لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رانا ثناالله: ترهګري او انتهاپسندي به ختمولی شي


پاکستان کې په وروستيو کې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي او په ملک کې د تندروۍ په اړه اکثره په حکومت نيوکې کيږي چې د ترهګرۍ او توندروۍ مخنیوی کوټلې پاليسۍ او د نېشنل اېکشن پلان عملي کېدو ته اړتيا لري
پاکستان کې په وروستيو کې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي او په ملک کې د تندروۍ په اړه اکثره په حکومت نيوکې کيږي چې د ترهګرۍ او توندروۍ مخنیوی کوټلې پاليسۍ او د نېشنل اېکشن پلان عملي کېدو ته اړتيا لري

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله د ملک څخه د ترهګرۍ او انتها پسندۍ ختمولو عزم تکرار کړی او ويلي يې دي، ترهګر ۍ او توندروۍ ټولنې ته غټ تاوان اړولی دی.

د نوموړي په مشرۍ د تشدد څخه ډکې توندروۍ د مخنیوي دپاره د قامي پاليسۍ 2022م جايزه غونډه شوې ده.

د سرکاري ميډيا ترمخه د تشدد څخه ډکې توندروۍ د مخنیوي ادارې نېکټا مشرغونډې ته د پاليسۍ اهداف وړاندې کړي او ويلي یې دي پاليسي د ګڼو پوهانو سره د مشورو په بنياد جوړه کړی شوې ده. خو د پاليسۍ تفصیل نه دی ويل شوی.

پاکستان کې په وروستيو کې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي او په ملک کې د تندروۍ په اړه اکثره په حکومت نيوکې کيږي چې د ترهګرۍ او توندروۍ مخنیوی کوټلې پاليسۍ او د نېشنل اېکشن پلان عملي کېدو ته اړتيا لري.

د ډان ورځپاڼې په رپورټ کې ویل شوي، د رانا ثناالله په مشرۍغونډه کې د تشدد څخه ډکې توندرۍ د مخې نيولو دپاره په قامي پاليسۍ کې د بدلون کولو پرېکړه شوې ده، خو د بدلون جزیات نه دي ویل شوي.

د روانې مياشتې په سر کې په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو ازادې څېړنيزې ادارې [پي آی سي اېس اېس] ویلي وو، پاکستان کې د روان کال په لومړیو شپږ مياشتو کې وسله والو بریدونه 87 فيصده سېوا شوي او خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې 108 فيصده زیاتې شوي دي.

په رپورټ کې ویل شوي، د روان کال 2023م په لومړو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې په 271 وسله والو بريدونو کې 389 کسان وژل شوي او 656 ژوبل شوي دي، په تېر کال 2022م کې هم په دومره موده کې په 151 بریدونو کې 293 کسان وژل شوي او 487 ژوبل شوي وو.

د پي آی سي اېس اېس د رپورټ ترمخه د تېر کال په مقابله کې سږ کال وسله وال بريدونه 87 فيصده سېوا شوي دي.

په رپورټ کې زياته کړی شوې، د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې خېبرپښتونخوا صوبه او قبايلي ضلعې تر ټولو زياتې د 174 وسله والو بريدونو ښکار شوي دي.

ویل شوي، په دغو بریدونو کې 266 کسان وژل شوي او 463 ژوبل شوي دي، او په دغو بریدونو کې د صوبې په بېلابيلو برخو کې په 100 بريدونو کې 188 کسان وژل شوي او 109 ژوبل شوي دي او په قبايلي ضلعو کې په 74 پېښو کې 78 کسان وژل شوي او 109 ژوبل شوي دي او د تېر کال په مقابله کې په قبايلي ضلعو کې ترهګر بريدونه 51 فيصده لوړ شوي دي.

د رپورټ ترمخه په خېبرپښتونخوا صوبه کې د تېر کال د لومړو شپږو مياشتو په مقابله کې روان کال په یاده موده کې ترهګر بريدونه 108 فيصده زیات شوي دي.

د اپرېل په مياشت کې د پاکستان د پوځ د کور کمانډرانو په غونډه کې ویل شوي وو "د حکومت له اړخه د ترهګرۍ ضد منظوره کړی شوې مبارزه کې به د ټول نظام لارې د ملک څخه د ترهګرۍ، توندروۍ يا انتها خوښۍ او بې ثباتۍ عوامل ختمولی شي".

له دغې وړاندې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنيت په غونډه کې ویل شوي وو، چې د "ټول قوم او حکومت سره په ګډه د ټول اړخيزه کوټلو عملیاتو پېل کولو منظوري ورکړی شوې ده کوم به چې د يوې نوې جذبې او نوې ارادې سره ملک د ترهګرۍ د لعنت نه پاک کړي".

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG