د بلوچستان په سرښار کوټې په سېټلاېټ ټاون کې د اسحاق اباد په یوه جومات کې چاودنه شوې. تر دې دمه ترلاسه شوي معلوماتو تر مخه په چاودنه کې ۱۴ تنه مړه شوي او ۲۰ نور ژوبل شوي. ژوبل کسان نژدې روغتونونو ته رسول شوي.
تیر کال د اګست میاشتې په ۱۸مه نېټه د بلوچستان په چاغۍ سیمه کې چې افغانستان سره گډې پولې ته څیرمه پرته ده، د یو افغان دیني عالم د ناپیژاندو کسانو لخوا په ډزو ووژل شو.
دا پیښه په چاغۍ کې د افغان کډوالو په گردي جنگل کیمپ کې رامنځ ته شوې، او دا سیمه په افغانستان کې د هلمند ولایت بهرامچه ته نږدې پرته ده. بهرامچه د طالبانو د مخدره موادو د شبکې لوی مرکز گڼل کیږي.
د چاغۍ سیمې مرستیال کمیشنر وي او اې ډېوه ته وویل چې پر دیني مدرسې باندې ناڅرگندو وسله والو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې یو دیني عالم، مولانا میراجان، ووژل شو او د مدرسې د ملا امام په شمول، درې تنه نور ټپیان شول.
د دغې پېښې څو ورځې وړاندې کوټې ښار ته نږدې په کچلاغ سیمه کې هم پر یو بل افغان دیني عالم مرگونی وسله وال برید وشو. د پولیسو په وینا، مولوي محمد اعظم چې د کچلاغ د عثمان بن عفان د جومات امام و، د مسجد سره نږدې په یو دوکان کې ناست و چې پر موټرسایکل باندې ناڅرگنده وسله وال راغلل او پر ده یې ډزې وکړې او ځای پر ځای یې وواژه.
د طالبانو مشر ملا هبت الله ورور وژنه:
هم د اګست په میاشت کې د بلوچستان په کچلاغ کې د یوې چاودنې په نتیجه کې د افغان طالبانو د مشر ملا هبت الله آخندزاده ورور، حافظ احمد الله ووژل شوی وو.
دغه چاودنه د کچلاغ په کلي قاسم کې د مدرسې په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوې وه او پکې د خطیب قاري احمدالله په شمول، څلور تنه وژل شوي او ٢٢ نور ټپیان شوي وو.
کچلاغ د بلوچستان د سرښار، کوئټې څخه پنځه ویشت کیلومټره شمال خوا ته پرته سیمه ده او ویل کیږي چې افغان طالبان په کې ډېر اوسیږي.
د دغه چاودنې وروسته پخوانی طالب چارواکي، سید اکبر آغا، وي او اې ډېوه ته وویل چې مولوي محمد اعظم او مولوي میراجان د طالبانو کوم پیژندل شوي کسان نه و، خو "په هغو سیمو کې میشت افغان دیني علما، ټوله د طالبانو سره رابطې لري او ملاتړ یې کوي".
نن په کوټه کې شوې چاودنې وروسته د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال خان دغه برید په سختو ټکو کې غندنه کړې. نوموړي ویلي چې په جومات کې عبادت کونکي په نښه کولو اجازه یو مذهب او یو قام نه ورکوي. نوموړي تور لګولی چې د هیواد دښمنان یو وارې بیا په بلوچستان ایالت کې حالات خرابول غواړي.
د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر میر ضیا الله لانګو د یادې پېښې غندنه کړې او زیاته کړې يې ده چې هسپتالونو ته يې امرکړی چې د ژوبلو تنانو دې بیړنۍ مرسته وکړي. درې ورځې وړاندې هم په کوټه ښار کې چاودنه شوې وه چې پکې دوه تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي وو.
نن په جومات کې شوې چاودنې نور جزیات په یو څو شیبو کې.