لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب: د قران سپکاوي په تور قهرجن احتجاجونه، میسحي تن ژوبل، کارخانه یې سوځول شوې


د پنجاب په سرګودا ښار کې د قران د ممکنه سپکاوي په تورونو د سیمې راپارېدلو خلکو یو مسیحي تن په وهلو ټکولو سخت ژوبل کړی او د هغه د کور د سوځولو هڅه یې کړه خو پولیس وایي‌ د کور سوځولو مخه یې نیولې ده.

د وي او ای اردو د رپورټ له مخې د خالي- شنبې په سهار د سرګودې په مجاهد کالونۍ کې د سیمې استوګن د قران پاک د ممکنه بې حرمتۍ په اطلاع راوپارېدل اؤ د ټایرونو په سوځولو سره یې په احتجاج لاس پورې کړو.

په دغه هجوم کې شاملو کسانو مذهبي شعارونه ورکول اؤ خلک یې د یو کور سوځولو ته لمسول.

د وي او ای رپورټ وایي څو زلمیانو په لاسونو کې ډنډې راپورته کړې وې اؤ په کوم سړي چې د قران د سپکاوي تور ؤ د هغه د کور د بجلۍ کنکشن یې په زوره پرې کړو.

د پېښې په اطلاع رسېدلو سره سم د ‌ډي پي او نورو لوړ پوړو پولیس افسرانو په ګډون ګڼ شمیر پولیس عسکر سیمې ته رسېدلي اؤ سیمه یې پخپله ګېره کې اخستې ده.

پولیسو دعوه کړې ده چې د درې څلور ساعته پرله پسې هڅو وروسته یې صورتحال په قابو کې راوستی اؤ ګڼ شمیر مظاهره چیان یې نیولي دي.

دسرګودهې ریجنل پولیس افسر شارق کمال صدیقي رسنیو ته ویلي چې د امن کمیټې غړي هم سیمې ته رارسیدلي هغوي مظاهره چیانو ته د احتجاج ختمولو اؤ خپلو کورونو ته د ستنېدو وینا کړې ده.

مجاهد کالونۍ کې د سلطان مسیح نومې تن د کور د دیوال سره یو بکسه لګول شوې وه چې خلکو به پکې د قران شریفونو ورستې اؤ ضعیفې پاڼې اېښودې اؤ د سطان مسیح په پلار نوید مسیج تور ؤ چې هغه له دغه بکسې د قران شریفونو پاڼې راویستلي اؤ هغه یې سوځولي دي.

خو نوید مسیح ددې تورونو په سخته تردید کړی دی.

رپورټ وایي راپاریدلو مظاهره چیانو نوید مسیح نیولی اؤ سخت تشدد یې پرې کړی خو بیا په مشکله پولیس هغه د مظاهره چیانو خلاص کړی اؤ په مرګوني حالت کې یې د علاج لپاره ضلعي روغتون ته رسولی دی.

کله چې نوید مسیح په ایمبولینس کې روغتون ته رسول کېدو نو په دغه مهال پارېدلو خلکو په ایمبولینس هم کاڼي ورولي اؤ شیشې یې ورماتې کړې دي.

تر پېښې وروسته راپارېدلو خلکو د نوید مسیح د زوي سلطان د څپلو کارخانې ته هم اور لګولی دی.

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن ( ایچ ار سي پي) سرګودها کې په رامنځته شوې دې پېښه ژورې اندېښنې ښودلي اؤ پخپل بیان کې یې ویلي دي چې د ګل والا کلي د اوسیدونکو عیسویانو ژوند په خطر کې دی چرته چې خلک راپاریدلي اؤ هغوي ته زیان رسوي.

ایچ ار سي پي پخپل بیان کې د پنجاب پولیسو اؤ‌ ضلعي انتظامیې نه په سمدستي توګه د امن د ټینګولو، د میسحي ابادۍ د تحفظ اؤ دې پېښه کې د ککړو کسانو په ضد د اقدام کولو غوښتنه کړې ده.

د سر ګودهې د پولیسو ضلعي مشر ډاکټر اسد اعجاز ویلي چې پولیسو د اړي ګړي ، وهلو ټکولو اؤ سوځولو له پېښو وروسته مجاهد کالونۍ کې عملیات کړي اؤ په لسګونو کسان یې ددې اړي ګړي په تور نیولي دي.

هغه ویلي اوس وضعیت په قابو کې دی اؤ د اشتعال خورونکو پېژندګلو د سي سي ټي‌ وي په مرسته کیږي چې له هغې وروسته به دغه کسان ګرفتارولی شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG