لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي وزیر وايي مولانا فضل الرحمان د بې درکه کسانو خبره راپورته کړې دوی يې ملاتړ کوي


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر وايي، دوی يواځې د مولانا فضل الرحمان نا، بلکې د هغو ټولو خلکو د دې دريځ ملاتړ کوي چې څوک د بې درکه کسانو مسله راپورته کوي.

علي وزير وی او ای ډيوه سره په خبرو کې وویل، دوی د مولانا فضل الرحمان د دغې خبرې ستاينه او ملاتړ کوي چې د خپل ازادي مارچ په سټېج يې د بې درکه کسانو د مالومولو خبره کړې ده.

"هر څوک چې وي چې په مستقل او ښکاره بنيادونو دا خبره کوي او په راتلونکي وخت کې په دې دريځ ولاړ وي مونږ د مولانا صېب د دې خبرې شکريه ادا کوو چې دا خبره يې واضحه کړه".

هغه وويل د پي ټي اېم د څرګندونو وروسته اوس ډېر خلک د بې درکه کسانو خبره راپورته کوي او دوی د دغه هر ډول غږ ملاتړ کوي.

هغه زياته کړه مولانا د بې درکه کسانو خبره وکړه خو دوی هيله لري چې هغه د رښتياؤ مالومولو د (ټرت اېنډ ري کنسليېشن) د کمېشن خبره هم راپورته کړي او د خلکو سره د ظلمونو او د هغوي د ورانو کورونو خبره هم وکړي.

"هر څوک چې وي که هغه هندو وي که مسلمان وي او که عيسايي وي چې د پښتون وطن او د هغوی د ژغورنې خبره کوي نو مونږ د هغوی ملاتړ کوو".

د جمعيت علما اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان بېګاه شپه په اسلام اباد کې د خپل ازادي مارچ احتجاج کوونکو ته په وېنا کې ويلي چې کوم خلک د ترهګرۍ په نوم بې درکه کړی شوي هغوی دې مالوم کړی شي او هغه د نوم اخيستو پرته په هغو ادارو ټکونه کړي چې څوک خلک بې درکه کوي.

مولانا ويلي ؤ " چې د ترهګرۍ په نوم کوم خلک اوچت کړی شوي يا اوچتيږي او د کلونو کلونو راهسې بې درکه دي او کورنۍ يې د هغو د راتلو انتظار کوي او د هغوی مور و پلار ته تراوسه دا پته نشته چې هغوی چرته دي او که هغوی مجرمان دي عدالتونو ته دې وړاندې کړی شي".

هغه پوښتنه راولاړه کړې چې دا عدالتونه یواځې د سیاستوالو دپاره دي؟ او ايا دا بې درکه خلک پاکستانیان نه دي او دوی حق نه لري چې عدالتونه يې راښکاره کړي؟.

هغه وويل د قانون ترمخه او د پاکستان د وګړي په حېث دې دوی راښکاره کړی شي او عدالتونو ته دې وړاندې کړی شي چې نړۍ ته مالومه شي چې ايا دا خلک ترهګر دي او که بې ګناه دي؟.

د روان کال د جون په میاشت کې په پاکستان کې په زوره د بې درکه کړی شوؤ کسانو د مالومولو په موخه جوړ کمېشن ويلي ؤ دوي په ۶۱۵۶ د بې درکه کسانو په قضیو کې ۳۹۳۸ کسان مالومات کړي دي.

پي ټي اېم په خپلو غوښتنو کې يوه غوښتنه د بې درکه کسانو عدالتونو ته د وړاندې کولو کوي او تور لګوي چې په زرګونو پښتانه په زوره بې درکه کړی شوي دي.

د پي ټي اېم په څېر په بلوچستان کې د بلوچ مسنګ پرسنز په نوم غورځنګ هم د زرګونو په شمېره کې د بلوڅانو د بې درکه کولو ادعاوې کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG