په امريکا کې دپاکستان سفيرې شيري رحمان دامريکا د دفاع د وزير ليون پنيټا اوسنۍ څرگندونې به ښې نتېجې ور نه کړي.
دليون پنيټا دڅرگندونو په اړه شيري رحمان دميډيا ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل” دامريکائي انتظاميې ديو لوړپوړي غړي له لوري دغه رقم پيغامونه په پاکستان کې په سنجيدگۍ سره اخستل کيږي او ددې سره په سخت وخت کې روانو خبرو اترو کې دخپل مينځي اختلافونو لرې کولو رفتار کميږي“
په واشنگټن کې دپاکستاني سفارت خانې له لوري جاري شوي بيان کې شيري رحمان وئيلي دي چې دغه (څرگندونې) دخپل مينځي خبرو اترو په عمل کې غيرمددگار ثابتيدى شي او دوي چې دخنډانو لرې کولو لپاره کومې هڅې کوي ددې له امله ورته زيان رسيدلى شي.
ياده دې وي چې دامريکا ددفاع وزير ليون پنيټا لمړى دپاکستان په روايتي رقيب هيواد هند او بيا افغانستان کې په پاکستان نيوکې کړې وې.
تيره ورځ هغه خبردارى ورکړى ؤ چې په پاکستان کې دترهه گرو دځالو په حواله پاکستان ته دواشنگټن صبر په ختميدو دى او پاکستان ته به دحقاني نيټ ورک په ضد په هر صورت کې کارروائي کول وي.
ليون پنيټا په هند کې وئيلي وؤ پاکستان کې به دالقاعده دځالو په ضد ډرون بريدونه دوامداره وي.
دامريکا ددفاع وزير دا هم وئيلي وؤ چې په امريکا ديوولسم ستمبر دبريدونو پلان تيارونکي مشران دپاکستان قبائيلي سيمو کې پټ دي.
شيري رحمان وائي د ليون پنيټا بیان به ښې نتېجې ور نه کړي