لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په تربت ښار کې د احتجاج ګډون وال وايي بې درکه خپلوان يې په جعلي پولیس مقابله کې وژل شوي


د سي ټي ډي په بیان کې دعوه شوې چې د بالاچ په انکشاف سي ټي ډي ټیم جوړ کړی او د پېښې ځای ته په رسېدو ترهګرو ډزې شروع کړې او بالاچ د ترهګرو په ډزو ووژل شو
د سي ټي ډي په بیان کې دعوه شوې چې د بالاچ په انکشاف سي ټي ډي ټیم جوړ کړی او د پېښې ځای ته په رسېدو ترهګرو ډزې شروع کړې او بالاچ د ترهګرو په ډزو ووژل شو

د هغو کسانو خپلوانو احتجاج شروع کړی چې وېل کېږي د بلوچستان په تربت سیمه کې د ترهرګرۍ ضد پولیس سي ټي ډي سره په مقابله کې وژل شوي. احتجاج کوونکي وايي وژل شوي تنان بې درکه کړی شوي وو.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه، په تربت کې وژل شویو کسانو د وارثانو د احتجاجي ناستې وروسته د عدالت د امر باوجود هم د سي ټي ډي خلاف مقدمه نه درج شوې.

د رپورټ ترمخه، په وېل شوي مقابله کې د وژل شوي تن بالاچ خپلوان د تېرو څلورو وروځو راهسې د هغه د جسد ترڅنګ په احتجاج ناست دي.

عدالت د اتوار، يکشنبې، په ورځ د سي ټي ډي خلاف د اېف ايي ار د درج کېدو حکم کړی و خو د ګل، دوشنبې، په ورځ د اردوڅانګې د رپورټ جوړېدو پورې د عدالت په امر عمل نه و شوی.

د بالاچ مشر ورور جمل وایس اف امریکا ته وویل د اکتوبر په ۲۹ نېټه د شپې یوه بجه په تورو جامو کې د ۲۰ نه تر ۲۵ پورې کسان کور ته ور ننوتل، کوټې دروازه یې ماته کړه او بالاچ يې د ځان سره بوتلو.

اجمل وویل چې ورور یې بوتلل کېدو نو مور يې بې هوشه شوه او مسلح کسانو ورته وویل چې خاموشه پاتې شئ او "مونږ د ویرې خاموشه پاتې شوو."

د بالاچ خپلوان، د شهري حقونو او د سیاسي ډلو فعالان د تېرو څلورو ورځو راهسې د تربت ښاره په شهید فدا چوک کې د هغه د مړي ترڅنګ به احتجاج ناست دي
د بالاچ خپلوان، د شهري حقونو او د سیاسي ډلو فعالان د تېرو څلورو ورځو راهسې د تربت ښاره په شهید فدا چوک کې د هغه د مړي ترڅنګ به احتجاج ناست دي

اجمل وویل ورور یې تر یوې میاشت پورې بې درکه و خو د نومبر په ۲۰ نېټه پولیس په داسې حال کې د هغه ګرفتاري ظاهره کړه چې په هغه يې د یو کلو چاودېدوونکي مواد د ساتلو په الزام اېف ایي ار درج کړو.

د بالاچ کورنۍ ته د نامعلومه ټېلې فون نمبر په زریعه د هغه خلاف د اېف ايي ار خبر وکړی شو.

د هغه د ګرفتارۍ څرګندېدویوه ورځ وروسته د نومبر په ۲۱ نېټه بالاچ عدالت ته وړاندې کړی شو. هغه هغه د ۱۰ ورځو په رېمانډ سي ټي ډي ته ورکړو.

د بالاچ ورور اجمل وویل خوشحاله وو چې ورور یې راڅرګند شو، په عدالت کې يې د ورور سره زیاتې خبرې و نه شوې مونږ ته څه معلومه وه چې بله ورځ به بالاچ په جعلي مقابله کې ووژل شي.

په سي ټي ډي الزامات

په بلوچستان کې د بې درکه د موندلو دپاره کارکوونکی تنظیم وایس فار بلوچ مېسېنګ پرسنز په سي ټي ډي د عدالت نه پرته د قتل الزام لګولی دی.

سي ټي ډي ویلي د نومبر د ۲۲ او ۲۳ ترمنځ شپه کې د څلورو کسانو د وژلو خبره کړې وه. د وایس فار بلوچ مېسېنګ پرسنز ترمخه د وژل شویو څلورو واړو کسانو شناخت په هغو کسانو کې شوی چې بې درکه وو او معلومات يې د تنظیم سره موجود وو. سي ټي ډي دا خبره رد کړې ده.

سي ټي ډي سره وېل شوي مقابله کې د وژل شویو کسانو شناخت د بالاچ مولا بخش، سېف الله، ودود او د شکور په نامو شوی دی.

د بالاچ په اړه د هغه د عزیزانو وېنا ده چې هغه د پينځو وروڼو څخه تر ټولو کشر او قریباً شل کلن وو او د درزي (خیاط) په دوکان يې کار کوولو.

د تربت احتجاج

د وایس فار بلوچ مېسېنګ پرسنز دعوه ده چې په بلوچستان کې خوا او شا اته زره کسان بې درکه کړی شوي دي خو حکومت دا شمېرې نا سمې بلي.

د بالاچ خپلوان، د شهري حقونو او د سیاسي ډلو فعالان د تېرو څلورو ورځو راهسې د تربت ښاره په شهید فدا چوک کې د هغه د مړي ترڅنګ به احتجاج ناست دي.

د احتجاج کوونکو غوښتنه ده چې واقعې د تحقیقاتو دپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړی شي او د سي ټي ډي خلاف دې مقدمه درج شي.
د اتوار، يکشنبې، په ورځ سېشن جج پولیس ته امر وکړو چې د سي ټي ډي خلاف دې اېف ايي ار درج کړی شي خو تر دا مهال داسې نه دي شوي. او د بالاچ مړی هم لا نه دی ښخ کړی شوی.

د بالاچ د کورنۍ د وکیل جادان دشتي وېنا وه چې سي ټي ډي د بالاچ ریمانډ اخیستی و خو د دې باوجود هغه د عدالت نه بالا قتل کړی شو. هغه زیاته کړه چې دا د عدلیې په کار هم سوالیه نښان دی.

د وکیلانو او د انساني حقونو د تنظيمونو تشویش

د بلوچستان بار کونسل یا د وکیلانو اتحاد د نومبر په ۲۳ نېټه د عدالتونو نه بایکاټ وکړو. د مسلسل احتجاج وروسته جج د جسټس اف پيس اختیار استعمال کړو و پولیس ته يې د سي ټي ډي خلاف د اېف ايي ار د درج کولو حکم وکړو.

يورپين یونین دا میاشت د جي اېس پي پلس په رپورټ کې په پاکستان کې د خلکو د خبري بې درکۍ مخ په زیاتېدوونکو کېسونو تشویش څرګند کړو.

د انساني حقونو غېر حکومتي ادارې هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان، اېچ ار سي پي، په بلوچستان کې د امنیتي ادارو دلاسه د عدالت نه بالا خلکو د وژل کېدو غندنه وکړه او ویې وېل چې دا د ریاست ذمه واري ده چې د هر چا د ژوند تحفظ وکړي.

د وایس اف بلوچ مېسېنګ پرسنز جنرل سېکېټري سمی دین وویل که په چا څه الزام وي نوعدالت ته پېښ کړی شي، خلک اوچتول بیا يې مسخ شوي مړي غورځول او یا په جعلي مقابلو کې خلک وژل نفرت زیاتوي.

د بې درکه کسانو موندلو دپاره کوښښونه

د بلوچستان نېشنل پارټۍ یوه مشره او د قومي اسمبلۍ پخوانۍ غړي شکیله نوید دهوار وايي د دوی ۴۰۰ بې درکه کسان په موندلو کې کامیاب شوی دی.

په ۲۰۱۸ کې د عامو انتخاباتو وروسته چې په مرکز کې د عمران خان حکومت جوړ شو نو بي اېن پي په شپږو نقطو د پاکستان تحریک انصاف په حکومت کې شامله شوه. حکومت سره الحاق په شپږو ټکو کې یو د بې درکه کسانو بازیابي هم و. د انساني حقونو دپاره د بلوچستان بار د کمېټۍ مشر اېډوکېټ راهب خان بلېدي وايس اف امریکا ته وویل د عدالت نه بالا وژنې په عدلیه پوښتنې راپورته کولی شي او کمېشن دې تحقیقات وکړي چې حقایق مخې ته راشي.

د سي ټي ډي دریځ

سي ټي ډي دعوه کړې چې بالاچ د بلوچستان لېبرېشن ارمي، بي اېل ای، نومې تنظیم غړی و.

د سي ټي ډي ترمخه د تفتیش په مهال بالاچ اعتراف کړی و چې هغه هدفي وژنې او بمونه ښخ کړي دي او چاودېدونکي مواد یې خپلو ملګرو ته وړلي دي چې هغوی ترې په موټر سایکل کې لګېدونکی بم تیار کړي وو او په تربت ښار کې یې ترهګري کول غوښتل.

د سي ټي ډي په بیان کې دعوه شوې چې د بالاچ په انکشاف سي ټي ډي ټیم جوړ کړی او د پېښې ځای ته په رسېدو ترهګرو ډزې شروع کړې او بالاچ د ترهګرو په ډزو ووژل شو.

د بیان ترمخه چې ډزې ودرېدي نو چاپه وهونکي ډلې تلاشي واخیستله، هلته د دریو نورو ترهګرو مړي هم وموندل شو، دوو په جیبونو کې شناختي کارډونه و چې دوی شناخت يې د عبدالودو ا د مبارک په نامو کولو.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای اردو څانګې د رپورټ نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG