لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راؤ انوار به نن د کراچۍ عدالت ته وړاندې کیږي


د کراچۍ ملير سېمې پخوانې پولیس افسر راؤ انوار به نن د پنجشنبې یا زیارت په ورځ د پښتون ځوان نقیب الله مسید په نقلي پولیس مقابله کې د وژلو په تور د کراچۍ عدالت ته وړاندې کیږي.

د سند ایالت د پولیسو یو افسر پاکستاني مطبوعاتو ته ویلي ٫٫ راو انوار به نن د جسماني ریمانډ لپاره عدالت ته وړاندې کوي.٬٬

د کراچۍ پولیسو پلټنه کونکو د پاکستان انګریزۍ ژبې ورځپاڼې اېکسپرېس ټریبیون ته ویلی د راؤ انوار پرضد درج اېف- ايي- ار په اړه به هم د هغه نه پوښتنې کوي او راؤ انوار ته به ځان بې ګناه ثابتول وي.

د راؤ انوار د نیولو وروستو که په ټولنیزو رسنیو یو خوا هغه ته د سزا غوښتنې سېوا شوي بل خوا دا نېوکې هم راپورته شوي چې دغه پولېس افسر دومره ورځې د چا سره وو؟ او عدالت ته چا راوستو؟

وتلي مدني فعال جبران ناصر هم دغه شان پوښتنې په یو ټوېټ کې کړي او د دغو ځوابونه غواړي.

د جنوبي وزیرستان پښتون ځوان نقیب الله مسید او د هغه د ملګرو په جعلي مقابله کې په وژلو تورن راؤ انوار چې تر دوو میاشتو پورې د پاکستان امنیتي ادارو نه پټ وو تیره ورځ پخپله د پاکستان ستر عدالت ته د وړاندې کیدو وروستو نیول شوی.

تیره ورځ د پاکستان ستر عدالت یا سپریم کورټ د راؤ انوار د حفاظتي ضمانت خواست هم رد کړی او د نقيب مسيد د وژنې په مقدمه کې يې د هغه د نيولو حکم ورکړی وو.

د نقيب مسيد د کورنۍ وکيل فېصل صدیقي مطبوعاتو سره په خبرو کې وویل، عدالت د راؤ انوار دغه خواست رد کړی چې د هغه نه د پلټنو دپاره په ګډه کمېټۍ کې دې د استخباراتي ادارو ائي اېس ائي، اېم ائي او ائي بي غړي شامل کړی شي.

پاکستان سپریم کورټ درې ورځې وړاندې د نقيب مسيد د وژنې د مقدمې په اورېدنه کې ويلي ؤ راؤ انوار دې ځان عدالت ته وړاندې کړي او که چا هغه پټ وساتو نو هغه به هم عدالت ته ځواب کوي.

د جنوبي وزيرستان د مکین علاقې سره تعلق لرونکی نقيب الله مسيد د جنورۍ د میاشتې په ۱۳م نېټه په کراچۍ کې د راؤ انوار په مشرۍ يوه جعلي مقابله کې وژل شوی ؤ.

د نقيب مسيد په وژنه په ټولنيزو رسنيو د شور او احتجاجي مظاهرو وروستو سترې محکمې خپل ځاني نوټس اخستی ؤ.

په ۲۳م جنورۍ د نقيب مسيد د پلار محمدخان په مشرۍ د راؤ انوار او هغه سره شامله پولیس ډله باندې د ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمه درج کړی شوې او هم په دغه ورځ راؤ انوار د اسلام اباد د هوايي ډګر نه بهر د تلو هڅه کړې خو واپس کړی شوی ؤ.

وروستو د عدالت په حکم د هغه نوم په اېګزټ کنټرول لسټ کې اچول شوی او د بېنک اکاؤنټونه يې تړل شوي وو.

د نقيب مسيد د وژنې وروستو د راؤ انوار د نيولو دپاره پېل شوې احتجاجي مظاهرې تراوسه دوام لري.

په راؤ انوار تورونه لګي چې هغه نه يواځې نقيب الله مسيد او هغه سره درې نور ملګري په جعلي مقابله کې وژلي بلکې په راؤ انوار دا تورونه هم لګي چې هغه د ۴۰۰ نه زيات بې ګناه خلک په جعلي مقابلو کې وژلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG