لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت د مولانا فضل الرحمان په لښکر د بندیزونو فیصله کړې


JUIF Ansar ul Islam
JUIF Ansar ul Islam

پاکستاني مطبوعات وايي د پاکستان تحریک انصاف حکومت د مخالفه سیاسي ګوند جمیعت علما اسلام د امنیتي فعالینو ډلې (انصار الاسلام) پرضد د بندیزونه پریکړه کړې ده.

د پاکستان مرکزي حکومت لخوا دانصار الاسلام ډلې پرضد د بندیزونو پریکړه په داسې وخت شوې چې مرکزي حکومت د خالي یا شنبې په ورځ مخالفه ګوندونو ته یو وارې بیا د خبرو اترو وړاندیز تر څنګ ګواښونه هم ورکړي.

د پاکستان د انګریزۍ ژبې ورځپانې ٫٫ډان٬٬ د یو رپورټ تر مخه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د انصارلاسلام ډلې پرضد د کاروايۍ او بندیزونو لپاره د مرکزي کابینې نه منظوري هم اخستې.

د رپورټ تر مخه د کورنیو چارو وزارت لخوا مرکزي کابینې ته لیږل شوي سرکاري حکمنامې (سمري) کې وېل شوي چې د اېین د ارټیکل ۲۵۶م اود ۱۹۷۴ اېکټ د ۲ سیکشن تر مخه به په دغه ډلې پابندي لګول کیږي او بیا به صوبو ته د انصار الاسلام ډلې پرضد د سختو ګامونو پورته کولو اختیار هم ورکړل کیږي.

په دغه سمرۍ کې لیکل شوي چې انصار الاسلام ډله د جمیعت علما اسلام (ف)(ډنډا بردار) یا کوتکو په لاس ډله ده او د پاکستان قانون د داسې ډلو اجازه نه ورکوي.

د وي او ای اردو د یو خبر تر مخه که چرې دغه حکومتي وړاندیز یا سمري ومنل شي نو انصار الاسلام ډله به د بندیز لګیدلي ډلو په نوملړ کې واچول شي. د دوي بنکي اکاونټونه او اثاثې به وتړل شي او د مولانا فضل الرحمان سیاسي ګوند جمیعت علما اسلام به هم د څار ډلې (واچ لسټ) شامل کړی شي.

څو ورځې وړاندې د جمعیت علماء اسلام په زرګونو امنیتي فعالینو په ۳۱م اکتوبر د حکومت په ضد اسلام اباد ته دلاریون کولو وړاندې پېښور کې ډنډو په لاس تمرینونه کړي وو او د خېبر پښتونخوا صوبایي حکومت اعلان کړی وو چې د جی یو ایي په دغو فعالینو به مقدمې درج کوي.

انصارالاسلام ډله کې څوک دي؟

په خړه دریشۍ کې د انصار الاسلام په نوم د جمعیت علماء اسلام(ف) په زرګونو امنیتي فعالیتونو دپېښور په رنګ روډ د لؤړو یا ډنډو سره دا تمرینونه د اکتوبر په ۱۴مه نېټه ترسره کړي وو.

د دغو تمرینونو لېدنې ته دجمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان هم ورغلی اؤ د انصار الاسلام په نوم دغه لښکر مولانا فضل الرحمان ته په عسکري انداز سلامي‌ هم وړاندې کړې ده.

د انصار الاسلام په نوم د جمعیت علماء اسلام ددې لښکر تمریناتو لیدلو ته ورغلو زیاتره خبریالانو په ټولنیزو رسنیو دتمرینانو عکسونه خپاره کړي اؤ لیکلي یې دي ددې کسانو شمیره شاوخوا ۱۲زره وه اؤ د ګوند مشران وایي چې دوئ به د “ازادي مارچ” په نوم په ۳۱م اکتوبر کېدونکي لاریون کې د امنیت ذمه وارۍ سمبالوي.

د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان اعلان کړی چې هغه به دخپلو لکونو پلویانو سره په ۳۱م اکتوبر پلازمینې اسلام اباد ته دحکومت په ضد لاریون کوي اؤ دپاکستان سترو سیاسي ګوندونو پاکستان مسلم لیګ نون،پاکستان پیپلز پارټۍ اؤ عوامي نیشنل ګوند هم ددې حکومت مخالفه لاریون ملاتړ اعلان کړی دی.

دخیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان ډاګیز اعلان کړی چې دغه لاریون به ترې له صوبې وا نه وړي.

د لښکر تمیرناتو ته د پښتونخوا حکومت غبرګون:

پېښور کې لؤړو په لاس دانصار اسلام په نوم دجی یو ایي دامنیتی‌ فعالینو په تمریناتو صوبایي حکومت سخت غبرګون ښودلی اؤ دصوبې داطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزئ ویلي دمولانا فضل الرحمان ددې غیرقانوني ګام په ضد به کارروايي کیږي.

پېښور کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وینا کې صوبایي وزیر شوکت یوسفزي ویلي مولانا فضل الرحمان دمدرسو ماشومان دخپل ناولي سیاست دپاره کاروي اؤ دخپلې ملیشې په جوړولو یې ریاست ته سترګې برندې کړي دي چې ددې اجازه به کله هم ورنکړل شي.

خو دجمعیت علماء اسلام مشر دخپل لښکر برخه والو ته وینا کې ویلي “مونږ مدام دائین اؤ قانون خبره کړې ده اؤ نن هم د ائین اؤ قانون په لیکه ولاړ یو”

مولانا فضل الرحمان تور لګوي چې دعمران خان په مشرۍ موجوده حکومت د ولس په خوښه نه دی جوړ شوی بلکې په ولس په زوره تپل شوی اؤ‌ هغه وایي چې ترهغې به ددې حکومت په ضد مبارزه کوي ترڅو چې یې حکومت ړنګ کړی نه وي.

خو شوکت یوسفزي بیا د مولانا فضل الرحمان دا تورونه رد کړل اؤ وئ ویل مولانا چې کومه حلقه کې په شوؤ ټولټاکنو نیوکه لري دهغې نوم دې واخلي اؤ محکمې ته دې لاړ شي.

شوکت یوسفزي اعلان کړی چې کومو خلکو دمولانا فضل الرحمان په تمریناتو کې برخه اخستې دهغوئ په ضد به مقدمې درج کولی شي ځکه چې دوئ ریاست ته سترګې برندې کړي اؤ‌ په نړۍ کې یې دپاکستان نوم بدنام کړی.

خو په دغو تمریناتو کې موجود دقبائیلي ضلعو دپاره دجمعیت علماء اسلام مشر مفتي عبدالشکور ویلي دهغوئ احتجاج به پرامنه وي اؤ دا ډنډې یې ددې دپاره راپورته کړي چې دجبر اؤ وحشت مخه پرې ونیسي.

رسنیو سره خبرو کې مفتي عبدالشکور ویلي” څنګه چې په دې وروستیو کې پولیسو د حکومت په وینا په ډاکټرانو ډنډې وورولې یا قبائیلي ضلعو کې د بېګناه خلکو په ضد تشدد وکړل شو، مونږ به اجازه ورنکړو چې زمونږ په ورکرانو هم دغسې ظلم وشي”

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG