لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راؤ انوار د امریکې تورونه رد کړي


امریکې د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي نقيب مسيد او ۴۰۰ کسانو په وژنه تورن د کراچۍ پوليسو پخواني افسر راؤ انوار د بشري حقونو د سرغړؤنکو په نوملړ کې شامل کړی دی، خو راؤ انوار د امریکې لخوا په ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.

د امریکې د خزانې د وزارت د بهرنيو شتمنيو د کنټرول دفتر د بشري حقونو په نړيواله ورځ د راؤ انوار په ګډون ۱۸ کسان د بشري حقونو د سرغړؤنکو په نوملړ کې اچولي دي.

راؤ انوار د امریکا لخوا په ځان لګېدلو تورونو ته په يوه ويډيو کې ځواب کې ويلي چې " د نړۍ غټ قوت په هغه او په پاکستان تور لګولی دی چې دلته غلط خلک اوسيږي، ۴۰۰ يا ۵۰۰ ترهګرو لخوا چا هم په هغه کوم شکايت نه دی کړی".

خو د نقيب مسيد په وژنه د راؤ انوار پرضد مقدمه درج شوې او د پوليس خپلې پلټنيزې ډلې ويلي چې نقيب مسيد په جعلي مقابله کې وژل شوی ؤ.

راؤ انوار چې د کراچۍ د پوليس د ملير ضلعې پوليس مشر ؤ تېر کال يې دعوه کړې وه چې په پوليس مقابله کې يې څلور ترهګر وژلي، خو وروسته د نقيب مسيد په وژنه د احتجاجونو لړۍ پېل شوې او راؤ انوار پرضد مقدمه درج کړی شوې وه.

په راؤ انوار او هغه سره ۲۵ کسانو باندې د نقيب مسيد د وژنې مقدمه د کراچۍ په عدالتونو کې روانه ده، په دغو مقدمو کې راؤ انوار سره د پينځه کسانو په ضمانت خوشی دی، د نقيب مسيد د کورنۍ د وکیلانو په وېنا په مقدمه کې ۱۳ کسان بنديوان دي او اووه مفروران دي.

راؤ انوار ويلي "چې د هغه پرضد کوم شکایت نه دی شوی او امریکا که دا ثبوت نه کړه نو معافي دې وغواړي او که د هغه د کوم جرايم پېشه سره اړیکې وي نو په پاکستان کې مې په چوک ودروئ او په ډز مې ووژنئ او که داسې نه وي امریکا دې معافي وغواړي".

راؤ انوار ويلي د امریکې پرضد به په واشنګټن کې مقدمه کوي او په هغه لګېدلي تورونه او پاکستان بدنامول د کشمير د شخړې نه مخ اړول دي.

خو په پاکستان کې د بشري حقونو کار کوونکو د راؤ انوار پرضد د امريکا د ګام ستاينه کړې ده.

ژورنالسټ مبشر زېدي په ټويټر ويلي، "امريکې په راؤ انوار بندېزونه ولګول او هغه کار يې وکړو کوم چې مونږ (پاکستان) نه شو کولی".

وکيل او فعال جبران ناصر ویلي امریکې د نقیب مسيد د وژنې په تړاؤ په راؤ انوار بندېزونه لګولي "دا د شرم خبره ده چې امريکا د راؤ انوار په اړوند اندېښنه لري او زمونږ رياست (پاکستان) يې نه لري".

امريکا ويلي "راؤ انوار چې د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليس مشر ؤ هاغه وخت د پولیس د جعلي مقابلو زمه وار ؤ، هغه په ۱۹۰ پوليس مقابلو کې ککړ پاتې شوی چې پکې يې د نقيب الله مسيد په ګډون ۴۰۰ کسان وژلي دي".

امریکايي دفتر زیاته کړې "راؤ انوار په مبيینه توګه د پوليسو د جرايم پېشه او غلو د ډلې مشري کوله چا چې به د خلکو نه قلنګ اخيستو، ځمکې به يې نيولي، په نشه يي توکيو او وژنو کې به ککړ وو".

ځکه راؤ انوار "د بشري حقونو د سرغړؤنکو په نوملړ کې اچول شوی دی".

د امریکايي دفتر سېکتر سټيون ويلي "امريکا د عامو بې ګناه خلکو وژنه، په هغوی تشدد، په دوی جنسي تيری او تښتونه نه زغمي، او امريکا په نړیواله کچه د بشري حقونو د سرغړؤنکو پرضدجنګيږي".

د امریکې لخوا د بشري حقونو د سرغړؤنکو په نوملړ کې د اچول شوي تن په امریکا کې موجودې شتمنۍ تړل کیږي او امريکايان منع کړی شي چې د دغه تن سره هيڅ ډول کاروبار نه کوي.

د نقيب مسيد وژنه

تېر کال د جنورۍ په مياشت کې نقيب مسيد او هغه سره درې نور کسان د راؤ انوار په مشرۍ يوه پوليس مقابله کې وژل شوي او راؤ انوار دوی ته ترهګر ويلي ؤ .

خو وروسته د نقيب مسيد په وژنه د احتجاجونو وروسته د راؤ انوار پرضد د وژنو مقدمه درج کړی شوې او پوليسو په خپله يادې مقابلې ته جعلي ويلي ؤ.

دا وخت په راؤ انوار او هغه سره په ۲۵ پوليسو باندې د نقيب مسيد په جعلي مقابله کې د وژنې مقدمه په عدالتونو کې روانه ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG