لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیسو د پي ټي اېم رهنما ډاکټر سید عالم مسید د هغه له کوره ګرفتار کړ


د جنورۍ میاشتې په درېیمه نېټه د پېښور پولیس چارواکو، د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ ډاکټر سید عالم مسید په ضد مقدمه درج کړې او په حیات آباد کې یې د هغه له خپل کور نه د گرفتاره کولو پس یې نامعلوم ځای ته بیولی دی.

د شرکۍ پولیس تهاڼې چارواکي د ډاکټر سید عالم مسید د نیولو خبر نه تآییدوي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو وي او اې ډېوه ته وویل د ډاکټر سید عالم مسید په شمول، غورځنګ نورو تنانو باندې هم په یاده تهاڼه کې مقدمه درج شوې ده.

د ډاکټر سید عالم مسید د خپل کور نه د نیول کېدو یوه وېډیو هم په سوشل مېډیا خوره شوې ده چې اورېدل کیږي د هغه زوی دا وېډیو د خپل پلار د ګرفتارۍ په موقع ایستلې ده.

ډاکټر سید عالم مسید د پولیس چارواکو لخوا د نیول کېدو په وخت په دې وېډیو پیغام کې وایي، پته نه لګیږي چې پولیس به یې کراچۍ ته او که بل چېرته بوزي.

د قامي اسمبلې غړی او د پي ټي اېم یو مخکښ، محسن داوړ د ډاکټر سید عالم مسید ګرفتاري "په کلکه غندلې" ده او پخپل ټوېټر یې لیکلي دي: «د پي ټي اېم خلاف غېراعلانیه کاروایي دوام لري. هېڅ قدر دړکې او ګرفتاریانې به مونږ خپلو حقونو ته د رسېدو د لارې نه وانه ړوي. مونږ د پي ټي اېم د ټولو کارکنانو فوري آزادي غواړو.»

د بشري حقونو کارکن او د پېژندل شوې فعالې، ملاله یوسفزۍ پلار، ضیآالدین یوسفزي هم په خپل ټوېټر لیکلي: «ډاکټر سید عالم محسود همیشه د پر امنه جد و جهد له لارې د پښتنو د حقونو او د امن دپاره آواز اوچت کړی دی. د هغه ګرفتاري د غندنې وړ او افسوسناکه خبره ده.»

د پي ټي اېم یو غړي، ډاکټر مشتاق خان وویل د ډاکټر سید عالم مسید د نیول کېدو په اړه به دوی قانوني لار خپلوي او احتجاجونه به کوي. هغه د پولیسو په یادونې سره وویل، "دوی خو مونږ ته اقرار ونه کړ چې دلته دی، مګر دا یقیني ده چې د پي ټي اېم په ملګرو یې اېف آی آر کړی او اوه یا اته تنه یې ګرفتاره کړي چې سبا ته به نور معلومات ترې واخلو."

دغه مقدمه د غورځنګ غړو پرضد په پېښور کې د پرېس کلب مخې ته د احتجاج کولو نه پس درج کړی شوې ده.

د پي ټي اېم یو شمېر نور غړي بیا وایي چې مقدمه په محسن داوړ، میرکلام وزیر، آفتاب پشتین شینواري، او د غورځنګ نورو غړو په ضد درج کړی شوې ده.

د پي ټي اېم غړو د یکشنبې/اتوار په ورځ په کوئټه، پېښور، او اسلام آباد کې د غورځنګ مخکښ او پارلېماني غړي علي وزیر او نورو تنانو د نیونې په ضد احتجاجونه پیل کړي و.

د پي ټي اېم د مرکزي کمېټې غړې ثنا اعجاز وي او اې ډيوه ته وویل چې اوس ریاست دوی احتجاج کولو ته هم نه پرېږدي.

یاده دې وي چې د ډسمبر میاشتې په شپاړسمه (۱۶) نېټه پولیسو علي وزیر په پېښور کې ونیو او وروسته یې بیا د کراچۍ پولیسو ته وسپاره. د کراچۍ پولیسو د وینا ترمخه، د ډسمبر په شپږمه نېټه، علي وزیر په سهراب کوټ کې یوې اولسي غونډې ته د وینا په وخت د ریاست په ضد خبرې کړې وې.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد تېره ورځ ویلي و، هر چا چې د پوځ پر ضد خبرې وکړې نو د هغه په ضد به په دوه اویا (۷۲) ساعتونو کې مقدمه درج کړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG