لاس رسیدونکی لینک

 
صدر پوټن به د سعودي او د متحده عرب اماراتو چارواکو سره د اسرایل او د حماس په جنګ خبرې کوي
تازه خبر

صدر پوټن به د سعودي او د متحده عرب اماراتو چارواکو سره د اسرایل او د حماس په جنګ خبرې کوي


د زیارت، پنجشنبې، په ورځ به پوټن د ایراني صدر سره ملاقات کوي
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ به پوټن د ایراني صدر سره ملاقات کوي

د روس صدر ولادېمېرپوټن به په یو ورځني سفر سعودي عرب او متحده عرب اماراتو ته ورځي چې د دواړو ملکونو چارواکو سره د اسرایل او د حماس د جنګ په اړه خبرې وکړي او دا هفته به په ماسکو کې د ایران صدر ابراهيم رييسي کوربتوب کوي. دغه خبره کرېملېن د نهې، سه شنبې، په ورځ وکړه.

د کرېملېن ترجمان دمتري پېسکوف وویل د شورو، چهارشنبې، په ورځ په سعودي عرب او په یو ای ايي کې د پوټن د ملاقاتونو زیاتره توجه به د اسرایل او د حماس په جنګ وي. هغه زیاته کړه د تېلو په قیمتونو به هم خبرې کولی شي.

پېسکوف د کانفرنس کال دلارې خبریالانو ته وویل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ به پوټن د ایراني صدر سره ملاقات کوي.

پوټن په منځني ختیځ کې جنګ د امریکې د سفارتکارۍ ناکامي بللې او ویلي يې دي چې واشنګټن فلسطینیانو سره څه امداد خو کوي خو د فلسطیني ریاست د قیام کوښښونه يې ترک کړي دي.

پوټن ویلي د اسرایل او فلسطينیانو سره د ښه تعلقاتو په بنیاد ماسکو د منځګري کردار ادا کولی شي او څوک دا شک نه شي کولی چې روس د یو او یا د بل فریق ډله کوي.

منځني ختيځ ته د پوټن د سفر اعلان د ګل، دوشنبې، په ورځ د هغه د خارجه چارو مشیر یوري اوشکوف د روس لایف نومې خبري ادارې سره مرکه کې وکړو.

کرېملېن پلوه تجزیه کار سرګی مارکوف وايي سعودي عرب او یو ای ايي د ماسکو اهم اتحادیان پاتې شوي او ماسکو د تېلو هغو قیمتونو نه ګټه ترلاسه کړې چې تعین يې د تېل پېدا کوونکو ملکونو تنظیم اوپېک پلس د ماسکو او ریاض په مرسته شوې معاهد کې کړی دی.

مارکوف ویل یو ای ايي سره تعلقاتو په سبب ماسکو د مغربي ملکونو د پابندیو نه ځآن بچ کړی دی.

د اکتوبر په میاشت کې پوټن د چین دوره کړې او په تېرو څو میاشتو کې یې د پخواني شوروي اتحاد او د موجوده مرکزي اېشیا ملکونو ته ګڼ شمېر سفرونه کړي دي.

د مارچ په میاشت کې انټرنېشنل کرېمېنل کورټ د جنګي جرمونو په الزام د پوټن د ګرفتارۍ وارنټ یا حکم جاري کړو او هغه يې په شخصي توګه اوکراین نه د ماشومانو د تښتول کېدو ذمه وار وبللو.

د هغه د ګرفتارۍ وارنټ په سبب پوټن په جنوبي افریقا کې د برېکس نومې تنظیم په غونډه کې شرکت و نه کړی شو. جنوبي افریقې د ايي سي سي لوظنامه دستخط کړی او د دې دلاندې به پابنده وه چې هېواد ته په ورسېدو پوټن یې ګرفتار کړی وی.

سعودي عرب او یو ای ايي د ايي سي سي معاهده نه ده لاس لیک کړې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG