امریکا یو ځل بیا اسرایل ته په رفح کې د خپلو محدودو عملیاتو د پراخولو په ضد خبرداری ورکړی او په دې اړه یې نه یواځې بشري اندېښنې ښکاره کړې دي بلکې له سټرېټیجک پلوه یې هم ورسره مخالفت کړی دی.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو او کارونو اداره (یو این آر ډبلیو اې) وایي، په رفح کې د اسرایلي ځواکونو بمباریو زور اخیستی چې وایي له کبله یې د خلکو جبري بې ځایه کېدل دوام لري:
"د یو این آر ډبلیو اې د اټکل له مخې شاوخوا 110,000 زره کسان د خوندیتوب لپاره له رفح کډه شوي دي، خو په غزه کې هیڅ یو ځای خوندي نه دی او د ژوند حالات ظالمانه دي، یواځینۍ هیله سمدستي ډزبندي ده".
د امریکې د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د پنجشنبې- زیارت په ورځ خبریالانو ته وویل، "زموږ نظر دا دی چې د رفح عملیات، یقیناً په رفح کې هر ډول لوی مځکني عملیات به په حقیقت کې د اسرایل پر ځای د خبرو اترو پر مېز د حماس لاسونه پیاوړي کړي".
جان کربي وویل که د رفح په عملیاتو کې په پراخه کچه نورو عامو خلکو ته مرګ ژوبله واوښته، نو له دې سره به د حماس مشر یحیی سنوار، چې ګومان کیږي په غزه کې د ټونلونو په شبکه کې پټ دی، "ډېر لږ لېوالتیا ولري چې د خبرو مېز ته راشي".
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د پنجشنبې- زیارت په ورځ له خپل مصري سیال سامح شکري سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي واشنګټن له غزې څخه د فلسطینیانو جبري ایستلو مخالف دی.
د روانې اوونۍ په پیل کې حماس د ډزبندۍ پر تړون رضامندي ښکاره کړې وه خو د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو دا وړاندیز رد کړ او خپلو ځواکونو ته یې امر وکړ چې په رفح کې "محدود عملیات" وکړي.
د دې تړون له مخې په جګړه کې لنډمهاله وقفه ټاکل شوې وه چې په دې موده کې به د اسرایل په زندانونو کې د فلسطینیانو د را خوشي کېدو په بدل کې حماس ډلې پاته یرغمل کسان خوشي کول.
د مصر د سرکاري رسنیو په وینا په قاهره کې د اسرایل او حماس تر منځ د مصر، قطر او امریکا په منځګړیتوب د ډزبندۍ په اړه خبرې اترې د پنجشنبې- زیارت په ورځ ځنډول شوې دي.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر د پنجشنبې- زیارت په ورځ خبریالانو ته وویل، مذاکرات کوونکي لا هم د حماس د جوابي وړانديز بدلولو لپاره کار کوي، خو وایي د تړون د متن بشپړول یوه "ډېره ستونځمنه" چاره ده.
د اسرایل د بهرنیو چارو وزیر اسرایل کاټز د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل چې پوځ به یې "د حماس تر ختمولو پورې جګړې ته دوام ورکړي."
اسرایل کاټز دا خبرې یوه ورځ وروسته له هغې کړې چې ولسمشر جوبایډن وویل امریکا به اسرایل ته د رفح په جګړه کې د کارولو لپاره سپکې وسلې نه ورکوي.
د اسرایل وزیراعظم او نورو چارواکو د امریکې پر دې اقدام نیوکې کړې دي. د اسرایل د پوځ ویاند ډېنیل هګاري وایي پوځ یې دومره وسله لري څومره چې په رفح او نورو عملیاتو کې پکار ده.
د امریکې د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د اسرایل هغه غوښتنه رد کړه چې له مخې به یې د وړاندیز شوې ډزبندۍ پر مهال په رفح کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
کربي وویل امریکا به یواځې د هغې ډزبندۍ ملاتړ کوي چې "په ټوله غزه کې شپږ اوونۍ ارامي راولي." کربي وویل "په رفح کې ګډوډي" جوړول به حماس ته د دوامدارې او همېشنۍ ماتې هدف تر لاسه نه کړي.
د ملګرو ملتونو چارواکو په رفح کې د اسرایل په عملیاتو کې غزې ته د تېلو په ګډون د بشري مرستو رسولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي، اې ایف پي او رویټرز اخیستل شوي دي.
Forum