لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچي ته د منظور پشتین سفر، د رینجرزو د فشار له امله وځنډید


په کراچي کې د پښتون ژغورنې غورځنگ یا پي ټي اېم رهنماوو له ځایي چارواکو سره منلې ده چې د دې میاشتې تر پایه پورې به د غورځنگ مشر، منظور پشتین کراچي ته نه ورځي.

ټاکل شوې وه چې پشتین د نوامبر پر ٢٥مه چې نن وه، کراچي ښار ته ولاړ شي او هلته د پښتون ژغورنې غورځنگ له منتظمانو سره لیده کاته وکړي.

په کراچي کې د پښتون ژغورنې غورځنگ څلور تنه مشران پرون رینجرز یووړل او نن د اتوار/یکشنبې په ماښام یې بیرته راخوشې کړل. د پي ټي اېم د یو سرلاري او د قامي اسمبلې غړي محسن داوړ په وینا، دغه څلور کسان نور الله ترین، محمد شیر مسید، محمدالله او صدام و چې «له پرون راهیسي په ناقانونه توگه د رینجرز لخوا» بندي شوي و.

نور الله ترین، د پښتنو یوې غونډې ته د وینا پر مهال
نور الله ترین، د پښتنو یوې غونډې ته د وینا پر مهال

په دغو کسانو کې، وایس آف امریکه ـ ډېوه نن د اتوار په ماښام له نور الله ترین سره ټلیفوني خبرې وکړې او هغه وویل چې له خپلو درېیو نورو ملگرو سره، "څو شیبې مخکې" د رینجرز له بنده راخوشې شوی دی. هغه دا هم وویل چې تیره شپه یې موبایل ټلیفونونه ورڅخه اخیستل شوي و او وروسته خبر شو چې د ده په نوم، جعلي ټویټونه هم خپاره شوي دي.

نور الله ترین زیاته کړه چې رینجرز له هغو غوښتل چې تر ٣٠ تاریخ پورې دې منظور پشتین، کراچي ته له تگ څخه منعه کړي، او له هغه وروسته چې هروخت د پښتون ژغورنې غورځنگ غواړي، نو منظور پشتین کراچي ته ورتلای شي او دوی (رینجرز) به هم ورسره تعاون کوي.

د نورالله ترین په وینا، د امنیتي چارواکو اندیښنه دا وه چې حالات خراب دي، او د میاشتې تر پایه به امنیتي ځواکونه په نورو مسایلو بوخت وي، لکه د خادم رضوي د پلویانو احتمالي مظاهرې او داسې نور.

ښاغلي ترین زیاته کړه چې بالاخره دوی د اتوار/یکشنبې په مازدیگر له امنیتي چارواکو سره ومنله چې منظور پشتین به د دې میاشتې تر پایه پورې کراچي ته نه ځي او د بلې میاشتې په دویمه نیټه به ورشي.

د هغه په وینا، پشتین به په کراچي کې د پي ټي اېم له فعالانو سره په بیلابیلو ضلعو کې وگوري او ورسره به خبرې وکړي.

په کراچي کې د پي ټي اېم د څلورو مشرتابه غړو له نیول کیدو وروسته، پر سوشل میډیا سخت غبرگونونه راوپاریدل. د قامي اسمبلې غړي او د غورځنگ یو مشر، محسن داوړ د هغو زر تر زره خوشې کېدل وغوښتل.

پر ټویټر باندې یو فعال، پیر معتصم شاه لیکلي و: "د پي ټي اېم کارکنان باید خوشې شي. دا یو ناوړه او ناقانونه عمل دی. د پي ټي اېم کارکنان د سولې او هوساینې مشالونه دي."

د پښتون ژغورنې غورځنگ یو شمیر غړو بیا پر سوشل میډیا دا خبره هم را اوچته کړه چې گني امنیتي چارواکو د نیول شویو کسانو له اړخه، پر سوشل میډیا باندې د هغو په نوم جعلي پیغامونه هم لیکلي دي.

د ټویټر یوه بله فعاله، ماریه پښتین په ټویټر کې ولیکل:

"کراچي رینجرز په هغه ښار کې د پي ټي اېم د بندي شویو فعالانو، په خصوص د نورالله ترین له سوشل میډیا اکاونټونو څخه کار اخلي چې مونږ ته دوکه راکړي. هرڅوک باید خبر شي چې د هغو د راخوشې کیدو پورې دې هغه پوسټونه او ټویټونه فالو نه کړي."

نورالله ترین هم له وایس آف امریکه سره په مرکه کې وویل چې رینجرز تیره شپه له هغو څخه موبایلونه اخیستي و او بیا یې د ده په نوم، ټویټونه خپاره کړي و. ترین زیاتوي چې کله یې له رینجرز څخه وپوښتل چې ولې یې د ده په نامه جعلي ټویټونه کړي، نو هغو خبره په خندا تېره کړله.

نورالله ترین مخکې ټویټر نه درلود، او اوس وایي چې پس له دې به ځان ته ټویټر خلاصوي.

د دې رپوټ په چمتو کولو کې، زموږ بل خبریال فضل عزیز هم برخه اخیستې ده.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG