لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوم قیمت ټوپک ته ولاړ وې؟ د پاکستان پرېښودنکي رادیش سنګهـ ټوني سوال


د پاکستان نه وتونکي سکهـ لږکي مشر رادیش سنګهـ ټوني ويلي دي ژوند ته یې خطر ؤ، په مذهبي مرکزونو یې حملې او قبضې روانې وې، نوکرئ ورته نه ورکول کېدلې.

هغه وي او ای ډیوه ته د ټلیفون په لیکه د نامعلومه ځایه وویل اخر په کوم قیمت ټوپک ته ولاړ وې؟:

"داسې حالاتو کې تاسو اووایئ مونږ ته څه ځای جوړیدو هلته چې مونږ به هلته کډه سمباله اېښودې وه او ځان به مو هلته د هغوي د پاره ټوپک ته مخامخ کړې ؤ ؟"

د حکومت دریځ

د رادیش سنګهـ د پاکستان په پرېښودلو کوم حکومتي مشر یا چارواکي غبرگون نه دی ورکړې.

خو د پاکستان وزيراعظم عمران خان د سویټزرلینډ په ډیوس ښار کې نړیوالې اقتصادي غونډې ته ويلي دي چې په پاکستان کې نه یواځې د هندو مذهب، سکھ مذهب، بدھ مت او اسلام مقدسه مقامونه دي بلکې خلق د نړۍ نه ددغه ځایونو زیارتونو له پاکستان ته ورځي​.

اکثره پاکستاني مشران په خپلو ویناگانو کې دا هم دعوې کوي چې پاکستان د لږکیو د پاره یو محفوظ هیواد دی.

رادیش سنګهـ ټوني څوک دی

رادیش سنګهـ ټوني په پاکستان کې ویښ سیاسي او بشر پاله مشر گڼل کیدلو. هغه د خیبر پښتونخوا د لږکیو د شورا صدر دی. یو ځل د صوبايي اسمبلۍ لپاره امیدوار هم ؤ، خو گټه یې نه وه کړې. دهغه په قول په هغه درې حملې شوې وې. هغه د پښتون تحفظ مومینټ ملگری او د مرکزي کمیۍ غړی هم پاتې شوی ؤ. په ورستیو کې هغه د پېښور نه د پنجاب لاهور ښار ته کډه کړې وه. هغه وویل هلته به ورته چا کور په کرایه نه ورکولو.

د رادیش سنګهـ نیکه د 1900 نه اگاهو د پنجاب نه پېښور ته کډه کړې وه.

د رحمان بونیري د رادیش ټوني سره مرکه په لاندیني لینک اوریدی شئ​

please wait

No media source currently available

0:00 0:08:08 0:00

رادیش څو ورځې د مخه په ټویټر اعلان کړې ؤ چې د خپلې کورنۍ سره پاکستان پریږدي ځکه چې د ژوند خطر دې ورته.

ډیوه چې د ښاغلي ټوني نه تپوس وکړو څه قسمه گواښونه ورته کیدل یا څنگه یې د ژوند خطر محسوسولو نو هغه وویل پاکستان اوس هغه پاکستان نه دی پاتې، هلته مذهبي سخت دریځو خپلې زیلې مظبوطې کړي دي.

ټوني اوویل د جنورۍ په دریمه د دوي په مذهبي مرکز ننکانه صاحب حمله اوشوه، بې حرمتي یې وشوه، کاڼي پرې وورېدل، تقریرونه وشو، گواښونه وشو چې د گورد وارې نه به ورته جماعت جوړ شي او یو سکهـ به نه پاتې کیږي، د ټوني په خیال:

"دا د یو کس ژبه نه ده (وه) دا د ټولو خلقو نمایندگي ده(وه)"

هغه وویل په دغه پېښه یو سکهـ هم د وېرې احتجاج او نه کړو. ښاغلی ټوني وايي دا څیزونه ډېر د فکر مندۍ دي، د هغه په گمان په دغه شان پېښو کې به لا هم اضافه اوشي.

ډیوه چې د ښاغلي ټوني نه تپوس اوکړو په پاکستان کې خو په زرگونو سکهان پاتې کیږي او ځیني پکې په سیاسي توگه متحرکه دي نو بیا تاسو ته ولې خطر جوړ شو؟

د ښاغلي سنګهـ ځواب دا وو چې ده په پاکستان کې د مذهب نه بالاتر د ټولو ځپل شوو لپاره غږ پورته کولو:

"که مشال خان وي که ملاله یوسفزۍ وي که د پي ټي ایم د خوا اوازونه وي او که د بې درکو خلقو خبره وي مونږ د ټولو د پاره اواز اوچت کړی دی او دا زما گناه وه"

رادیش سنګهـ ټوني دغه گمان رد کړو چې گني دی به هندوستان ته تلې وي، د هغه په خیال هلته هم د سیکهانو سره زور زیاتې روان دی.

په پاکستان کې د مذهبي اقلیتونو د حقونو مرکزي کونسل د شمېر له مخې په خیبرپښتونخوا کې د سیکهانو شمېر 30،000 ؤ، خو د دوی ژوند ته د ور پېښو خطرو له کبله یې شمېر اوس شاوخوا 8،000 پاتې شوی.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG