د پاکستان تحریک انصاف ګوند د کور کمېټۍ په غونډه کې د پوځ وياند "ډي جي آی اېس پي آر خبري کانفرنس ته غېراييني، غېر قانوني او د واک څخه تجاوز او تضاداتو مجموعه" ويل شوې ده.
تحریک انصاف ګوند دغه پرېس کانفرنس د "پوځ د وقار او اييني کردار دپاره منفي ګرځولی او رد کړی دی".
ياد ګوند د کور کمېټۍ د غونډې اعلاميه تېر ماسخوتن ناوخته په اېکس (پخواني ټويټر) خپره کړې ده.
ويل شوي، "د ډي جي آي اېس پي ار لخوا د کروړونو پاکستانيانو نماينده سياسي ګوند انتشاري ټوله ګرځول او د معافۍ غوښتنه په متفقه توګه رد".
د نهې/ سه شنبې په ورځ (اوومه مې) د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف چودري په خبري کانفرنس کې د تحریک انصاف ګوند او د دغه ګوند د مشر د نوم اخستو بغېر ويلي وو، " د انتشاري ټولې سره خبرې نه شي کېدی، خبرې اترې سياسي ګوندونه کوي د انتشاري ټولې سره يواځينۍ لاره دا ده چې د زړه نه معافي وغواړي او تعميري سياست وکړي".
تېر کال په نهمه مې د غبن په قضیه کې د تحریک انصاف ګوند د مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان له نيولو وروسته په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک انصاف ګوند غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې.
دغه ډول په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور حملې شوې وې ، اورونه لګول شوي وو، ګاډي یې مات کړي او د ملک په نورو برخو کې هم سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.
د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د نهمې مې د پېښو مقدمې د تحریک انصاف ګوند د مشرانو او غړو پرضد درج شوې وې.
د پاکستان پوځ د تېر کال 2023م نهمې مې ته توره ورځ ويلي او په دغه ورځ شوې پېښې یې د مجرمانونو پېښو په توګه يادې کړي او غندنه یې کړې ده.
پوځ ویلي، "د نهمې مې د پېښې پلان جوړونکو، سهولت کارو او عملي کوونکو سره به هیڅ جوړ جاړړی ونه شي او نه به دوی د ملک د قانون د پښو لاندې کولو اجازه ورکړي".
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ويلي، "د نهمې مې په پېښو کې ککړو شرخوښو، د هغو سهولت کاراو راپارونکو سره هيڅ نرمي نه شي کېدی او د هغوی دپاره هيڅ معافي نشته".
د تحریک انصاف ګوند د کور کمېټۍ د غونډې په اعلاميه کې د نهمې مې د پېښو د لوړې کچې عدالتي پلټنو غوښتنه کړې ده.
د پوځ وياند په خبري غونډه کې ويلي وو، اوس د نهمې مې د پېښو د پلټنو دپاره د عدالتي کمېشن جوړولو ویل کيږي، نو دغه پېښې خو ښکاره دي، "خو که عدالتي کمېشن جوړيږي مونږ تيار يو خو که عدالتي کمېشن جوړول کيږي نو هغه دې د 2014م د دهرنې، پارلیمان باندې د حملې، پي ټي وي باندې د حملې، آی اېم اېف ته د خطونو او نهمې مې د پېښو پورې ټولې پلټنې وکړي".
پاکستان تحريک انصاف ګوند د مخکې نه د نهمې مې د پېښو د پلټنو دپاره د عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه کوي.
Forum