لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه : د صوبائي وزير کور کې بمي چاؤدنې درې کسان وژلي


کوئټه : د صوبائي وزير کور کې بمي چاؤدنې درې کسان وژلي
کوئټه : د صوبائي وزير کور کې بمي چاؤدنې درې کسان وژلي

د پاکستان دبلوچستان ايالت په سرښار کوئټه کې دخزانې دصوبائي وزير عاصم کردگيلو دکور دننه په شوې يوه بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه درې کسان مړۀ شوي او 6 ژوبل شوي دي.
دبلوچستان دپوليسو مشر يا ائي جي پي ملک محمد اقبال وائي بم دصوبائي وزير په کور کې دولاړ گاډي لاندې ايښودل شوى ؤ.
په چاؤدنه کې دخزانې دوزير دکور دوه ملازمين هم مړۀ شوي دي، خو پخپله صوبائي وزير ته په دغه بريد کې څه رقم زيان ځکه نۀ دى اوښتى چې په دغه مهال هغه په کور کې نۀ ؤ.
دغه چاؤدنه په داسې حال کې شوې ده چې تيره ورځ دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک په کوئټه کې خبريالانو سره دخبرو په مهال په پنځوؤ بلوڅ تندروه تنظيمونو دقدغن ايښودو اعلان کړى ؤ او وئيلي يې وؤ چې تندلاري په پسته ژبه پوهه نۀ شول ځکه نو اوس به حکومت هغوي دډنډې په زور پوهوي.
درحمان ملک ددغو څرگندونو څخه وروستو ملت پاله بلوڅ تنظيمونو سخت غبرگون ښودلى ؤ او دشورو په ورځ دبلوچستان لبريشن فرنټ وياند وئيلي ؤ رحمان ملک که دډنډې خبره کوي نو ډنډه او وسله هغوي هم لري.
په بلوچستان کې دتيرې ډيرې مودې راهسې دهدفي وژنو ، بمي چاؤدنو او اړي گړي لړۍ روانه ده.
داړي گړي دغه پيښو کې وروستو له هغې شدت پيدا شوى دى چې دپاکستان دپخواني پوځي حکمران پرويز مشرف دواکمنۍ په دوره کې ملت پاله بلوڅ مشر نواب اکبر بگټي په يو پوځي اپريشن کې ووژل شو.
دا مهال دبلوچستان ديو شمير وسله والو تنظيمونو ترڅنگ سياسي قوتونه هم دبلوچستان دخپلواکۍ غوښتنه کوي.
دکورنيو چارو وزير رحمان ملک تيره ورځ دا هم وئيلي ؤ چې مرکزي حکومت دبلوچستان دخلکو هرې غوښتنې منلو ته تيار دى خو هغوي دې دازادۍ خبره نۀ کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG