لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پينډۍ : د جنرل کياني په مشرۍ د کورکمانډرانو غونډه


د پاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني دشورو په ورځ دکورکمانډرانو غونډه راغوښتې ده.
دغه غونډه کې به په نورو مهمو چارو دغور ترڅنگ جنرال کياني په افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونودسامان درسد لپاره دپاکستان دځمکنو لارو دممکنه پرانستل کيدو په معامله کورکمانډران په باور کې اخلي.
د سرچينو ترمخه دشورو په ورځ دپاکستان په پينډۍ ښار کې کيدونکې دغه غونډه کې به دنيټو دسپلا ئي لا ئن په اړه په مختلفو اړخونو دبحث کولو لپاره ټول کورکمانډران او لوړپوړي پوځي مشران گډون کوي.
په ياده دې وي چې پاکستان دنيټودسامان درسد لپاره خپلې ځمکنۍ لارې تير کال دنومبر په مياشت کې وروستو له هغې وتړلې چې دافغان پولې ترڅنگ قبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ په سلاله نومې امنيتي پوسته دنيټو فضائي بريد کې 24 پاکستاني عسکر ووژل شول.
پاکستان ددغه پيښې وروستو دبلوچستان شمسي ائيربيس هم دامريکا څخه خالي کړى او ددغه پيښې وروستو داسلام اباد او واشنگټن ترمينځ اړيکو کې تاؤتريخوالى راغلى، پاکستاني پارليمان په سلاله بريد امريکا څخه غيرمشروطه بخښنه طلب کړې.
دجنرال اشفاق پرويز کياني په مشرۍ دکورکمانډرانو غونډه کې به تيره ورځ دصدر او وزيراعظم په مشرۍ ترسره شوې مهمه غونډه کې دغور لاندې راغلو معاملو او فيصلو حال احوال تيرولى شي.
په ايوان صدر کې ترسره شوې دغه غونډه کې تيره ورځ جنرل کياني، ډي جي ائي ايس ليفټننټ جنرل ظهيرالاسلام، ددفاع، خزانې او داخله وزيرانو او وفاقي سکترانو گډ،ن کړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG