لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ طاقتور او پارلیمان کمزوری دی :پي ټي ایم


په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنگ مشرانو د پاکستان د باندینو چارو په اوسنۍ تگ لاره نیوکې کړي دي. د سېمې څخه خبریالانو ويلي د غورځنگ زیاترو مشرانو خواشيني اوکړه چې د ایران او امریکا تر منځه د تاو تریخوالي په وخت د منتخب پارلیمان په ځای نړیوالو د پاکستان د پوځي افسرانو سره رابطې اوکړې. د غورځنگ مشرانو تور پورې کړو چې اصلي طاقت د پارلیمان په ځای د پوځ سره دی.

د پښتون ژغورنې غورځنگ په دولسمه جنورۍ په بنو کې جلسه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:28 0:00

د ايراني جنرل قاسم سلیماني د وژلو ورستو د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي وو د افغانستان صدر اشرف غني او د پاکستان د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره په ټيليفون خبرې کړي . پمپیو په ټويټر ليکلي وو

"د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د امریکايي دفاعي عملياتو چې پکې قاسم سلېماني وژل شوی په اړه خبرې وکړې"

له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمیلۍ غړي علي وزیر جلسې ته اوویل چې د هیواد پارلیمان آزاد نه دی او پوځي مشران د هیواد تگ لاره چلوي. هغه د جلسې نه ورستو ډیوه ته په یوه مرکه اوویل چې په پارلیمان کې د پوځ د مشر د نوکرۍ د مودې نیټه سوا کیدلو په وخت د غټو سیاسي گوندونو مشرانو سر ټیټې وکړله.

د هغه په خیال پخوا تل د پښتنو خاوره تل د پردیو د هدفونو د پوره کولو لپاره کارول کیدله خو اوس خلک د دغو جنگونو مخالفت کوي.

که څه هم د پاکستان حکومت د پي ټي ایم ددغو تورونو ځواب نه دی ویلی خو د پاکستان دبهرنیو چارو شاه محمود قریشي ويلي دي د ایران او امریکا تر منځه د تاؤ تریخوالي راکمولو اؤ دحالاتو اعتدال ته راوستلو دپاره باید دسفارتي لارو چارو د ستونزو دهواري دهڅو ملاتړ وکړل شي.

تر دې وړاندې دپاکستان وزیراعظم عمران خان هم پخپل یو بیان کې دمنځني ختیز په تاؤژن وضعیت اندېښنه ښودلې وه اؤ ویلي یې وؤ چې پاکستان به سیمه کې نور د کومې نوې جگړې برخه نه جوړیږي.

د پاکستان په بنو ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنگ اولسي جلسې ته د غورځنگ مشرمنظور پښتین اوویل دوي د پاکستان د ايئن لاندې د خپلو حقونو لپاره جدوجهد کوي خو ریاست په ځای ددې چې دوي ته حقونه ورکړي د هیواد ایئن د دوي په ضد کاروي.

ښاغلي پښتين تور پورې کړو چې د پښتنو په ضد ریاست د جبر تگ لاره ژوندۍ ساتلې ده. د هغه په خیال اوس هم د پښتنو په سیمو کې د وسله والو په لاسو اولس ځورول کیږي.

جلسې ته له شمالي وزریستانه دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ اوویل پي ټي ایم به د اولس د حقونو د گټلو نه په شا کیږي نه. د ښاغلي داوړ په خیال پي ټي ایم تر دې مهاله ډېر گټې کړي دي او وس حکومت مجبوره شوی دی په قبایلي ضلعو کې د خلقو د تاوانونو معاوضې ورکړي.

د جلسې ورستو د سیمې څخه خبریال صفدر داوړ اوویل چې نن د باران باجود د زرگونو په شمېره کې خلقو د پي ټي ایم په جلسه کې گډون اوکړو. صفدر دواړ اوویل چې "پي ټي ایم پاور شو اوکړه"

هغه اوویل اولس غواړي چې د هغوي غږ واوریدل شي او ستونزې یې حل شي.

علي وزير دډ یوه سره د خبرو په وخت تور پورې کړلو چې د بلوچستان صوبې نه په جلسه کې د برخې اخستونکو قافلو لارې نیول شوې وې. هغه اوویل د وزيرستانه هم خلق جلسې ته په مشکله ورسیدل.

صفدر داوړ دا هم اوویل چې اوس هم د پاکستان مطبوعاتو ته اجازت نشته دی چې د پي ټي ایم د جلسې کوریج وکړي.

د پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي صاحبزاده صبغت الله دغه تور رد کړو چې حکومت د پي ټي ایم په میډیا کوریج بندیز لگولی دی. هغه ډیوه ته اوویل په پاکستان کې میډیا اذاده ده او په وزيراعظم عمران خان هم نیوکې کیږي.

د جلسې په ځای کې موجود د ډیوه خبریال عدنان بیټني اوویل چې د پي ټي ایم د جلسې په ځای کې انټرنیټ بند وو او د موبایل ټلیفونونو د لارې رابطې نه کیدلې.

تیره ورځ د بنو ډپټي کمشنر عطالرحمان ډیوه ته ویلي وو چې دوي د انټر نیټ د بندولو اراده نه لري.

نن د جنورۍ په 12مه، په بنو منډان پارک کې د پي ټي ایم په جلسه کې ځیني مطبوعاتو ويلي نزدې 20000 کسان موجود وو.

د ډیوه خبریال اوویل په دغو کسانوکې ښځې او ماشمومان هم په گڼ شمیر کې شریک وو. په جلسه کې د هغو کورنیو غړي هم موجود وو چې خپلوان یې ورک دي.

د حکومت او پوځ دریځ

د پاکستان حکومت او پوځ د پښتون ژغورنې غورځنگ د بنو د جلسې نه پس سمدټکه غبرگون نه دې ښودلی. که څه هم د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنگ غوښتنې په تیرو وختونو کې سمې بللې دي خو پوځ دغه تحریک په دې تورن کړی چې وایي د ترهگرۍ په ضد د پوځ د لاسته راوړنو په اړه په خلکو کې کرکه خپروي او تور پورې کوي چې د دې لپاره د هند او افغانستان استخباراتي‌ ادارې ورسره مرسته کوي.

غورځنگ مشرانو دا تور په کلکه رد کړی او له پوځه یې په دې اړه ثبوتونه غوښتي خو پوځ‌ تر اوسه په دې اړه کوم ثبوت نه دی ورکړی

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG