لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتین: واڼا کې په پي‌ ټي ایم د امنیتي ځواکونو او طالبانو په ډزو کې گڼ شمیر کسان وژل شوي


علي وزیر
علي وزیر

دخیبر پښتونخوا دجنوبي وزیرستان په مرکز واڼا کې حکومت پلوه طالبانو دپښتون ژغورنې دغورځنګ په مهم مشر علي وزیر اؤ په نورو غړو د درنو اؤ سپکو وسلو برید پیل کړی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین دعوه کوي چې په برید کې ۱۰پورې کسان وژل شوي اؤ ۳۰ ژوبل شوي خو لا دقیقه شمیره نه ده څرګنده اؤ اوس د مړو اؤ‌ ژوبلو په هکله نور معلومات مخې ته راروان دي.

بلخوا په پېښور کې په واڼا کې په پي ټي ایم د ډزو خلاف مظاهرې ته وینا کې د پي ټي ایم یو مشر ډاکټر سید عالم محسود وویل چې په پیښه کې درې کسان وژل شوي او ٣٠ زخمیان دي.

حکومتي مامورینو په واڼا کې د اړي گړي تصدیق کړی دی خو د مرگ ژوبلې په اړه یې څه معلومات نه دي شریک کړي او وړاندې یې ویلي وو چې حالات یې قابو کړې دي.

منظور پشتین تور لګولی چې په عام اولس ډزې طالبانو اؤ‌ امنیتي‌ ځواکونو په ګډه کړي دي خو پوځ لا په دغه هکله سپیناوی نه دی کړی.

دسیمې څخه سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي چې دپښتون ژغورنې غورځنګ وتلی مشر علي وزیر اؤ دهاغو ملګرو باندې طالبانو په واڼاک کې تر نیم ساعته ډزې کړي خو علي وزیر پخپله ددغه برید څخه ژوندی وتلی.

وروستي اطلاعات وایي د پي ټي ایم د غړو د سخت مقاومت له امله وسله وال طالبان له سیمې تښتیدلي خو د پي‌‌تي‌ا یم په زرګونو ځوانان اوس واڼا بازار ته ورټول شوي اؤ وایي چې هغوئ به دطالبانو دفترونه سوزوي اؤ که چرې پوځ په رښتیا دطالبانو سره نه دی ولاړ نو په دې کار کې به د سیمې دخلکو سره مرسته وکړي.

سرچینې وایي طالبانو پرون علي وزیر ته دړکه کړې وه چې هغه دې د پښتون ژغورنې غورځنګ نه بیل شي ګنې کور به یې ور ړنګ کړل شي.

ددغه د دړکې نه وروسته نن علي وزیر اؤ د پي‌ ټي ایم نور ملګري ماسپښین درې بجې طالبانو سره جرګې دپاره واڼا ته روان ؤؤ‌ چې دعلي وزیر د پټرولو پمپ سره پرې طالبانو یو سخت برید وکړو.

سرچینې وایي دغه برید وروسته له هغې شوی چې طالبانو د پي ټي‌ ایم د غړو د سرونو نه خولۍ کوزؤلې اؤ سوزؤلې یې خو کله چې علي وزیر اؤ دهغه نور ملګري سیمې ته ورسیدل نو هغوئ شعارونه ورکول پیل کړل چې” یه جو دهشت گردی هے اسکے پیچهے وردی هے “

عیني شاهدان وایي چې دپوځ په ضد شعارونو ورکولو سره سم طالبانو په علي وزیر اؤ د هغه په نورو ملګرو ډزې پیل کړې چې په دغو ډزو کې د علي وزیر یو د تره زوئ عارف وزیر ، یو سیمه ییز خبریال نورعلي وزیر اؤ تر ۳۰ نور کسان ژوبل شوي اؤ یو شمیر نور وژل شوي دي خو د وژل شوؤ دقیقه شمیره نه ده په ډاګه شوې.

عیني شاهدان دا هم وایي چې تر نیم ساعت پورې ډزو ټول واڼا بازار جړقولو خو پوځ یا د ملیشې ځواکونه خوا له نه ورتل اؤ له نیم ساعت وروسته ملیشه سیمه ته ورسیدله اؤ حالات یې کنټرول کړل.

له دې وړاندې هم دعلي د وزیر دکورنۍ تر ۱۲ زیات غړي وژل شوي اؤ دهغه مارکیټ اؤ دپټرولو پمپ په بمونو الوځول شوی ؤ.

دپښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پشتین په فیس بک خپله لائیو ویډیو کې تور ولګولو چې طالبان د عامو خلکو د مقاومت په نتیجه کې له سیمې تښتیدلي وؤ خو وروستو امنیتي ځواکونه راغلل اؤ د خپلو ګاډو نه یې په عامو خلکو ناتاره ډزې وکړې چې پکې ۱۰ؤ پورې کسان وژل شوي اؤ د ۳۰ؤ نه زیات ژوبل شوي دي.

خو منظور پشتین وویل چې د مړو اؤ‌ ژوبلو کره شمیره لا بیا هم نه ده معلومه اؤ اوس نور نومونه مخې ته راروان دي.

منظور پشتین ټولو پښتنو باندې غږ کړی چې ددې زیاتي‌ په ضد سبا ټوله نړۍ کې احتجاجي مظاهرې وکړي

علي وزیر دپاکستان په پوځ سختې نیوکې کوي اؤ دریځ لري چې په سیمه کې ترهګري دوي پیدا کړې اؤ طالبان اؤ نورې ترهګرې ډلې دپوځ خپل خلک دي چې بېګناه خلک پرې وژني . خو پوځ وایي چې دترهګرۍ په ضد جګړه کې زیاتې قربانۍ هغوئ خپله ورکړي دي

پولټیکل سرچینې وایي په برید کې اووه کسان ژوبل شوي خو ځینې ازادې سرچینې بیا د د دریوؤ کسانو د وژل کیدو اؤ‌ دلسو نورو د ژوبل کیدلو دعوې هم کوي.

دپښتون تحفظ موومنټ مشران تورونه لګوي چې دګله نه دوئ دهیواد بیلابیلو برخو کې کامیابې جلسې پیل کړي نو پوځ یو ځل بیا طالبان د امن کمیټۍ په نوم وزیرستان ته وروستي اؤ هدفي‌ وژنې پرې کوي خو پوځ ددغه دعوې په هکله خپل غبرګون نه دی ښودلی

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG