د ايتلافي ګوند د جمعت علما اسلام د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محمد جمالدين ډيوه ته وويل که صوبايي حکومت اوس دغه تورونه لګوي نو کله چې د دوي په مرکز کې حکومت وو نو ولې يې د قبايلي ضلعو د پاره په اېن ايف سي ايوارډ کې د برخې اخستو د پاره غږ نه پورته کوو.

نوموړي وويل که دوي په حکومت کې وي او که په اپوزيشن کې نو د قبايلي ضلعو د خلکو د حقونو د پاره به اواز پورته کوي.

په وروستيو کې د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير تيمور سليم جګړا د صوبې د بجټ وړاندې کولو په مهال تور لګولی وو چې مرکز د قبايلي ضلعو دپاره بجټ د 140 اربه روپو نه 110 اربه روپو ته راکم کړی دی.

او په وروستيو کې د صوبې او مرکز ترمنځ د قبايلي ضلعو په سر لانجه رامنځته شوې ده.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG